لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملگرو ملتونو په ورستي هوايي بریدونو کې د ١۴ افغانانو د وژل کېدو تصدیق وکړو


په خپل بیان کې یوناما د افغانستان په جنگ کې ښکېلو ډلو غږ وکړو چې د جنګ په مهال دې د نړیوالو قوانینو احترام وکړي او د عامو خلکو خوندي توب دې په پام کې وساتي
په خپل بیان کې یوناما د افغانستان په جنگ کې ښکېلو ډلو غږ وکړو چې د جنګ په مهال دې د نړیوالو قوانینو احترام وکړي او د عامو خلکو خوندي توب دې په پام کې وساتي

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو دفتر خبرداری کړی دی چې د حکومتي ځواکونو په هوايي بریدونو کې د ولسي خلکو مرګ ژوبله مخ په زیاتېدو ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مشن، یوناما، د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل د ملکي تلفاتو ورستۍ پېښې په دوو ولایتونو کې رامنځته شوي، په جنوبي هلمند او په ختیځ کونړ کې، چرته چې ١۴ عادي افغانان وژل شوي. د یوناما ترمخه، په وژل شویو کسانو کې پنځه مېرمنې او اووه ماشومان وو.

په خپل بیان کې یوناما د افغانستان په جنگ کې ښکېلو ډلو غږ وکړو چې د جنګ په مهال دې د نړیوالو قوانینو احترام وکړي او د عامو خلکو خوندي توب دې په پام کې وساتي.

په افغانستان کې روانې جګړې په نژدیو ونیو کې زور نیولی دی او افغان ځواکونه او طالبان یو بل ته د سختو زیانونو اړولو دعوې کوي. د دواړو خواو په نښتو کې ګڼ شمیر عام وګړي وژل شوي او ژوبل شوي دي.

تیره میاشت یوناما په یو رپورټ کې وویل چې د سږ کال په لومړیو دریو میاشتو کې د افغان امنیتي ځواکونو او د دوی امریکايي او نړیوالو اتحادیانو په بریدونو کې د طالبانو او وسله والو نه زیات عادي افغانان وژل شوي دي.

د دغه رپورټ تر مخه د جنورۍ نه تر د مارچ پورې د افغان او ایتلافي پوځیانو په بریدونو کې ١٧٧٣ افغانانو ته مرګ ژوبله اوختې چې پکې ٥٨١ تنه وژل شوي دي. د یونامان په رپورټ کې وویل شو چې په دغه مرگونو کې ٣٠٥ په هوايي بریدونو کې شوې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG