لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ډانلډ ټرمپ: د "اسلامي تندلاریتوب" او د "اسلامي ترهگرۍ" مخه به نیسو


صدر ټرمپ وویل په منځني ختیځ او په اسلامي نړۍ کې به امریکا د اتحادیانو سره په همکارۍ د هغه "اسلامي ترهگرۍ" مخه نیسی چې د "اسلامي تندلایتوب" په وجه راپاریږي
صدر ټرمپ وویل په منځني ختیځ او په اسلامي نړۍ کې به امریکا د اتحادیانو سره په همکارۍ د هغه "اسلامي ترهگرۍ" مخه نیسی چې د "اسلامي تندلایتوب" په وجه راپاریږي

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ویلي د "اسلامي تندلاریتوب" او ددې د لاسه کیدونکي "اسلامي ترهگرۍ" مخه به نیسي اوپه خصوصي توگه یې په ایران غږ وکړو چې د وسله والو مالي مرسته دې پریږدي. هغه وویل د القاعده، د طالبانو او د نورو وسله والو ډلو ملاتړ دې ودرولی شي.

د ملگرو ملتونو جنرل اسمبلۍ ته د نهې، سه شنبې، په ورځ خپل تقریر کې، صدر ټرمپ وویل په افغانستان کې يې د طالبانو خلاف جنگ لپاره ضوابط بدل کړي دي. د افغانستان په لړ کې هغه تیره میاشت د جنگ ځپلي هیواد لپاره د خپل حکومت د نوي تگ لارې ذکر هم وکړو چې پکې طالبانو خلاف د جنگ زیاتولو او په هیواد کې د نورو امریکايي ځواکونو پرځای کولو لوظ شوی دی.

صدر ټرمپ وویل د القاعده، د طالبانو او نورو وسله والو ډلو ملاتړ دې ختم کړی شي. هغه د کوم هیواد نوم وانخیستلو خو د افغانستان لپاره په خپله نوي تگ لاره کې هغه د پاکستان په خصوصي توگه ذکر کړی و او د پاکستان نه یې غوښتلي و وسله والو د ملاتړ پخواني دریځ نه دې لاس په سر شي او په خپله خاوره دې د وسله والو پناه ځایونه ختم کړي.

صدر ټرمپ وویل په شام او په عراق کې د داعش خلاف مهمې گټې ترلاسه شوي دي. هغه د اردن، لبنان او د ترکي په خصوصي توگه ذکر وکړو چې په خپله خاوره يي په لویه شمیره کې د شام کډوالو ته سرپناه ورکړي ده.

صدر ټرمپ وویل په منځني ختیځ او په اسلامي نړۍ کې به امریکا د اتحادیانو سره په همکارۍ د هغه "اسلامي ترهگرۍ" مخه نیسی چې د "اسلامي تندلایتوب" په وجه راپاریږي.

د ترهگرۍ او د تندلاریتوب په لړ کې صدر ټرمپ د ایران لپاره انتهايي سخت ټکي استعمال کړل.

صدر ټرمپ د ایران واکداران د "خونړي ریژیم" او د "روگ" یا د بدمعاش حکومت په نومونو یاد کړل او وې ویل چې د ایران تر ټولو لوې صادرات "تشدد، خونریزي او انتشار دی."

صدر ټرمپ وویل ایران د وسله والو د ملاتړ د لارې په منځني ختیځ کې بې امني راپاروي، د شام صدر بشارالسد حمایت کوي، په یمن او شام کې خانه جنگۍ ته هوا ورکوي او د اسرائیل د تباه کولو دړکې کوي.

هغه خبرداری وکړو چې "د ایران حکومت دې د ترهگرۍ ملاتړ باید ختم کړي."

صدر ټرمپ ایران سره د شوي ایټمي معاهدې خپل مخالفت تکرار کړو او وې ویل ددې معاهدې په نتیجه کې به ایران بالاخر ایټمي وسلې ترلاسه کړی شي. هغه وویل دغه معاهده د امریکې دپاره د "شرم" سبب دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG