پاکستان کې د جنسي تېريو د مخنيوي دپاره د ملګرو ملتونو او امریکا په مالي مرسته لومړی مرکز په کراچۍ کې جوړ شوی دی.
چارواکو ويلي په دغه مرکز کې به د جنسي تېريو د پېښو، د پېښو د پلټنو او د جنسي تېريو څخه بچ شوو د بحالۍ مسلې اورېدل کيږي.
په کراچۍ کې دغه مرکز په سېول روغتون کې د پوليس سرجن ډاکټر سمیعه سيد په دفتر کې پرانستل شوی دی.
ډاکټر سميعه سيد د مرکز د پرانستې د دستورې عکسونه په اېکس يا پخواني ټويټر خپاره کړي دي.
اغلې د مرکز په پرانسته په ملګرو ملتونو کې د ښځو د حقونو ادارې او نشه يي توکيو او جرمونو ضد امریکايي ادارې مننه کړې ده.
د جنسي تېرو د مخنيوي د مرکز پرانسته په کراچۍ کې د امریکا کونسل جنرل نيکول تهيريټ او د کراچۍ مېر مرتضا وهاب سره د ملګرو ملتونو او سيند صوبې نورو چارواکو کړې ده.
د ځايي رسنیو ترمخه، ويل شوي په دغه مرکز کې به د جنسي تېري څخه بچ شوو ته د خونديتوب سره، د هغوی قانوني مرسته، او نفسياتي درملنه ورکولی شي.
د رپورټونو ترمخه د مرکز د پرانستې دستورې ته امريکايي کونسل جنرلې ويلي، د امریکا په څېر پاکستان د جنسي تشدد ضد اقدامات د خپلې قامي سلامتۍ برخه جوړه کړه.
د ډان وېب پاڼې د خبر ترمخه کونسل جنرلې ويلي، په تېرو څلور لسيزو کې امريکې پاکستان کې د قانون نافذونکو ادارو د روزنې دپاره يو ارب ډالره پانګونې کړي دي.
د کراچۍ مېر مرتضا وهاب ياد مرکز د جنس په بنياد د تشدد د مخنيوي په لړ کې مهم پرمختګ بللی دی.
پوليس سرجن ډاکټرې ويلي، د کراچۍ ښار په درېو غټو سرکاري روغتونونو کې هره ورځ د جنسي تېريو نزدې څلور پېښې رپورټ کيږي.
پاکستان کې وخت په وخت د جنسي تېريو د پېښو خبرونه مخې ته راځي.
تېر کال د اکتوبر په مياشت کې د پاکستان د بشري حقونو وزارت قامي اسمبلۍ ته ویلي وو په تېرو درېو کلونو کې په ملک کې په ښځو د تشدد 63367 پېښې رجسټرډ شوې وې.
او ډان ورځپاڼې په يو رپورټ کې د نېشنل پوليس بېورو ترمخه ویلي وو چې په تېرو درېو کلونو کې په ملک کې د ډله يیز جنسي 11160 پېښې رجسټرډ شوې وې.
Forum