لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملگري ملتونه: کندز کې د امریکايي ځواکونو په بمبارۍ کې ١٣ ملکي کسان وژل شوې


په کال ٢٠١٥ کې په کندز کې د یوې نړیوالې مرستندویه ادارې هسپتال په هوايي بمبارۍ کې لگېدلی وو چې ٢٢ کسان پکې وژل شوي وو
په کال ٢٠١٥ کې په کندز کې د یوې نړیوالې مرستندویه ادارې هسپتال په هوايي بمبارۍ کې لگېدلی وو چې ٢٢ کسان پکې وژل شوي وو

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو اسازي دفتر یوناما ويلي د افغانستان په شمالي کندز ولایت کې د امریکايي ځواکونو په هوايي بمبارۍ کې ١٣ ملکي کسان وژل شوې دي چې ١٠ پکې ماشومان دي.

یوناما په یو بیان کې وویل د ملکي خلکو تلفات د خالي، شنبې، په ورځ د کندز ښار سره نژدې په داسې مهال وشول چې افغان او امریکايي ځواکونو د طالبانو خلاف عملیات کول.

د یوناما بیان وویل لومړنۍ نتیجي ښيي چې په ١٣ وژل شویوو کسانو ١٠ ماشومان دي چې د یوې داسې کورنۍ غړي دي چې د وړاندې څخه بل ځای د جگړې له امله بې کوره شوې وه.

د ملگرو ملتونو ادارې وویل د نورو هغه رپورټونو په اړه یې هم تحقیقات پېل کړې دي چې وايي د هوايي بمبارۍ په مهال په نورو سیمو کې ملکي تلفات شوې دي.

د وي او ای د انگریزۍ څانگې رپورټ د چارواکو او د ځايي اوسیدونکو له قوله وايي چې د کندز په تلوکه سیمه کې افغان او امریکايي ځواکونو د طالبانو سره سخته جگړه وکړه چې پکې دوه امریکايي او یو شمېر افغان عسکر ووژل شو. امریکايي ځواکونو د ځمکنو ځواکونو په ملاتړ کې هوايي بمباري وکړه.

امریکايي مامورینو د دوو امریکايي عسکرو د وژل کېدو تصدیق کړی دی او په طالبانو الزام ولگولو چې د ملکي خلکو په شا ځانونه پټوي.

یوناما په جنگ کې ښکیلو ډلو غړ وکړو چې په خپل اند دې هم د هوايي بمبارۍ تحقیقات وکړي او ملکي خلک د زیان د بچ کولو دپاره دې اقدامات وکړي.

د یوناما د شمېر ترمخه، تېر کال د افغانستان په جنگ کې د ٣٨٠٠ نه زیات ملکي کسان ووژل شو، چې په تېرو ١٠ کلونو کې د ملکي کسانو تر ټولو زیات تلفات وو.

یونامان وايي په ٢٠١٨ کې د هوايي بمباریو دلاسه د ملکي کسانو په تلافاتو کې ډیره اضافه شوې ده او ملکي کسانو د تلفاتو ٢۴ فیصد برخه د افغان ځواکونو دلاسه شوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG