لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي د طالبانو د داخله چارو وزیر سره ولیدل


رویټرز خبري اداره وايي د سراج الدین حقاني نوم د امریکې د تحقیقاتي ادارې اېف بي ايي د مطلوبو کسانو په فهرست کې شامل دی او د هغه په نیولو کې د مرستې په سر امریکې د 10 مېلین ډالرو انعام اعلان کړی دی
رویټرز خبري اداره وايي د سراج الدین حقاني نوم د امریکې د تحقیقاتي ادارې اېف بي ايي د مطلوبو کسانو په فهرست کې شامل دی او د هغه په نیولو کې د مرستې په سر امریکې د 10 مېلین ډالرو انعام اعلان کړی دی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نماینده دفتر مشرې ډېبرلاینز په کابل کې د طالبانو د د داخله چارو موقتي وزیر سراج الدین حقاني سره ولیدل.

رویټرز خبري اداره وايي د سراج الدین حقاني نوم د امریکې د تحقیقاتي ادارې اېف بي ايي د مطلوبو کسانو په فهرست کې شامل دی او د هغه په نیولو کې د مرستې په سر امریکې د 10 مېلین ډالرو انعام اعلان کړی دی.

د سراج الدین حقاني حقاني ډله د طالبانو د تحریک برخه ده چې رویټرز وايي په افغانستان کې د یو شمېر حملو الزام پې لګول شوی دی.

د رویټرز ترمخه د ډېبرا لاینز او د سراج الدین حقاني د ملاقات په اړه د طالبانو ترجمان سهیل شاهین په ټوېټر خپل پېغام کې وویل دواړو خواو د بشري امداد په موضوع خبرې وکړې.

شاهین وویل سراج الدین حقاني په دې خبره ټینګار وکړو چې د ملګرو ملتونو کارکوونکي خپلې هلې ځلې جاري ساتلی شي چې دا ډول افغان ولس ته بغیر د څه خنډ مرستې ورسول شي.

د سراج الدین حقاني او د پخواني صدر حامد کرزي د یو ملاقات تصویر
د سراج الدین حقاني او د پخواني صدر حامد کرزي د یو ملاقات تصویر

رویټرز په خپل رپورټ کې وايي افغانستان د سخت غربت او وشکالۍ سره مخامخ دی خو د طالبانو واک ته د رسېدو نه وروسته حالات نور هم خراب شوي دي، مرسته کوونکو افغانستان سره امداد ځنډولی دی، د حکومتي کارکوونکو په شمول په زرګونو کسان د ملک نه وتلي دي او اقتصادي هلې ځلې ودرېدلي دي.

د ملګرو ملتونو مشر اېنټونیو ګوټېرېس دا هفته یو نړیوال کانفرنس ته وویل افغانان دا وخت تر ټولو خطرناک وخت سره مخامخ دي.

د سراج الدین حقاني سره د مېرمن لاینز د کتنې په اړه یوناما وویل مېرمن لاینز د دې خبرې په ضرورت ټینګار وکړو چې د ملګرو ملتونو او نورو امدادي ادارو ټولو کارکوونکو ته دې په افغانستان کې بغیر د ویرې د کار کوولو موقع ورکړی شي چې دا ډول افغانانو ته مرستې ورسولی شي.

د سراج الدین حقاني سره د مېرمن لاينز د ملاقات په اړه د طالبانو ترجمان سهېل شاهین په خپل ټېوېټر پېغام کې وویل چې ډېبرا لاینز ښاغلي حقاني ته وویل "مونږ چې ستانه څه واورېدل ستا په ضد په تېرو شلو کلونو کې د شوي پروپګېنډې نفي کوي او مثبت پېغام وړاندې کوي."

یوناما د دې خبري تصدیق نه کړی چی ایا مېرمن لاینز دغه خبره کړې ده او که نا کومه چې سهېل شاهین په خپل ټوېټر کې کړې ده؟

رویترز په خپل رپورټ کې وايي چې په افغانستان کې د امریکې د پوځي عملیاتو په مهال طالبانو په وار وار ملګري ملتونه په هدف کړي وو.

رپورټ وايي د 2009 په یوه پېښه کې طالب وسله والو په کابل کې په یوه مهمان خانه حمله کې د ملګرو ملتونو پنېځه کارکوونکي ووژل.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG