لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي ځواکونو په هوايي عملیاتو کې د افغان پولیسو د وژل کېدو تصدیق کړی


 د رپوټونو له مخې په دې پیښه کې ١٧ افغان پولیس وژل شوي دي خو طالبانو دعوه کړې ده چې ۳۵ تنه افغان سرتېري د بهرنیو ځواکونو په بمبارۍ کې وژل شوي دي
د رپوټونو له مخې په دې پیښه کې ١٧ افغان پولیس وژل شوي دي خو طالبانو دعوه کړې ده چې ۳۵ تنه افغان سرتېري د بهرنیو ځواکونو په بمبارۍ کې وژل شوي دي

امریکایي ځواکونو د افغانستان په هلمند ولایت کې د پنجشنبې یا زیارت د شپې په هوایي عملیاتو کې په تېروتنې سره د افغان پولیسو د وژل کیدلو تایید وکړ.

د امریکایي ځواکونو ویاند وویل دغه عملیات له هغه وروسته وشول چې افغان ځواکونو ترې د هوایي ملاتړ غوښتنه وکړه.

په افغانستان کې میشت د امریکایي ځواکونو یو ویاند ډیگ بټلر د اسوشیتد پرس خبري ادارې ته ویلي چې د دغو هوایي عملیاتو څخه ترمخه په سیمه کې افغان قواو په ساحه کې د افغان ځواکونو د نه شتون په هکله دوی ته ډاډ ورکړی و.

ښاغلي بټلر وویل: "خو له بده مرغه داسې نه وو او یوه غمیزه رامنځ ته شوه مو نږ ددغې پیښې د څیړلو په حال کې یو چې څنگه ناسم اطلاعات مونږ ته رارسیدلي دي تر څو په راتلونکې کې ددې ډول پیښو مخه ونیول شي."

د رپوټونو له مخې په دې پیښه کې ١٧ افغان پولیس وژل شوي دي خو طالبانو دعوه کړې ده چې ۳۵ تنه افغان سرتېري د بهرنیو ځواکونو په بمبارۍ کې وژل شوي دي.

دهلمند د والي ویاند عمر ځواک امریکا غږ اشنا ته ویلي دغه پېښه تیره شپه دلښکر ګاه ښار سره نزدې د خاورو په امنیتي پوسته سیمه کې رامینځته شوې ده.

هغه ویلي طالبانو دغلته دامنیتي ځواکونو په یو مرکز برید کړی ؤ اؤ نور پولیس سیمې ته دمرستې دپاره روان ؤ چې په لاره کې پرې شوی.

نوموړي منلې چې په سیمه کې هوایي برید هم شوی اؤ په نښته اؤ هوایي برید کې ګڼ شمیر پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده خو دقیقه شمیره یې نه ده ښودلې.

دافغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمی په فیس بک لیکلي چې طالبانو سیمه کې به امنیتي پوسته برید کړی خو امنیتي ځواکونو اؤ دغوڅ ملاتړ دماموریت الوتکو په طالبانو هوایي بریدونه کړي اؤ هغوئ ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

دطالبانو ویاند قاري یوسف مطبوعاتو ته په لیږلي یو بیان کې دعوه کړې چې دبهرنیو ځواکونو په بمبار کې څلور قوماندانان هم وژل شوي اؤ دهغوئ نومونه یې حاجي ګران حبیب،غلام سعید ،قلندر ماما اؤ جان ماما ښودلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG