لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوکرېن په کړکېچ غونډه کوي


د ګل، دوشنبې، په ورځ د ملګرو ملتونو غونډه د شخړې هواري او د یوې سفارتي لارې د موندلو په لړ کې د خبرو وروستی پړاو دی

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ګل، دوشنبې، په ورځ په یوه غونډه کې د روسیې او اوکراین د پولې په اوږدو کې د کړکیچ په اړه بحث کوي.

امریکا غواړي چې په سیمه کې د روسیې لخوا د اوکراین سره په پوله د یو لاک څخه د زیاتو سرتیرو ځای پرځای کولو او د سیمې بې ثباته کولو د ګامونو په اړه ځواب ترلاسه کړي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې لینډا ټوماس-ګرینفیلډ د یکشنبې یا اتوار په ورځ د اې بي سي"دا اونۍ" خپرونه کې وویل چې د امنیت شورا به په روسیې فشار راوړي ترڅو د خپلو ځای پر ځای شوو سرتیرو وضاحت ورکړي.

روسیې د امریکا دغه اقدام رد کړ او په ملګرو ملتونو کې يې مرستیال سفیر دیمیتري پولینسکي دغه غونډه د سیاسي اړیکو د پرمختګ په لار کې یو خنډ وباله.

روسیه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پنځو دایمي غړو څخه ده او کولی شي د روسیې په وړاندې د شورا لخوا د هر ډول مجازاتو عمل مخنیوي لپاره خپل ویټو ځواک وکاروي.

د ګل، دوشنبې، په ورځ د ملګرو ملتونو غونډه د شخړې هواري او د یوې سفارتي لارې د موندلو په لړ کې د خبرو وروستی پړاو دی.

امریکا خبرداری کړی چې که چېرې روسیه پر اوکراین برید وکړي، سخت اقتصادي بندیزونه به پرېولګوي او د روسیې هغه غوښتنې یې رد کړې چې د شمالي اټلانتیک د تړون سازمان له ختیځې اروپا څخه ځواکونه وباسي او د اوکراین په اتحاد کې د شاملیدو مخه ونیسي.

د امریکا د سنا یا سېنټ د بهرنیو اړیکو کمیټۍ دوه مهم قانون جوړونکي ډیموکراتیک مشر رابرټ مینینډیز او لوړپوړي ریپلیکن جیمز ریش، سي اېن اېن ته وویل چې دوي د بندیزونو په اړه دوه اړخیزې موافقې ته نږدې شوي دي او د دوي په وینا چې که روسیې پر اوکراین برید وکړ نو دا بندیزونه به د روسیې اقتصاد مات کړي.

د نېټو سېکټري جنرل ینس سټولټنبرګ د اتوار/یکشنبې په ورځ وویل که چېرته روس په خپل ګاونډي ملک یوکرین باندې حمله وکړي، د نېټو مغربي پوځي اتحاد یوکرین ته د خپلو عسکرو د لېږلو نیت نلري. په همدې حال کې ماسکو غواړي په دې حقله لا نور وضاحت ورکړل شي چې نېټو په ختیځ یورپ کې هو به هو د څه ډول امنیتي اقداماتو د عملي کولو پلان لري.

په داسې حال کې چې روس د یوکرین ختیځ سرحد ته نږدې څه دپاسه یو لاکهـ پوځیان راغونډ کړي او په یوکرین باندې د روس د یو ناڅاپه حملې وېره پیدا شوې ده، نېټو په هغو اتحادي ملکونو کې خپل چې روس سره په سرحد کې پراته دي، خپل پوځي موجودیت کې اضافه راوستې ده.

د امریکا په ګډون ډیری هیوادونو د کییف حکومت ته وسلې لیږلي ترڅو د ځان دفاع وکړي.

همداراز د برتانیا وزیراعظم بورېس جانسن په پام کې ده چې په روانه اونۍ کې سیمې ته سفر وکړي او پلان لري چې له پوټین سره د ټلېفون له لارې خبرې وکړي.


XS
SM
MD
LG