لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملگرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ عمومي بحث سبا شروع کیږي


په دغه غونډه کې به په ملگرو ملتونو کې د امریکې استازي نیکي هیلي هم گډون وکړه
په دغه غونډه کې به په ملگرو ملتونو کې د امریکې استازي نیکي هیلي هم گډون وکړه

د ملگرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ یا د عمومي شورا په غونډه کې د غړو هیوادونو د سر مشرانو عمومي بحثونه د نهې، سه شنبې، په ورځ د ادارې په مرکزي دفتر نیویارک کی شروع کیږي. ټاکل شوي ده چې د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ او د افغانستان صدر اشرف غني به هم په وړمبۍ ورځ غونډې ته وینا کوي.

صدر ټرمپ به د گل، دوشنبې، په ورځ د ملگرو ملتونو په مرکزي دفتر کې په اداره کې د اصلاحاتو، د ادارې په اخراجاتو کې د کمي او په نړي واله کچه د ادارې فعالیت بهتر کولو په موضوع غونډه کې شرکت وکړو. په دغه غونډه کې به په ملگرو ملتونو کې د امریکې استازي نیکي هیلي هم گډون وکړو.

د اتوار، یکشنبې، په ورځ د امریکې سي این این ټیلي وژن سره مرکه کې نیکي هیلي وویل د ١٩٣ غړو هیوادونو اداره ملگري ملتونه د اصلاحاتو په لوري روانه ده.

د صدارتي امیدوار په توگه ډانلډ ټرمپ به په ملگرو ملتونو ټکونه کول او ویل به یې چې ملگري ملتونه نه د جمهوریت، ازادۍ او نه د امریکې ملگري ده.

خو د صدر په حیث، ډانلډ ټرمپ ویلي ملگري ملتونه ډیر صلاحیتونه لري. هغه به د نهې، سه شنبې، په ورځ د عمومي بحث په وړمبۍ ورځ د جنرل اسمبلۍ غونډې ته وینا کوي.

د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي به د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د ملگرو ملتونو عمومي غونډه ته خپله وینا کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG