لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

څېړونکي: د امریکايي ځواکونو وروسته به افغانستان کې د چین او روس د مفاداتو جنګ شي


اېرییل کوهن په بوسټن کالج کې د سیاسیاتو استاذ دي دا هفته یې د وي او ای چینايي څانګې ته وویل په افغانستان کې د امریکې شتون د چین او روس په ګټه و او دا ځکه چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د موجودګۍ په نتیجه کې طالبان او القاعده د قدغنونو دلاندې وو

پوځي چارواکي او څېړونکي پېش ګوي کوي چې د امریکې او نېټو ځواکونو د ستنېدو وروسته به چېن او روس په افغانستان کې د نفوذ دپاره د یو بل سره په مقابله کې ښکیل شي.

جنرل فرېنک مېکېنزي چې د امریکايي پوځ د مرکزي کمانډ مشر دی په مصر کې یې د نهې، سه شنبې، په ورځ وي او ای سره مرکه کې وویل افغانستان هم په اینده کې په هغو سیمو کې شاملېدلی شي چېرته چې چین د بنیادي اسانتیاو یا انفراسټرکچر منصوبي جوړوي.

د امریکايي پوځ مرکزي کمانډ یا سېنټ کام په افغانستان او منځني ختیځ کې د ځواکونو مسولیت په غاړه لري.

د سېنټ کام پخواني مشر جنرل جوزف ووټل وي او ای ته وویل دا به هیڅ د حېرانیتا خبره نه وي چې افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو وروسته هلته پېدا شوي خلا ډکولو دپاره چین او روس کوښښونه شروع کړي. هغه وویل د امریکايي ځواکونو د انخلا نه پس امریکې ته پکار دي چې د سفارتي کوښښونو دلارې په سیمه کې د خپلو مفاداتو تحفظ یقیني کړي.

د وي او ای رپورټ وايي د کلونو راهسې چین د بېلټ اېنډ روډ یا د کمربند او سړک نومې تګلارې دلاندې د دنیا په بېلا بېلو ملکونو کې په ارزانه بېعه او په لږ وخت کې د انفراسټکرچر منصوبې جوړوي چې په نتیجه کې دغه ملکونه د اوږدې مودې دپاره د چین حکومت ته د قرضو په بېرته ادایګۍ مجبور شي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه بېنجنګ د وړاندې نه افغانستان ته هم د بېلټ اېنډ روډ منصوبې د پراخولو اراده څرګنده کړې ده.

چین په افغانستان کې د امریکې د پوځي عملیاتو مخالفت کړی و خو اوس وايي په تادۍ کې افغانستان د امريکايي انخلا په نتیجه کې به په افغانتسان کې پې ثباتي پېدا شي.

تېره میاشت په کابل کې بلې حملې وروسته د چین د خارجه وزارت ترجمان افغانستان نه په مکمل توګه د وتلو په اړه د امریکې ناڅاپې اعلان وروسته په افغانستان کې پرله پسې د چاودنو حملې شروع شوي دي چې په هیواد کې د امن او امان صورتحال نور هم خراب کړی دی، د بې امنۍ او د بې ثباتۍ خطر یې زیات کړی او د ولس ژوند ته یې خطرات راولاړ کړي دي.

د وي او ای رپورټ وايي په افغانستان کې د چین د بېلټ اېنډ روډ منصوبې دلارې به افغانستان هم بحیره عرب او د همالیه سیمه ته تلونکو سړکونو سره ونښلول شي.

څېړونکي وايي د چین د اقتصادي منصوبو سره یې پوځي مفادات هم تړلي وي او د ډېفنس اف ډېموکرېسیز څېړونکی برېډلي باومېن چې په افغانستان کې یې هم د امریکايي پوځی په حېث خدمات ترسره کړي دي وايي افغانستان نه د امریکې وتل به چین په سیمه کې د خپلو مفاداتو په لړ کې د ځان دپاره ګټه ور ګڼي.

اېرییل کوهن په بوسټن کالج کې د سیاسیاتو استاذ دي دا هفته یې د وي او ای چینايي څانګې ته وویل په افغانستان کې د امریکې شتون د چین او روس په ګټه و او دا ځکه چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د موجودګۍ په نتیجه کې طالبان او القاعده د قدغنونو دلاندې وو.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ امریکې د دفاع وزیر لواېډ اسټن افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلاف نه پس هلته د ترهګرۍ خطر بیا راپېدا کېدلی شي.

په سیمه اییزه کچه په د افغانتسان د صورتحال جاج اخیستلو دپاره چین د شنګاهي کواپرېشن ارګنایزېشن، اېس سي او، نومې تنظیم جوړ کړی خو څېړونکي وايي دا تنظیم په داسې صورت کې موثره کېدلی شي چې د چین او روس خپل منځو کې رقابت ښکار نشي .

په اېس سي کې د چین او د روس تر څنګ د افغانستان ګاونډې ملکونو شامل دي چې پکې ایران، هندوستان او پاکستان هم دي.

د اېس سي او د منشور ترمخه د تنظیم هدف د ترهګرۍ مخه نیول او د سرحدي شخړو حل کول دي.

څېړونکي وايي په اېس سي او کې د غړو زیاته شمېره او د روس او چین د رقابت له امله دا تنظیم ډیر موثره نه دی.

د لندن سکلو اف اکنامکس د سیاسیاتو استاذ مایکل یوهانډه د وي او ای چینايي څانګې ته د ایمېل دلارې وویل روس او چین په افغانستان کې د متضاد مفادات لري.

هغه وايي چین ویره لري چې د چین ویغور د افغانستان د ویغورو دلارې مضبوطېدلی شي.

XS
SM
MD
LG