لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د امریکې د مرکزي کمانډ مشر وايي طالبانو د امن معاهدې دلاندې ژمنې نه دي پوره کړي


د امریکايي پوځ د مرکزي کمانډ مشر جنرل کېنت فرېنک مېکېنزي

د امریکايي پوځ د مرکزي کمانډ مشر جنرل کېنت فرېنک مېکېنزي چې په منځني ختیځ او په افغانستان کې د ځواکونو مسولیت په غاړه لري وايي طالبان د امن معاهدې دلاندې خپلې ژمنې نه پوره کوي او د افغانانو خلاف تشدد ته یې دوام ورکړی دی.

د وايس اف امریکې خبریالې کارله بېب سره خصوصي مرکه کې جنرل مېکېنزي وویل امریکې سره د امن معاهدې وروسته طالبانو په امریکايي او اتحادي ځواکونو د حملو نه ډډه کړې ده خو په افغانانو یې حملې جاري ساتلي دي چې له امله یې افغانستان په جنګ کې د تشدد نه تر ټولو زیات ډک وخت ولیدلو.

د جنرل مېکېنزي خبرو ته د طالبانو دریځ لا نه دی لیدل شوی.

که جنرل مېکېنزي په طالبانو الزام ولګولو چې د سولې د لوظنامې پابندي نه کوي نو د امریکې د دفاع وزارت پېنټګان ترجمان جانتن هاف مېن د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل امریکا په خپلې لورې د معاهدې شرطونه پوره کوي او د لوظ سره سم یې په افغانستان کې د ځواکونو شمېره ۸۶۰۰ ته راکمه کړې ده او د پنځو مرکزونو نه یې عسکر وېستلي دي.

جنرل مېکېنزي وویل په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر د نور کمېدو نه وړاندې پکار ده چې بین الافغاني مذاکرات شروع شي او امریکا دا اعتماد ترلاسه کړي چې طالبان به داعش او د القاعده وسله والو ډلو کوربتوب نه کوي چې د دې جوګه شي چې د غربي قوتونو خلاف حملې وکړي. "لېکن دا وخت دا خبره په اسانه توګه ما ته واضحه نه ده چې طالبانو په دې اړه څه مثبت ګامونه اخیستې دي، په دې علاقو کې."

جنرل مېکېنزي وویل په دې اړه هیڅ داسې معلومات یې نه دي ترلاسه کړي چې ثابته کړي چې روس وسله والو ته په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د وژلو په سر انعامونه ورکول.

د امریکایانو په وژلو د روس د مبینه انعامي پروګرام په اړه لومړی رپورټ د امریکې نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکايي استخباراتي مامورینو له قوله شایع کړی و. روس او طالبانو د دغه خبر تردید کړی دی.

جنرل مېکېنزي وویل د مبینه روسي پروګرام په اړه تحقیقات جاري دي خو داسې د تسلۍ وړ معلومات یې نه دي ترلاسه کړي چې ثابته کړي چې په حقیقت کې هم د روس انعامي پروګرام عملي شوی و.

یو شمېر امریکايي پوځي مامرین د ډیر وخت راهسې وايي چې روس په افغانستان کې د امریکايي مفاداتو خلاف هلې ځلې او د طالبان مرسته کوي. په ۲۰۱۷ کې په افغانستان کې د هغه وخت د امریکايي ځواکونو مشر جنرل جان نکلسن ویلي وو چې د امریکايي او اتحادي ځواکونو خلاف جنګېدو دپاره روس طالبانو ته وسله هم ورکوي.

جنرل مېکېنزي وویل روس د امریکې نه نېک خوا او نه یې هم ملګری دی او په افغانستان کې د امریکې د کامیابۍ خواهش هم نه کوي نو ځکه دا خبره باید د حیرانتیه وړ نه وي چې روس به په افغانستان کې د امریکې خلاف کوښښونه کوي.

د جنرل مېکېنزي نه پوښتنه وشوه چې طالبانو سره د امریکې د امن معاهدې ۱۳۵ ورځې وشوې ایا هغه فکر کوي چې طالبانو خپلې ژمنې پوره کړي دي؟ نو هغه وویل دا نشي وېلی چې طالبانو تر اوسه پورې ټولې ژمنې سر ته رسولي دي.

هغه وویل توقع وه چې د سولې د معاهدې وروسته به په افغانستان کې تشدد کم شي خو داسې نه دي شوي بلکې د معاهدې وروسته په افغانستان کې تر ټولو زیات د تشدد وخت ولیدل شو، بېن الافغاني مذاکرات لا نه دي شروع شوي او په دې لړ کې غیر یقیني صورتحال موجود دی او طالبانو د القاعده او داعش خلاف هم کوم مثبت ګامونه نه دي اخیستي.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا طالبانو سره د شوي معاهدې په نتیجه کې د افغانستان د مسلې پرامنه حل راوتلی شي او که امریکا به بیا حالاتو ته کتنه کوي؟ نو جنرل مېکېنزي وویل طالبانو تر ډیر حده پورې د لوظنامې دلاندې خپلې ژمنې نه دي پوره کړي او نه هم دوی دا امید لري چې طالبان به خپل روش بدل کړي خو د طالبانو په چلند به نظر ساتل کېږي او ګامونه به یې څرګندوي چې دوی څه کوي.

دې پوښتنې ته چې د لوظنامي پابندي نه کوولو په لړ کې د طالبانو دپاره مضمرات څه دي؟ جنرل مېکېنزي وویل د افغانستان د مسلې حل په سیاسي مفاهمت کې موجود دی، که چېرې طالبان غواړي چې په افغانستان کې خارجي ځواکونه شتون ونلري نو د دې دپاره دې حالات برابر کړي، د افغانستان موجوده حکومت سره به معاهده کوي، تشدد په کموي او د دا خبره به یقیني کوي چې القاعده او داعش به په افغانستان کې پناه ځایونه نلري.

د افغانستان ترڅنګ جنرل مېکینزي د وي او ای سره خصوصي مرکه کې د عراق، شام او په منځني ختیځ کې د ایران په کردار هم خبرې وکړې.

XS
SM
MD
LG