لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ملگري ملتونه: سعودي مېرمن چې وايي په هېواد کې به ووژل شي، محفوظه ده


مېرمن القنون د خالي، شنبې، په ورځ د کویت څخه تاي لېنډ ته رسېدلې وه او د هوايي اډې د یو هوټل په کوټه کې ځان بند کړو او په انټر نېټ د وډیو دلارې یې وویل چې اسټریلیا ته تگ غواړي

د ملگرو ملتونو د کډوالو ادارې یو این اېچ سي ار ویلي هغه سعودي مېرمن چې د هېواد نه بهر سیاسي پناه غواړي او وايي چې ملک کې به یې کورنۍ ووژني، په تايي لېنډ کې په محفوظ ځای کې ده. ادارې وویل د سیاسي پناه دپاره د مېرمن رهف محمد القنون په خواست کار پېل کړی شوی دی.

د ملگرو ملتونو ترجمان بابر بلوچ وي او ای ته وویل رهف محمد القنون د تايي لینډ سرښار بنگکاک کې د هوايي اډې نه محفوظ مقام ته منتقل کړی شوې ده.

بابر بلوچ وویل چې د تايي لېنډ مامورینو ورسته باور ورکړی دی چې مېرمن القنون به بېرته سعودي عرب ته نه لېږي.

القنون ویلي په اسټریلیا، برطانیه او یا په کېنډا کې سیاسي پناه غواړي.

مېرمن القنون د خالي، شنبې، په ورځ د کویت څخه تاي لېنډ ته رسېدلې وه او د هوايي اډې د یو هوټل په کوټه کې ځان بند کړو او په انټر نېټ د وډیو دلارې یې وویل چې اسټریلیا ته تگ غواړي.

په انټرنېټ وډیو کې مېرمن القنون وویل "ځما کورنۍ ډیره سخته ده او د ویښتو په پرېکولو یې زه شپږ میاشتې په کوټه کې بنده کړې وم. زه ١٠٠ فیصد یقین لرم چې د سعودي جیل نه په وتلو به مې (کورن() ووژني."

په یو بل وډیو کې هغه لیدل کېده چې د هوټل په کوټه کې گرځي او وايي "زه ژوند کول غواړم."

په هوايي اډه د ایساریدو په وخت مېرمن القنون د ملگرو ملتونو د چارواکو سره د ملاقات غوښتنه وکړه.

د گل، دوشنبې، په ورځ د تايي لېنډ د امېگریشن یا مهاجرت پولیس مشر خبریالانو ته وویل رهف محمد القنون د ملگرو ملتونو د کډوالو ادارې یا یو این ایچ سي ار ته سپارل شوي ده. هغه وویل مېرمن القنون به په زور سعودي عرب ته نه لیږي.

اتلس کلنه مېرمن القنون د خپلې کورنۍ سره کویت ته تللي وه او د هغه ځای څخه یې ځان د خالي یا شنبې، په ورځ تايي لېنډ ته ورسولو.

تايي مامورینو مېرمن القنون ته په هېواد کې د داخلېدو اجازت نه ورکولو ځکه چې د هغې سره نه پېسې او نه هم سفري دستاویزات نه وو. هغه وویل سعودي او کویتي چارواکو ترې دستاویزات اخېستې دي. د انساني حقونو ادارې هیومن رایټس واچ د مېرمن القنون ددغه خبرې تصدیق کړی دی.

د هیومن رایټس واچ د منځني خیتځ مسول ماېکل پېج وویل تايي مامورین باند مېرمن القنون ته اسټریلیا ته د تگ اجازت ورکړي.

مایکل پېج په سعودي او کویتي مامورینو غږ وکړو چې رهف محمد القنون دې بیرته سعودي عرب ته نه ستنوي.

د انساني حقونو کارکونکي وايي سعودي عرب کې مېرمنې ډیر حقونه نه لري او د کورنۍ د نارینه غړي د بدرگې بغیر سفر هم نشي کولی.

په کال ٢٠١٧ کې سعودي میرمن دینا فلپېینز ته لاړه. په هوايي اډه د یو چارواکې په وینا د هغې لاس او پښې تړلې وې او خله یې بنده کړی شوي وه.

د انساني حقونو فعالان وايي مېرمن دینا بیا نه ده لیدل شوي.

XS
SM
MD
LG