لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان اوچکالۍ ځپلي ولایتونه بېړني کومک ته اړتیا لري، ملگري ملتونه وايي


په دې فایل تصویر کې د هېواد دننه د اوچکالۍ دلاسه د بې کوره شوو خلکو یو کېمپ لیدل کیږي
په دې فایل تصویر کې د هېواد دننه د اوچکالۍ دلاسه د بې کوره شوو خلکو یو کېمپ لیدل کیږي

د ملګروملتونو د ماشومانو اداره "یونیسف" په خپل نوي راپور کې ویلي چې په افغانستان کې پنځه لکه ماشومان د وچکالۍ له کبله سخت زیانمن شوي دي.

د وچکالۍ له کبله د افغانستان ۲۲ ولایتونه اغیزمن شوي چې په کې د یو میلیون اوسیدونکو ژوند یې د خطر سره مخ کړی.

نوموړې ادارې له نړیوالې ټولنې شاوخوا سل میلیونو ډالرو د مرستې غوښتنه کړې ده.

يونیسف وايي دغه مرستې پکار دي زر تر زره وشي ځکه چې په راتلونکو میاشتو کې دوه میلیونه نور خلک هم د وچکالۍ څخه اغیزمن کیداې شي.

راپور زیاتوي چې په اغیزمنو ولایتونو کې په ماشومانو کې د خوارځواکۍ کچه له پخوا راهېسې لوړه وه او خوړو او پاکو اوبو کمی کولای شي په دې ولایتونو کې وضعیت لا نورخراب کړي.

يونیسف وايي د افغانستان دولس ولایتونه په جدي ډول له وچکالۍ څخه زیانمن شوي دي.

د افغانستان د کرهڼې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن د سه شنبې په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل، چې افغان حکومت د اوچکالۍ د منفي اغیز د مخنیوي لپاره دوه میاشتنی بیړنۍ پلان جوړ کړی دی.

یونیسف ویاند وايي، دا اداره د خپلو ملاتړو ادارو په مرسته لومړۍ غواړي، چې په سمدستي توګه د ۹۲ زره او اته زره او پنځه سوو امیدوارو ښځو سره مرستې وکړې د کومو ژوند چې په خطر کې دی.

همداشان دغې ادارې اټکل کړی چې سږکال به ۸۷۵ زره ماشومان له دریو میاشتو ترشپږو میاشتو پورې روغتیايي پاملرنې او اوبو ته اړتیا ولري.

دا اداره وايي، د دې خلکو د ستونزو حلولو لپاره لس میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG