لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه به افریقا په فضا کې د موجود پولیو وایرس نه پاکه سیمه اعلان کړي


ای پي وايي د ډبلیو اېچ او په اعلامیه کې به افغانستان او پاکستان نه وي شامل ځکه چې دغه دواړه د دنیا یوازني ملکونه دي چې پولیو وایرس پکې موجود دی
ای پي وايي د ډبلیو اېچ او په اعلامیه کې به افغانستان او پاکستان نه وي شامل ځکه چې دغه دواړه د دنیا یوازني ملکونه دي چې پولیو وایرس پکې موجود دی

د تېرو څو لسیزو د هلو ځلو وروسته، د ملګرو ملتونو د صحت اداره ورلډ هېلت ارګنایزېشن به د افریقې براعظم په فضا کې د موجود پولیو وایرس نه پاکه سیمه اعلان کړي.

اېسوسي اېټېډپرېس خبري اداره وايي ډبلو اېچ او دغه اعلان د نهې، سه شنبې، په ورځ‌ کونکی دی.

ای پي وايي د ډبلیو اېچ او په اعلامیه کې به افغانستان او پاکستان نه وي شامل ځکه چې دغه دواړه ګاونډیان د دنیا یوازني ملکونه دي چې پولیو وایرس پکې موجود دی او د اوبو دلارې خپرېدونکي مرض د مخنیوي دپاره د وېکسین کمپېنونه د بې امنۍ او د صحت په کارکوونکو د حملو له امله د پېچیدګیو سره مخامخ کیږي.

سږ کال تر اوسه پورې په پاکستان کې د پولیو ۶۵ کېسونه رپورټ شوي دي، تېر کال دغه تعداد ۱۴۷ او په ۲۰۱۸ کې دا شمېره ۱۲ وه.

په افریقايي ملکونو کې د پولیو د خاتمې علان به په سیمه کې د پولیو ضد اداره اېفریکن ريجنل سرټېفیکشن کمشن فار پولیو اېرېډیکېشن پس له دې کوي چې په تېرو څلورو کلونو کې په براعظم کې د پولیو نوی کېس نه دی رپورټ شوی .

یو وخت وو چې پولیو به په افریقا کې هرکال قریباً ۷۵۰۰۰ ماشومان معزوره کول.

ای پي وايی د صحت مامورین په افریقا کې د پولیو د خاتمې دغه اعلان په داسې حال کې ښه خبر بولي چې په سیمه کې کرونا وبا خپره شوي ده، په غربي کانګو کې ایبولا او د خسرې وباګانې خپرېدي او د کلونو راهسې د سیمې خلک د اېچ ايی وي اېډز او د ټي بي مرضونو سره مخامخ دي. ډبلیو اېچ او وايي د چیچک پس پولیو دویم وایرس دی چې د افریقې څخه ختم کړی شوی دی.

په براعظم افریقا کې د پولیو ورستی کېس په نایجیریا کې په کال ۲۰۱۶ کې رپورټ شوی و.

ای پي وايي د ډبلیو اېچ او د اعلان دا مطلب نه دی چې افریقا د پولیو نه په مکمله توګه پاکه کړی شوه. د وېکسین د لارې کمزوری شوی وایرس به بیا هم موجود وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG