لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اېچ ار ډبلیو: د سي ايي ای مرسته اخیستونکي افغان ځواکونه د انساني حقونو په سرغړونو کې ککړ دي


اېچ ار ډبلیو وویل د کال ٢٠١٧ نه تر د کال ٢٠١٩ پورې یې ١۴ داسې کېسونه ریکارډ کړې دي چې د سي ايي ای برخمنو ډلو پکې د شپې په وخت د چاپو په مهال سنگېنې خلاف ورزۍ کړې دي. په دغو کې پکې په پکتیا ولایت کې هغه پېښه هم شامله ده چې افغان جنگیالو ١١ سړي ووژل چې پکې هغه اته کسان هم شامل وو چ

د انساني حقونو نړیوالې ادارې هیومن رایټس واچ ویلي د افغانستان هغه نیم پوځي امنیتي ځواکونه یا ملېشې چې د امریکې استخباراتي اداره سي ايي ای یې مرسته کوي د خلکو په غیرقانوني وژنو، د خلکو په زور بې درکه کولو او د صحت د خیر ښېگړې په مرکزونو حملو کې ککړ دي او هیڅ ډول احتساب یې نه کیږي.

هیومن راټس واچ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ جاري شوي رپورټ کې وویل د افغان حکوم پلوه ملېشې چې د رسمي پوځ د واک اختیار نه بهر فعالیتونه کوي باید چې افغان حکومت یې ختمې کړي.

د امریکې په نیویارک ښار کې میشته هیومن رایټس واچ په افغان حکومت غږ وکړو چې په افغان امنیتي ځواکونو کې د انساني حقونو د سرغړونو په بې طرفه ډول تحقیقات دې وکړي او په زورونو او جنگي جرمونو کې ککړ خلک دې عدالتونو ته وړاندې کړي.

ایچ ار ډبلیو په امریکا او هم په افغان حکومت غږ وکړو چې د جنگي جرمونو او انساني حقونو د خلاف ورزو د ټولو الزاماتو په لړ کې د ازادو تحقیقاتو سره همکاري وکړي.

ادارې وویل د امریکې حکومت دې په سړونو کې د ککړو امریکایانو تحقیقات وکړي او د هغو افغان ځواکونو سره دې مرسته نه کوي چې په سنگینو خلاف ورزیو کې لاس لري.

د سي ايي ای ترجمان ټېمتي بېرټ وویل اداره خپل عملیات د قانون سره سم د سختي څارنې دلاندې ترسره کوي.

د وي او ای اشنا څانگې ترمخه، د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل وویل چې د اېچ ار ډبلیو رپورټ یې ترلاسه کړې دی چې پکې ځینې حقایق او ځینې تېروتي لیدل کېږي. د اشنا څانگې ترمخه، ښاغلي حقمل په یو وډیو رپورټ کې وویل " مونږ به د دې راپور هر مورد ټکی په ټکی او بند په بند وازرو او د خپلو ارزونو په رڼا کې به مفصل ځواب ورکړو".

د افغانستان د ملي امنیت د شورا دغه چارواکي وویل چې افغان حکومت له وړاندې په راپور کې د ځینو ذکر شوو مواردو په اړه اقدام کړی او د ځینو مواردو په اړه یې تصمیم نیولی دی.

ښاغلي حقمل ویلي، چې د دې ترڅنګ افغان حکومت په راپور کې د ذکر شوو موارو په اړه اصلاحي پروګرامونه هم پیل کړي دي.

اېچ ار ډبلیو وویل د کال ٢٠١٧ نه تر د کال ٢٠١٩ پورې یې ١۴ داسې کېسونه ریکارډ کړې دي چې د سي ايي ای برخمنو ډلو پکې د شپې په وخت د چاپو په مهال سنگېنې خلاف ورزۍ کړې دي. په دغو کې پکې په پکتیا ولایت کې هغه پېښه هم شامله ده چې افغان جنگیالو ١١ سړي ووژل چې پکې هغه اته کسان هم شامل وو چې د اختر دپاره کور ته راغلي وو.

سي ايي ای د اېچ ار ډبلیو د رپورټ ځېنې موندنې رد کړې او ویې ویل چې د افغان خصوصي ځواکونو په اړه د ادرارې ډیرې دعوې یا خو غلطې او یا بې ځایه دي.

د اېچ ار ډبلیو د ایشیا څانگې مسؤلې پېټرېشا گاسمن چې د افغانستان په اړه دغه رپورټ یې لیکلی وویل د طالبانو په ضد د عملیاتو تندولو په مهال سي ايي ای د داسې افغان ځواکونو ملاتړ کولو چې د غیرقانوني وژنو او په زور د خلکو د بې درکه کولو په ډول سنیگینو خلاف ورزیو کې ککړ وو.

مېرمن گاسمن وویل په پرله پسې کېسونو کې موندل شوي چې دغو افغان ځواکونو د دوی په ولکه کې خلک وژلي او په ځینو موقعو یې ټولې ټولنې د شپې وخت د چاپو او بې درغه هوايي بمباریو په ویره کې ساتلې دي.

اېچ ار ډبلیو وویل په گڼ شمېر موقعو د طالبانو د ولکې لاندې سیمو کې د شپې په وخت د چاپو په مهال هوايي بمباریو کې گڼ شمېر ملکي کسان په بې ځایه توگه وژل شوې دي.

په افغانستان کې میشته د نېټو پوځي ائتلاف دا هفته وویل د سپټمبر په میاشت کې امریکايي ځواکونو ١١١٣ هوايي حملې او د توپخانې بمبارۍ وکړې. دا په داسې مهال چې امریکې د طالبانو سره خبرې هم کولې.

د سي ايي ای ترجمان ټېمتي بېرټ په طالبانو د غلطو معلوماتو د خپرولو الزام ولگولو او ویې ویل چې طالبان د جنگ د کوم پرته عملیات کوي. "د طالبانو برعکس، امریکا په قانون عمل کوي."

د سي ايي ای ترجمان په خپل بیان کې وویل "مونږ قصداً نه خو د غیرقانوني هلو ځلو حمایت کوو او نه پکې برخه اخلو او مونږ د خپلو خارجي همکارانو سره مسلسل کار کوو چې د قانون سره سم چلند دې کوي."

په افغانستان کې د سي ايي ای د مرستې برخمنې ملېشې د ١٩٨٠ د لسېزې د پخوانی شوروي اتحاد خلاف د جنگ د وخت راهسې وجود لري چې اوس د طالبانو او داعش په ضد جنگ کې موثره گڼل کېږي.

د وي او ای انگریزۍ څانگه په خپل رپورټ کې وايي داسې ډول مسلح ډلې د افغانستان د ملي امنیت دلاندې کار کوي.

یو سفارتکار اېچ ار ډبلیو ته د نوم نه څرگندولو په شرط دغه افغان ملېشې د قتل کوونکو ډلو په نوم یادې کړې دي.

د افغانستان ملي امنیت یا اېن ډي اېس په سمدستي ډول د اېچ ار ډبلیو په رپورټ تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG