لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملگري ملتونه: په افغانستان کې دوه میلیون ماشومان وچکالۍ اغیزمن کړي


يونیسیف تېر کال هم په افغانستان کې د پنځه لکه ماشومانو د وچکالۍ له کبله د سخت زیانمن کېدو راپور ورکړی و
يونیسیف تېر کال هم په افغانستان کې د پنځه لکه ماشومانو د وچکالۍ له کبله د سخت زیانمن کېدو راپور ورکړی و

د ملګروملتونو د ماشومانو ادارې "یونیسف" په خپل نوي راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د وچکالۍ او خوارځواکۍ شا اوخوا دوه میلیون ماشومان او نیم میلیون میندواره میندې له خطر سره مخ کړي دي.

په دغو دوو ميلیونو ماشومانو کې شپږ لکه د سختې خوارځواکۍ یا د مناسب خوراک د کمي څخه اغېزمنه شوي.

راپور وايي په دې هېواد کې لاهم د تغذیې وضعیت په خطرناک حالت کې دی.

دې سازمان ویلي، په وروستیو کلونو کې د باران کم ورښت، د خوړو او د څښاک وړ اوبو کموالی په ماشومانو کې د خوارځواکۍ زیاتېدو لامل شوی.

يونیسیف تېر کال هم په افغانستان کې د پنځه لکه ماشومانو د وچکالۍ له کبله د سخت زیانمن کېدو راپور ورکړی و.

د وچکالۍ له کبله د افغانستان ۲۲ ولایتونه اغیزمن شوي چې پکې یو میلیون اوسیدونکو ژوند یې د خطر سره مخ کړی.

راپور زیاتوي چې په دغو ولایتونو کې په ماشومانو کې د خوارځواکۍ کچه له پخوا راهسې لوړه وه او خوړو او پاکو اوبو کمی کولای شي په دې ولایتونو کې وضعیت لا نورخراب کړي.

يونیسف وايي د افغانستان دولس ولایتونه په جدي ډول له وچکالۍ څخه زیانمن شوي دي.

یونیسیف پلان لري سږ کال چې لږتر لږه د ۲۷۵۰۰۰ ماشومانو ژوند وژغوري. نوموړې ادارې له نړیوالې ټولنې شاوخوا د اووه میلیونو ډالرو د مرستې غوښتنه کړې ده خو که دا مرستې يې تر لاسه نه کړې نو خپل پلان نه شي عملي کولای.

يونیسف وايي دغه مرستې پکار دي زر تر زره وشي ځکه چې په راتلونکو میاشتو کې دوه میلیونه نور خلک هم د وچکالۍ څخه اغیزمن کیداې شي.

تیر کال د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وییلي وو چې افغان حکومت د اوچکالۍ د منفي اغیز د مخنیوي لپاره بیړنۍ پلان جوړ کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG