لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چین پاکستان تجارتي منصوبې ټولې ګټې چین وړي: یو اېن ډي پي


الیاس خان

د ملګرو ملتونو د پرمختیا ادارې(یو- اېن- ډي –پي) او د پاکستان د منصوبه بندۍ قامي کمېشن په خپل یو رپوټ کې ویلي د سي پیک نه د زیاتو ګټو لپاره پاکستان باید د چین سره خپلو تجارتي پالیسیو ته کتنه وکړي.

د دغه رپورټ تر مخه د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ په روانو منصوبو کې ټولې ګټې چین ته رسي او پاکستان د دغې هیڅ قسمه ګټه نه شي ترلاسه کولی.

رپوټ زیاتوي که چرې پاکستان په دغه لویه منصوبه کې ۱ سلنه تجارت هم ترلاسه کړي نو د کال په سر ورته په بیلینونو ډالره ګټه ورسیږي.

په رپوټ کې د پاکستان حکومت ته ویل شوي چې د مارچ په میاشت کې د سي پیک منصوبې په سر چین سره کیدونکي غونډې او لوظنامو یا تړونونو کې دېد پاکستان لپاره د اوږدې مودې پالیسۍ تیارې شي چې دغه هیواد ته يې ګټې ورسي.

د پاکستان پلاننګ کمیشن او یو اېن ډي پي په دغه رپورټ کې د پاکستان حکومت ته وړاندیز شوی د خپلو سامانونو لپاره دې منډۍ پیدا کړي، وروستو پاتې سېمې دې د سي پیک لوې لارې سره یو ځاې کړي او دغه هیواد دې خپلو وړو صنعوتونو ته وده ورکړي.

د پاکستان وړې صوبې بیا ګیله لري سي پیک منصوبه کې زیاتې ګټې د پاکستان لوې صوبې پنجاب ته وړل شوي او وړې صوبې په دغه لویه پروژه کې یوې ډډې ته کړی شوي.

د پښتونخوا اولسي تحریک مشر ډاکټر سید عالم مسید وي او ای ډیوه ته ویلي دغه چغې مونږ د پخوا راهسې وهو خو څوک مو غږ نه اوري. د اقتصادي چارو خبریال او څیړونکي فدا حسین په دغه تازه رپورټ خپل غبرګون کې ویلي پاکستان د دغه لوې منصوبې نه هغه ګټې نه دي ترلاسه کړي کومې چې پکار وې.

د ملګرو ملتونو د پرمختیا ادارې او پاکستان پلاننګ کمېشن په دغه رپورټ د ډاکټر سید عالم مسید او فدا حسین خبرې په لاندیني لنک اوریدی شئ.

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:25 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG