لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

رپورټونه ښايي په افغانستان کې د داعش خلاف پرمختگ شوی


په ورستیو ورځو کې د داعش یو کمانډر په جوزجان ولایت کې افغان حکومت ته تسلیم شوی دی

د امريکې ورستي استخباراتي معلومات ښايي چې که څه هم د افغانستان په ځینو برخو کې د داعش خلاف پوځي عملیاتو پرمختگ کړی دی خو دغه کوښښونه ناکامه شوې دي چې داعش په هېواد کې پښې کښېودو ته پرې نږدي.

رپوټونه وايي د داعش خراسان په نامه ډله د افغانستان په ننګرهار ولايت کې د ۱۰۰۰ نه زيات وسله وال لري او د افغانستان په شرقي کونړ ولايت کې هم فعاليتونه کوي.

يو دفاعي څيړونکي وي او ای ته ويلي د داعش د تورې جنډې لاندې ځايي افغانان، پاکستاني طالبان او د ازبکستان وسله وال فعاليتونه کوي او دغه ډله د افغانستان سره سره په پاکستان کې هم ترهګربريدونه کوي.

امريکايي چارواکي وايي تېرکال د اپريل په مياشت کې په ننګرهار کې د داعش په مرکزونو امريکا ترټولو لوي بم غورځولی وو او څو هفتې وروسته يي د افغان عسکرو سره په ګډه په پوځي عملياتو کې د داعش د هغه وخت امير عبدالحسيب هم وژلی وو خو بيآ هم په دغه سيمه کې د داعش ترهګري نه ده ودرول شوې.

XS
SM
MD
LG