لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ملگري ملتونه: په یمن کې د سخت قحط خطر دی، په لویه شمېره کې خلک ژوند دلاسه ورکولی شي


په الحدیده کې خلک د خوراکي امداد ترلاسه کولو دپاره په قطار کې ولاړ دي

د ملگرو ملتونو د انساني امداد د څانگې مشرخبرداری کړی دی چې په یمن کې سخت قحط راتلونکی دی او د دې د لاسه په لویه کچه د انسانو د مرگونو خطر دی.

مارک لوکاک د جمعې په ورځ د ملگرو ملتونو امنیتي شورا یا سکیورټي کاونسل ته وویل چې په یمن کې امدادي کارکونکي د قحط خلاف جنگ بېلونکي دي. هغه زیاته کړه چې په تېرو څو هفتو کې حالات په سنگین ډول خراب شوې دي او که چېرې په دې پړاؤ په بېړنۍ توگه اقدامات ونشول نو د یمن گوټ گوټ کې به قحط غور شي او په لویه کچه به انسانان ژوند دلاسه ورکړي.

د تیر یو کال راهسې ملگري ملتونه په یمن کې د حالاتو د خرابیدو په اړه خبرداری کوي. ښاغلي لوکاک وویل د یمن خراب اقتصادي وضعیت هم حالات کړکیچن کړې دي.

په تېرو دوو کلونو کې په لکونو حکومتي کارکونکو ته تنخاگانې نه دي ورکړی شوی او په تیره یوه میاشت کې د یمن کرنسي ٣٠ فیصد غورځیدلې ده چې له امله یې د غربت او جنگ ځپلي هېواد حال نور هم خراب شوی دی.

مارک لوکاک وویل یمن د خوراک زیاتره شیان د بهر نه راغواړي او د کرنسۍ د غورځیدو په نتیجه کې د یمنیانو دپاره د خوراک بيي زیاتې شي او هغه خلک به زیات متاثر شي چې امداد ته رسايي نه لري.

ښاغلي لوکاک وویل امدادي کارکونکي اوس هم په ځینېو سیمو کې د قحط په رنگ حالات ویني ځکه چې هلته د خوراک د نه ترلاسه کېدو په وجه د ونو بوټو پاڼې خوري.

په موجوده وخت کې امدادي کارکونکي هره میاشت شا او خو دیشو لکو خلکو ته امداد ورکوي مارک لوکاک وویل غواړي چې د امداد ترلاسه کونکو خلکو شمېره اتیا لکو ته ورسوي. خو هغه زیاته کړه دا شمېره د مجموعي ضرورت مندو خلکو یوازې ډیره کمه برخه ده.

د ملگرو ملتونو د اندازې ترمخه اتلس میلین یمنیان خوراکي امداد ته اړتیا لري چې پکې اتوو مېلینو خلکو ته دا نه معلومیږي چې د بل وخت ډوډۍ به د کوم ځایه راځي.

په یمن کې د خوراک د کموالي یو سبب د بحیره احمر د ساحلي ښار الحودیده په شا او خوا کې په جنگ کې زیاتوالی هم دی.

الحدیده د یمن دپاره د ساه د رگ په توگه کارکوي. یمن د خپل خوراک نوي فیصد برخه او د دوایانو اویه فيصد برخه د بهر نه راغواړي او د ټول شیان د الحدیده بندر دلارې هیواد ته وروړل کیږي.

په الحدیده د تیرو دوو کلونو راهسې د هوثي باغیانو قبضه ده او د هوثیانو خلاف د سعودي عرب په مشرۍ کې ائتلاف الحدیده د نیولو دپاره جنگ تند کړی دی.

په نړیواله کچه په هوثیانو د وسلې د اخیستلو بندیز دی خو سعودي ائتلاف وايي د الحدیده بندر د لارې یمن ته وسله وروړي. هوثي باغیان دغه خبره ردوي.

مارک لوکاک د ملگرو ملتونو د امنیتي شورا یا سکیورټي کاونسل غړو ته وویل پکار ده چې د یمن ټول بندرونه د حرکت دپاره محفوظ او ازاد وساتل شي. هغه وویل د امدادي سامان د رسد نظام ډیر نازک دی او څه وخت هم بندیدی شي.

مارک لوکاک وویل د امداد دپاره دوه اشاریه شپږ ارب ډالر موجود دي، چې د امداد دپاره مناسب رقم دی. د امداد دغه پنگې ته سعودي عرب او متحده عرب اماراتو هم پېسې ورکړي، سره ددې چې دواړه هېوادونه په یمن کې د هوثیانو خلاف هوايي بمبارۍ کې هم برخه اخلي.

د سعودي عرب په مشرۍ کې پوځي ائتلاف د کال د ٢٠١٥ راهسې د یمن د حکومت په دفاع کې د هوثیانو خلاف بمباري کوي. د ملگرو ملتونو د اندازې ترمخه د کال ٢٠١٥ راهسې په یمن کې د لس زره نه زیات کسان وژل شوي دي. زیارته خلکو په هوايي بمبارۍ کې ژوند دلاسه ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG