لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په قطر کې د امریکې او د طالبانو د خبرو ورستی دور شوی


ټاکل شوي وه چې د امریکې او د طالبانو خبرې به پاکستان ته د زلمي خلیلزاد د سفر په مهال په پاکستان کې کېږي خو د سرچینو ترمخه طالبانو پاکستان ته د تگ نه انکار وکړو
ټاکل شوي وه چې د امریکې او د طالبانو خبرې به پاکستان ته د زلمي خلیلزاد د سفر په مهال په پاکستان کې کېږي خو د سرچینو ترمخه طالبانو پاکستان ته د تگ نه انکار وکړو

د افغانستان وسله والو طالبانو او امریکايي استازو په قطر کې د گل، دوشنبې، په ورځ د سولې د خبرو ورستی دور پېل کړو.

د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد وویل طالبان ځکه خبرو ته کښېناستل چې امریکایان د افغانستان د انخلا او د افغانستان خاوره په اینده کې د نورو ملکونو خلاف نه استعمالېدو په موضوع خبرو ته راضي شول.

مجاهد وویل د فریقنو ترمنځ په دوحه کې مذاکرات به د نهې، سه شنبې، په ورځ هم دوام لري.

طالب ترجمان وویل د طالبانو سره خبرو کې د امریکايي ډلې مشري په افغانستان کې د سولې دپاره د امریکې خاص استازی زلمی خلیلزاد کوي.

په دوحه کې د خبرو په اړه امریکايي مامورینو په سمدستي توگه څه نه دي ویلي.

ټاکل شوي وه چې د امریکې او د طالبانو خبرې به پاکستان ته د زلمي خلیلزاد د سفر په مهال په پاکستان کې کېږي خو د سرچینو ترمخه طالبانو پاکستان ته د تگ نه انکار وکړو او دا شرط یې وړاندې کړو چې ترڅو امریکایانو د افغانستان نه د انخلا په پلان خبرو ته تیار نشي طالبان به په مذاکراتو کې برخه نه انخلي.

د دغه غیر یقیني صورتحال په بنیاد داسې ښکاریده چې گنې د امریکې او د طالبانو مذاکرات به دناکامۍ سره مخامخ شي.

خو د امریکې د سنېټ غړي لنډسی گراهم دا تاثر رد کړو چې گنې د امریکې او د طالبانو خبرې د ځنډ سره مخامخ دي. سنېټر گراهم په افغانستان کې د سولې دپاره د پاکستان د کوښښونو ستاینه وکړه.

د واک ریپبلېکن پارټۍ سنېټر گراهم د صدر ډانلډ ټرمپ سره نژدې گڼل کیږي او د اتوار، یکشنبې، په ورځ یې د اسلام اباد یوه ورځنۍ دوره وکړه.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان سره د ملاقات وروسته، سنېټر گراهم وویل عمران خان به زر یو گټه ورپېغام خپروي. امریکايي سنېټر په دې اړه تفصیل وړاندې نه کړو.

په قطر کې د امریکې او د طالبانو د خبرو ورستی پړاؤ په داسې حال کې وشو چې عمران خان هم د قطر د دوو ورځو په سفر دوحه ته ورسېدلو.

د سفارتي سرچینو ترمخه، امکان دی چې عمران خان د قطر د سفر په مهال په دوحه کې د طالب استازو سره هم رابطه وکړي او وې هڅوي چې د افغانستان د جنگ په سیاسي حل کې مرسته وکړي.

د اتوار، یکشنبې، په ورځ د اسلام نه د بېرته تگ په وخت زلمي خلیلزاد په افغانستان کې د امن دپاره د ورستي کوښښونو په اړه خوشبیني څرگنده کړه او وې ویل چې په اسلام اباد کې یې ښېه ملاقاتونه کړل.

زلمي خلیلزاد د پاکستان د کوښښونو هم ستاینه وکړه او وې ویل "مونږ په سم لوري روان یو او د پاکستان نور گامونه به کوټلي نتیجو طرف ته بوځي."

سنېټر لنډسی گراهم هم د پاکستان ستاینه وکړه او وې ویل د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ کې پاکستان په افغانستان کې د امن دپاره د ذکر وړ گامونه پورته کړې دي.

په واک کې د راتگ وړاندې به عمران خان مسلسل دا خبره کوله چې امریکا دې د طالبانو سره خبرې وکړي. د طالبانو سره د مفاهمت د حمایت پ سر به عمران خان د هغه ناقدینو د "طالبان خان" په نوم یادولو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG