لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سږکال په وړمبو ٨ میاشتو کې ٥٥٢٣ افغان امنیتي عسکر وژل شوي


غربت، بې روزگاري، تشدد، مهاجرت، د هیواد دننه د خلکو بې کوره کیدل او د سړو او ښځو ترمنځ په تعلیم کې د فرق کچه کې اضافه شوي ده خو بنیادي اسانتیاوې او په غیر حکومتي سرمایه کارۍ کې کمی شوی دی، اداره وايي
غربت، بې روزگاري، تشدد، مهاجرت، د هیواد دننه د خلکو بې کوره کیدل او د سړو او ښځو ترمنځ په تعلیم کې د فرق کچه کې اضافه شوي ده خو بنیادي اسانتیاوې او په غیر حکومتي سرمایه کارۍ کې کمی شوی دی، اداره وايي

د طالبانو خلاف جنگ کې د افغانستان امنیتي ځواکونو ٥٥٢٣ عسکر د سږ کال په وړمبو اتو میاشتو کې وژل شوي دي. دا خبره د امریکې د حکومت د څارنې یوې ادارې کړې ده.

د سپیشل انسپکټر جنرل فار افغانستان ریکنسټرکشن یا د افغانستان د بیا رغونې دپاره د امریکې د حکومت خصوصي معاینه کارې ادارې دا خبرداری هم کړی دی چې په جنگ ځپلي هیواد کې د نړي والې ټولنې په ملاتړ چې کومې گټې ترلاسه شوي دي هغه دلاسه هم تللی شي.

ادارې د اتوار، یکشنبې، په ورځ شائع شوي خپل رپورټ کې ویلي د سږ کال په جگړه کې دوه اشاریه دوه فیصده علاقه د افغان حکومت د لاسه وتلې ده. "د افغانستان په ۴٠٧ ولسوالیو کې ٢٥٨ د حکومت د ولکې یا د اثر د لاندې وې، ٣٣ ولسوالۍ د وسله والو د ولکې یا د اثر دلاندې وې او ١١٦ نورې لانجمنې وې."

رپورټ وايي د کال ٢٠١٥ د جنورۍ د وړمبۍ نیټې نه تر د کال ٢٠١٦ د اگست د ١٩ مې نټیې پورې په افغان امنیتي ځواکونو کې دننه ١٠١ حملې شوې دي چې پکې ٢٥٧ کسان وژل شوي او ١٢٥ نور زخمیان شوي دي. په امنیتي ادارو کې دننه حملې د امنیتي عسکرو په دریشۍ کې وسله وال اکثر په خپلو همکارانو خپله وسله راواړوي او حمله وکړي.

د افغانستان امنیتي او دفاعي ادارې د خطر د مخنیوي نظام نه لري نو ځکه د ناکامۍ په صورت کې امریکايي عسکرو ته اړتیا لري.

طالبانو د اگست د میاشتې راهسې د جنگ په میدان د حکومت خلاف حملې تندې کړې دي او نژدې وو چې کندوز او هلمند ولایتونه يي نیولې وو. د طالبانو په حملو کې حکومتي ځواکونو ته درنه مرگ ژوبله اوړېدلې ده.

ملگري ملتونه وايي په افغانستان کې د جنگ دلاسه تر ټولو زیات تلافات ملکي خکلو ته اوړیدلې دي او د کال ٢٠١٦ په وړمبو نهو میاشتو کې ٢٥٠٠ کسان وژل وژل شوي دي.

د سپیشل انسپکټر جنرل فار افغانستان ریکنسټرکشن په رپورټ کې ویل شوي دي چې په افغانستان کې میرمنو دپاره د حالاتو بهتر کولو په مد کې د یو ارب ډالرو نه زیاتې پیسې مصرف کړی شوي دي خو د زنانه و تعلیم په رسايي او په سیاسي مشرۍ کې د شرکت شرح د کال ٢٠٠٦ راهسې د پورته تلو پرځای لاندې غورځیدلې ده. "امریکې د لاسه د طالبانو د ویستل کیدو ١٥ کاله ورسته هم افغانستان د یوې زنانه دپاره د نړۍ بدترین ځای دی،" اداره وايي.

غربت، بې روزگاري، تشدد، مهاجرت، د هیواد دننه د خلکو بې کوره کیدل او د سړو او ښځو ترمنځ په تعلیم کې د فرق کچه کې اضافه شوي ده خو بنیادي اسانتیاوې او په غیر حکومتي سرمایه کارۍ کې کمی شوی دی، اداره وايي.

رپورټ وايي د سږ کال په وړمبو شپږو میاشتو کې ٨٥٠٠٠ افغانانو په یورپي یونین کې د سیاسي پناه اخیستو کوښښ وکړو او د کال ٢٠١٦ د اپریل او جون په میاشتو کې د افغان سیاسي پناه اخستونکو په شرح کې د تیر کال په مقابله کې ٨٥ فیصد اضافه شوي وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG