لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا لپاره کارکونکو افغانانو ته د اضافي خصوصي ویزو هرکلی شوی


د نړیوالې ژغورني کمټۍ ( انټرنیشنل ریسکو کمیټې یا آیې آر سي) د افغانستان لپاره د امریکا خصوصي ویزو فیصله ستایلې ده.

په یو بیان کې ادارې ویلي د امریکا د پارلیمان د آرمډ سروسز کميټۍ افغانستان لپاره په کال ٢٠١٨م کی د مهاجرت د ٣٥٠٠ خصوصي ویزو منظوري ورکړي.

دغه فیصله د امریکا قانون نیشنل ډیفنس اتهارټي ایکټ د لاندي شوي ده.

اودغه ویزی به هغه افغانانو ته ورکولوې شي چې په دغه جنګ ځپلي هیواد کی د امریکايي ادارو سره کار کوي او په خپل هیواد کی ورته وس ژوند تیرول ګران وي.

د یو رپورټ تر مخه کال ٢٠١٧م کی ورکړی شوي د مهاجرت خصوصي ویزو کی لږ تر لږه ۴٠ فیصده ویزی هغه کسانو ته ورکړی شوي وې چې د آیې آر سي سره به یې کار کولو.

آیې آر سي خپل یو بیان کی ویلی مونږ لپاره دا دفخر خبره ده چې مونږ دغه کورنو سره مرستې اوکړو، دوي ته روزګار پیدا کړو، دا دوي ماشومان ښه سکولونو کی سبق ووایي او دوي په نوي ټولنه کی محفوظ ژوند تیر کړي.

دغه بیان کی د پارلیمان آرمډ کمیټی چیرمین سینټر میکن، سینټر شاهین، سینټر ټیلز، سینټر بلومینتل او په ایوان نمایندګان کی د آرمډ کميټې مشر تهونبری ، ايډم سمت ، کنزګر، مولټن په خصوصی توګه مننه کړی چاچي د غه خلکو ژوند د حفاظت لپاره ګامونه اغستي.

آیې آر سي پارلیمان غړو اوکړو چې امریکا هغه لوظ دې هم عملی کړی چې سږ کال به پنځه څلویښت زره (۴٥٠٠٠) مهاجرینو ته امریکا کی ځايي ورکولې کیږي.

آیې آر سي یو نړیواله اداره چي څلویښت هیوادنو کی د جنګ زپلي خلکو لپاره د صحت، تعلیم، اقتصاد لپاره کار کوي. دغه اداره په کال ١٩٣٣م کی آلبرټ آين سټاین په مشرې کی جوړه کړی شوي وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG