لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرل مېلر: په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر کم کړی شوی دی


جنرل سکاټ مېلر او د امریکې د دفاع وزیر مارک اېسپر
جنرل سکاټ مېلر او د امریکې د دفاع وزیر مارک اېسپر

په افغانستان کې میشته د امریکايي ځواکونو مشر جنرل اسټن سکاټ مېلر ویلي په هیواد کې د امریکايي ځواکونو په شمیر کې د تېر یو کال راهسې د ٢٠٠٠ عسکرو کمی شوی دی خو د کمي باوجود امریکايي د خپلو اهدافو ترلاسه کولو صلاحیت لري.

د جنرل مېلر څرگندونې ښايي چې په موجوده وخت کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مجموعي شمېر شا او خوا ١٢٠٠٠ دی او په اهدافو کې یې د داعش او القاعده خلاف جنگ، افغان ځواکونو ته تربیه ورکول او د طالبانو په ضد جنگ کې د افغان ځواکونو ملاتړ شامل دي.

جنرل مېلر په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو په شمېر کې د کمي اعلان په کابل کې د امریکې د دفاع وزیر مارک اېسپر سره په شریکه خبري غونډه کې وکړو او ویې وېل د دې پرمختگ نه عام خلک وړاندې نه وو خبر.

د جنرل مېلر نه یوه ورځ وړاندې مارک اېسپر ویلي وو که چېرې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ٨٦٠٠ ته هم راکم کړی شي نو په افغانستان کې د امریکې مشن یا اهدافو ته به کوم زیان نه رسېږي.

مارک اېسپر د اتوار، یک شنبې، په ورځ په غیر اعلان شوي سفر افغانستان ته تللی و او د صدر اشرف غني او په افغانستان کې پرځای د امریکايي ځواکونو سره یې ولیدل.

په داسې حال کې چې امریکايي ځواکونه د شمالي شام نه په ناڅاپې توگه د انخلا په حال ښکاره کېږي، مارک اېسپر د گل، دوشنبې، په ورځ دا خبره واضحه کړه چې واشنگټن به د افغانستان په اړه داسې کوم گام وانخلي. هغه وویل "مونږ د خپلو افغان همکارانو سره د ورېدو ژمنه لرو. مونږ د بېلیونونو بیلیونو (اربونو) ډالرو سرمایه کاري کړې ده. افغانانو او د امریکې ولس مالي او د خپلو عسکرو ژوندونو قربانۍ ورکړې دي."

د خپل سفر په مهال مارک اېسپر په دې خبرهم زور واچولو چې د افغانستان مسله دې د سیاسي مفاهمت دلارې حل کړی شي.

د اتوار، یکشنبې، په ورځ د امریکې د کانگرس د ایوان نمایندگان یا هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز سپیکرې نېنسي پلوسي د کانگرس د ځینو نورو غړو ترڅنگ د افغانستان سفر وکړو د صدر اشرف غني، اجرائیه ریئس عبدالله عبدالله او د مدني ټولنې یو شمیر فعالانوسره یې ولیدل. د کانگرس پلاوي ته امریکایي سفارتکارانو د افغان حکومت او طالباتو ترمنځ د مفاهمت په کوښښونو ورستي معلومات ورکړل.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG