لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې ۴ افغانان گوانټانامو زندان نه ازاد کړل


امریکائي چارواکې وايي څلور واړه کسان د افغانستان نوي صدر اشرف غني باندې د اعتماد څرگندولو په لړ کې ازاد کړی شوي دي
امریکائي چارواکې وايي څلور واړه کسان د افغانستان نوي صدر اشرف غني باندې د اعتماد څرگندولو په لړ کې ازاد کړی شوي دي

هغه څلور افغانان چې د امریکې په گوانټانامو زندان کې قید وو، ازاد کړی شوي دي او خپل هیواد ته ستانه کړی شوي دي.

امریکائي چارواکې وايي څلور واړه کسان د افغانستان نوي صدر اشرف غني باندې د اعتماد څرگندولو په لړ کې ازاد کړی شوي دي.

کابل کې د امریکې سفارتخانې یو بیان کې ویلي امریکا په نوي حکومت مکمل اعتماد لري چې ازاد کړی ‍شوي کسانو لخوا به څه خطر نه رامېنځته کیږي او دا چې د افغانستان حکومت به دغه کسانو سره ښه سلوک وکړي.

د افغانانو نه وړاندې شږ نور کسان هم د گوانټانامو نه ازاد کړی شوي دي او یوراگوائې کې ابادیدو دپاره لیږلی شوي دي.

گوانټانامو کې دا وخت ١٣٢ قیدیان موجود دي. کال ٢٠٠٩ کې براک اوباما د صدارت ترلاسه کولو په وخت زندان کې ٢۴٢ کسان موجود وو. صدر براک اوباما د زندان تړلو ژمنه کړې وه خو د حزب اختلاف ریپبلیکن پارټۍ لخو د مخالفت په سبب کامیاب نشو.

ځانګړې ویډیوګانې

ماهرین په کور د ساتل شوو څاروو د ښه صحت دپاره شنه ګیاه اهمه بلي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG