لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا په یو ښار کې په یوه شپه کې اتلس کسان په ګولیو ویشتل شوي


د امریکا د اوهایو ریاست چارواکي وایي چې د خالي او اتوار ورځو ترمنځ د شپې له طرفه د سېنسېناټي ښار په بېلابېلو برخو کې د ګولیو ډزې شوي چې له امله یې کم از کم اتلس (۱۸) تنه په ګولیو لګېدلي چې د هغو له جملې نه څلور تنان یې وژل شوي دي.

پولیسو په اوله پېښه کې د شپې په دوولس نیمو بجو، یو ځوان چې یوویشت کاله یې عمر درلود، په ډزو ویشتل شوی زخمي پیدا کړ، خو هغه هسپتال ته په رسېدو سا ورکړه. ورپسې درې تنه نور چې هغوی هم ویشتل شوي و، هسپتال ته منتقل کړی شول.

قریب دوه ګنټې پس له هغه، پولیسو ته خبر ورسېد چې د سېنسېناټي ښار په یوه بله برخه کې هم ډزې شوي دي او لس تنه پکې ویشتل شوي دي.

د دې نه علاوه، په همدې شپه د ښار په یوې بلې برخې کې درې تنه په ګولیو وویشتل شول.

ځایي رسنیو رپوټ ورکړی چې دا ټولې ډزې، د یوې نه واخله تر یوې نیمې ګېنټې (ساعتونو) پورې شوي دي، مګر با وجود دې د ځایي پولیسو د یو مشر په وینا، داسې ښکاري چې دا جدا جدا پېښې وې او سره تړاو یې نه درلود.

چارواکو تر اوسه د ډزو د دغو پېښو د ملزم یا ملزمینو په اړه هم، فوري څه ندي وي.

د پولیسو یو مشر خبریالانو ته وویل، "دا د سېنسېناټي ښار یوه خورا د تشدده ډکه شپه وه. دا چې ولې داسې څه پېښ شوي، دا به څېړل کیږي."

د سېنسېناټي ښار د پولیسو مشر وروسته وویل چې د تشدد دومره لویه کچه د زغم وړ نده. هغه د سېنسېناټي ښار په ټولو اوسېدونکو غږ وکړ چې د تشدد په خلاف دې ودریږي، او زیاته یې کړه، "مونږ ته په کار نده چې آرام کښینو او ووایو چې د وسله وال تشدد خلاف څه نشو کولی. مونږ ټولو ته یوه اخلاقي وجیبه دا ده چې تشدد ختم کړو."

د انکوایرر ورځپاڼې په جولائي میاشت کې رپوټ ورکړ چې د اوهایو په سېنسېناټي ښار کې د سږ کال په اولو شپږو میاشتو کې وسله والې شخړې یا ډزې د تېر کال د اولو شپږو میاشتو په نسبت زیاتې شوي دي.

ځایي چارواکو بیا په خلکو غږ کړی چې په خپل منځي شخړو کې دې د وسلو نه کار نه اخلي او دا روایات دې ختم کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG