لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اېنجلینا جولي: د افغانستان د سولې په خبرو کې دې مېرمنې هم شاملې وي


امرېکې د تیر کال راهسې د افغان طالبانو سره د مذاکراتو بهیر پېل کړی دی چې مشرۍ یې په افغانستان کې دامن دپاره د امرېکې خاص استازی زلمی خلیلزاد کوي
امرېکې د تیر کال راهسې د افغان طالبانو سره د مذاکراتو بهیر پېل کړی دی چې مشرۍ یې په افغانستان کې دامن دپاره د امرېکې خاص استازی زلمی خلیلزاد کوي

د امریکې وتلي فلمي اداکارې اېنجلیناجولي ویلي پکاره ده چې افغان مېرمنو ته هم په افغانستان کې د سولې په غرض کېدونکو مذاکراتو کې نمایندگي ورکړی شي.

اېنجلینا جولي په نیویارک کې د ملگرو ملتونو په دفتر کې د جمعې په ورځ د امن ساتنی په موضوع د سفیرانو او وزیرانو یوې غونډې ته وینا کوله.

د رویټرز خبري ادارې د رپورټ ترمخه اېنجلینا جولي وویل په نژدې وختنو د زرگونو په شمېره کې افغان مېرمنې د خپل ژوند په خطر راوتلي او د امن په مذاکراتو کې یې د خپلو او د خپلو بچو د حقونو د تحفظ غوښتنه کړې ده. خو مېرمن جولي زیاته کړه افغان مېرمنې تر دا وخت په مذاکراتو کې نه دي شاملې کړی شوي.

امرېکې د تیر کال راهسې د افغان طالبانو سره د مذاکراتو بهیر پېل کړی دی چې مشرۍ یې په افغانستان کې دامن دپاره د امرېکې خاص استازی زلمی خلیلزاد کوي.

خلیلزاد چې دا مهال یوارې بیا په افغانستان کې د امن د هڅو په لړ کې د یو شمیر هوادونو په سفر دی ویلي طالبانو سره دسولې خبرو کې تر اوسه هیڅ غوڅ تړون ته نه دی رسیدلی او دا چې د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل به کلونه وخت ونیسي.

برتانوي خبري ادارې بي بي سره مرکه کې ښاغلي خلیلزاد د افغان حکومت دا تورونه رد کړل چې ګنې طالبانو سره دسولې دخبرو دلارې هغه پخپله افغانستان کې واک ته رسیدل غواړي. زلمي خلیلزاد وویل "زه افغانستان کې دځان دپاره هیڅ شخصي پروګرام نه لرم."

د طالبانو سره د خبرو بهیر یو شمېر افغان مېرمنې دې تشویش سره مخامخ کړي چې داسې نه وي چې د طالبانو د واک د نسکوریدو ورسته ترلاسه شوي د دوی ازادۍ بیرته ختمې شي. افغان میرمنې دا هم گڼي چې د طالبانو سره په خبرو کې د دوی غږ په شاکړی شوی دی.

اېنجلینا جولي وویل نړيوالې ټولنې هم د افغانستان د سولې په بهیر کې د مېرمنو د شمولیت په حق کې اواز نه دی پورته کړی. هغې زیاته کړهپه دې لړ کې د نړیوالې ټولنې "خاموشي" د خطرې خبره ده. "په افغانستان او د نړۍ په هیڅ ځای کې د مېرمنو د حقونو په سودا امن او ثبات نشي راتللی."

رویټرز د اېنجلینا جولي د وینا په اړه خپل رپورټ کې وویل طالبانو په خپلو رسمي بیانونو کې مېرمنو ته د تېرو وختو برعکس په اینده کې د زیاتو ازادیو ورکولو ژمنه کړې ده.

خو رویټرز په افغانستان کې د امریکايي مرستو د پلټونو د ادارې سیگار د مشر له قوله وايي چې د امریکې سره په خبرو کې بوخت د طالبانو مشر مرکچي د افغانستان اساسي قانون د امن په لاره کې خنډ بولي. د افغانستان ائین د مېرمنو د حقونو تحفظ کوي.

اېنجلینا جولي د امریکې د فلمي صنعت لوې نوم دی، یو شمېر فلمي انعامونه یې گټلي دي او په نړیواله کچه د کډوالو د حقونو دپاره هلې ځلې هم کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG