لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان به له امریکايي پلاوي سره د ۲۰۰ هیلې کوپټرو پر مسله هم خبرې وکړي


افغانستان تمه لري د خپلو امنیتي ځواکونو د غښتلتیا په برخه کې د څلورکلن پلان له مخې ۲۰۰ هیلي کوپټرې ترلاسه کړي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وویل چې پدې اړه د جوړ شوي پلان په اړه به د لوړ رتبه امریکاي پلاوي سره چې په راتلونکو اونيو کې به کابل ته ولاړ شي خبرې وکړي.

افغانستان ته د امریکايې لوړ رتبه پلاوي له ورتګ څخه دمخه د افغانستان د ملي امنیت صلاکار حنیف اتمر نن د چهارشنبې په ورځ د خپل امریکايي سیال سره د ویډو کانفرانس له لیارې خبرې وکړې.

دواړو لوریو په امنیتي مسلو او دوه اړخیزو همکاریو باندې سره خبرې وکړې.

په امریکا کې د نوې ادارې له راتګ څخه وروسته به دا کابل ته د لوړ رتبه امریکاي پلاوي لومړنۍ سفر وي.

یوه سرچینه وایې چې د روسیې، ایران او پاکستان په اړه به هم خبرې وشي

یوه لوړ رتبه افغان چارواکي ویلي دي چې امریکايي پلاوی به همدارنګه په افغانستان کې د روسیې، ایران او پاکستان په رول هم خبرې وکړي.

امریکايي چارواکو د اوږدې مودې راهیسي په پاکستان باندې تور لږولی چې طالبانو ته یې پټنځایونه ورکړي او په ورته وخت کې په افغانستان کې د ایران او روسې پراخیدونکې اغیزې ته هم متوجه دي.

جان میکن چې د امریکا په سنا کې د پوځي خدماتو د کمیټې مشر دی یوې غونډې ته په فیبرورۍ کې ویلي وه چې ایران طالبانو ته وسلې او پېسې ورکوي او روسیه هڅه کوي طالبان راپورته او د امریکا اغیز کمزوری کړي.

همدارنګه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو جګ پوړي قومندان جنرال نیکولسن سنا همدې کمېټې ته ویلي وه چې د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې د بهرنیو لاسوهنه مخ پر زیاتیدو ده.

نیکولسن وړاندې ویلي وه چې ایران نیغ په نیغه دافغانستان په لودیځ کې له طالبانو سره مرسته کوي او د روسیې لاسوهنې دا مسله نوره هم پیچلې کړیده.

روسیه به په اپریل کې د افغانستان په اړه د یوسمیز کانفرانس کوربه وي چې امریکا ته پکې هم بلنه ورکړل شوې وه خو امریکا دغه بلنه نه وه منلې.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت په وینا افغانستان اوس هم پدې غور کوي چې ایا پدغه کانفرانس کې ګډون وکړي او که نه

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG