لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا له طالبانو په افغانستان کې پوځي‌ اډې نه دي غوښتي- عبدالله


عبدالله عبدالله د ملگرو ملتونو مشر اېنتونیو گوټېرس سره هم ولېدل.
د وي او ای اشنا څانگې خبریال محمد شکیب دوست د عبدالله عبدالله سره مرکه کړې ده
عبدالله عبدالله د ملگرو ملتونو مشر اېنتونیو گوټېرس سره هم ولېدل. د وي او ای اشنا څانگې خبریال محمد شکیب دوست د عبدالله عبدالله سره مرکه کړې ده

د افغانستان د ملي‌ یوالي ‌د حکومت اجرايي‌ رئیس عبدالله عبدالله پر طالبانو غږ وکړ چې د سولې د خبرو په اړه له موجود فرصت نه استفاده وکړي.

ښاغلي عبدالله له امریکا غږ سره په ځانګړې مرکې هغه راپورونه رد کړل چې ګنې امریکايي چارواکو له طالبانو سره په مستقیمو خبرو کې له هغوی غوښتي چې په افغانستان کې ورته "دوې پوځي اډې" ومني.

ښاغلي عبدالله وویل "داسې مسایل مطرح شوي ‌نه دي، موږ پوره په جریان کې یو، په هره خبره کې طالبان هڅول شوي چې د سولې په مذاکراتو کې برخه واخلي."

هغه وویل چې د سولې په اړه د کابل، امریکا او نړیوالې ټولنې دریځ‌ بدل شوی نه دی او دا مذاکرات باید د افغانانو له لوري او د افغانانو په مشرۍ وشي.

څه موده مخکې د طالبانو یوې سرچینې امریکا غږ ته ویلي وو چې امریکايي چارواکو د سولې د خبرو د یوې برخې په توګه له طالبانو غوښتي چې دوه پوځې اډې یې ومني. امریکا دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۲سرتېري‌ لري‌ او مهمې پوځي اډې یې په بګرام، کندهار او ننګرهار کې دي.

اجرايي‌ رئیس عبدالله عبدالله نیویارک ته راغلی او د ملګرو ملتونو په عمومي غونډې کې یې برخه واخیسته. هغه د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره هم "مختصر" ملاقات وکړ، خو د خپل ملاقات په اړه یې ډېر جزیات ورنکړل.

هغه د را روانو انتخاباتو او له ولسمشر غني سره د خپل ایتلاغ په اړه هم خبرې کړي دي.

د امریکا غږ خبریال احمد شکیب دوست له ښاغلي عبدالله سره مرکه کړې، مرکه یې دلته ووینئ‌ او واورئ:

امریکا له طالبانو په افغانستان کې پوځي‌ اډې نه دي غوښتي- عبدالله
please wait

No media source currently available

0:00 0:12:25 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG