لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکايي رپورټ په افغانستان کې د انساني حقونو د یو شمیر ستونزو ذکر کړی


په کال ٢٠١۴ کې په کندز کې د یوې حملې منظر

د امریکې خارجه وزارت په نړۍ کې د انساني حقونو په اړه په خپل کلیز رپورټ کې په افغانستان کې د یو شمیر ستونزو ذکر کړی دی چې پکې تشدد او د طالبانو د حملو، د قانون سرغړونه، اداري فساد، په مېرمنو، هم جنس پرستانو او خبریالانو د تشدد په رنگ مسلې شاملې دي.

د کال ٢٠١٨ په اړه د خارجه وزارت یا سټیټ ډپارټمنټ دغه رپورټ د شورو، چهارشنبې، په ورځ شائع شوی دی.

د سټېټ ډپارټمنټ په پورټ کې د افغانستان ترڅنگ په پاکستان، ایران، چین او د نړۍ یو شمیر نورو هېوادونو کې د انسانی حقونو صورتحال ته کتنه شوې ده.

په رپورټ کې وېل شوي چې په ځینو موقعو افغان امنیتي ځواکونه هم په بې قانونیو کې ککړ موندل شوې دي.

د سټېټ ډپارټمن د رپورټ په اړه افغان حکومت وویل امنیتي ځواکونه یې د قانون دلاندې خپله دنده ترسره کوي. صدارتي ترجمان شاه حسین مرتضاوي د وي او ای اشنا څانگې ته وویل افغان امنیتي ځواکونه د نړیوالو قوانینو په وچوکاټ کې دننه خپل فعالیتونه کوي.

طالبانو هم په امریکايي رپورټ خپل دریځ څرگند کړی او هم په امریکا یې د سرغړونو تور لگولی.

د امریکې د سټیټ ډپارټمنټ رپورټ کې ویل شوې د افغانستان د پارلېمنټ انتخاباتو په مختلفو وجوهاتو د کال ٢٠١٥ نه تر د ٢٠١٨ پورې وځنډېدل. رپوټ وايي که څه هم په انتخاباتو کې د ولس د شرکت شرح زیاته وه خو د انتخاباتو په موقع د تشدد پېښې، تېکنیکي مشکلات، بې قاعدگۍ، د ووټرانو د ویرولو پېښې، درغلي او د مداخلت واقعات شوي وو او په ځینو موقعو خو د ځايي مشرانو د فشار له امله پولنگ سټېشنې د وخت نه وړاندې تړل شوې وې.

رپورټ وايي د افغانستان د امریکې پلوه حکومت د امنیتي ځواکونو د لاسه د خلکو د عدالت پرته وژل کېدل، تشدد، د خلکو بې دریغه نیول کېدل، په حکومت کې اداري فساد، د احتساب نشت والي، د مېرمنو خلاف د تشدد تحقیقات نه کېدل، د هم جنس پرستانو او نرښځانو او د خبریالانو خلاف د تشدد په رنگ د انساني حقونو مسایل په افغانستان کې رپورټ شوې دي.

په پراخه کچه د قانون سرغړونه او د ذمه وارو چارواکو خلاف د اقدماتو نیشت والی "سنجیده مسلې وې" او حکومت د اړونده چارواکو خلاف په موثره توگه په اقدماتو کې ناکامه و.

رپورټ وايي په کال ٢٠١٨ کې هم مسلح ډلو او هدفي "قاتلانو" چې د ځېنو تعلق د حکومت سره تړلو خلکو سره و، په ملکي خلکو یې حملې وکړې او طالبانو او نورو ډلو د بمونو، ځانمرگي حمله کونکو، راکټونو، د خلکو د بې درکۍ او د تشدد دلارې نه یوازې امنیتي ځواکونه بلکې عام ولس په "ناتاره" د وژلو لړۍ جاري وساتله.

رپورټ وايي په افغانستان کې د ملگرو ملتونو دفتر یوناما وايي د تېر کال په لومړو نهه میاشتو کې د ملکي تلفاتو ٦٥ برخه د حکومت مخالف ډلو دلاسه وشوه. رپورټ وايي طالبانو او د داعش خراسان څانگې د جگړې او ځانمرگي حملو دپاره ماشومان جلب کړي وو.

رپورټ وايي که څه هم د افغانستان اساسي قانون د تشدد مخنیوی کوي خو حکومتي مامورین، امنیتي ځواکونه، زندانونه او پولیس د دغه قانونو سرغړونې کړې دي.

په رپورټ کې د طالبانو د سزاگانو ذکر هم شوی دی او د افغانستان د انساني حقونو خپلواکه کمیشن په حواله د امریکې د خارجه وزارت رپورټ وايي د طالبانو د عدالتونو په امر د خکلو سرونه پریکړی شوي او خلکو ته د سنگسارۍ سزاگانې ورکړی شوې دي. رپورټ د مطبوعاتي خبرونو په اساس وايي طالبانو د سر پل په کوهستان ولسوالۍ کې یو تن د زنا په تور سنگسار کړو هم دغه رنگ داعش د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې د یو ١٢ کلن هلک سر غوڅ کړو.

رپورټ وايي د افغانستان قانون غوښتنه کوي چې په اداري فساد کې ککړو چارواکي دې محاکمه کړی شي خو "حکومت دا قانون په موثره توگه نه دی عملي کړی." رپورټ وايي په ټولنه کې اداری فساد په "پراخه" کچه موجود و او د پوځ، د نړیوالو مرسته کونکو ادارو او د مخدره موادو د قاچاق نه ترلاسه شویو پېسو بهیر حالات نور هم خراب کړي وو.

په رپورټ کې په تعمیراتي مد کې د شفافیت په اړه د یوې ادارې د کنسټرکشن سېکټر ټرانسپېرنسي اېنیشییټیو د څرگندونو ذکر شوی دی چې وايي په تېرو ١٥ کلونو کې د بنیادي اسانتیاو ډیرې حکومتي پروژې د قانوني چوکاټ نه دې تېرې کړی شوي او قراردادونه یې د خوښې په بنیاد ورکړی شوې دي. ادارې ویلي د دې عمل دلارې د اربو ډالرو نقصان شوی دی.

طالبانو په یو بیان کې د امریکې د خارجه وزارت په رپورټ خپل دریځ کې وویل امریکايي رپورټ د حقیقت سره سم نه دی. د طالبانو بیان وویل حقیقت خو دا دی چې امریکا یو ایشغالگر او نیغ په نیغه په بشري جرمونو کې ککړ هېواد دی. د طالبانو بیان وویل امریکې خپله دا خبره کړې ده چې تېر کال یې ٧٠٠٠ بمونه په افغانستان کې استعمال کړې دي چې د طالبانو په وینا زیاتره پکې مېرمنې او ماشومان ځپل شوې دي.

امریکايي رپورټ کې د پاکستان او په خصوصي توگه هلته د پښتون ژغورنې غورځنگ ذکر شوی دی. رپورټ وايي چې پاکستان دانصاف دغوښتنې دپاره راپورته شوي دپښتون ژغورنې غورځنګ پلویان ځورولي اؤ دهغوئ د حوصلو ماتولو هڅه یې کړې ده.

دامریکا دبهرنیو چارو محکمې دچهارشنبې په ورځ په ټوله نړۍ کې دبشري حقونو دوضعيت په کانګریس ته په وړاندې کړل شوي خپل يو راپور کې ويلي چې دپاکستان امنیتي ځواکونو په شکمنو مقابلو کې دعدالت نه پشي شا وژنې کړي اؤ دنقیب مسید په وژنه تورن راؤ انوار له نیول کیدو وروسته په ضمانت خوشې کړل شوی دی.

د راپور د جزئیاتو له مخې د کال ٢٠١٨م په مهال دپښتون ژغورنې غورځنګ يا پي ټي ايم خپل اکثریتي پښتانه پلويان دانصاف دغوښتنې او دامنيتي ځواکونو د ناروا چلن په ضد په پرلت غځولو کې دګډون لپاره چمتو کړل.

XS
SM
MD
LG