لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خلیلزاد به د کانگرس غړو ته په افغانستان کې د امن په اړه معلومات ورکوي


د افغان چارواکو ترمخه، مشکوک طالب حمله کونکي غلا شوی هموي موټر چې په چاودیدونکو موادو بار و د غزني مرکز کې یو امنیتي انگڼ په لوري روان و چې پولیس پرې راکټې وچلولې
د افغان چارواکو ترمخه، مشکوک طالب حمله کونکي غلا شوی هموي موټر چې په چاودیدونکو موادو بار و د غزني مرکز کې یو امنیتي انگڼ په لوري روان و چې پولیس پرې راکټې وچلولې

په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې خاص استازی زلمي خلیلزاد به په افغانستان کې د امن او د طالبانو سره د خبرو په اړه د امریکې د کانگرس غړو ته ورستی حال ورکوي.

ټاکل شوې ده چې خلیلزاد به شورو، چهارشنبې، په ورځ په واشنگټن کې د تړل شویو دروازو په شا د سنېټ د خارجه چارو کمیټۍ غړو ته په افغانستان کې جنگ د ختمولو په خاطر ورستیو کوښښونو په اړه معلومات ورکوي.

خلیلزاد د تېر یو کال راهسې په قطر کې د طالب استازو سره په مذاکراتو کې د امریکايي پلاوي مشري کوي. دواړو فریقېنو په خبرو کې د پرمختگ خبره کړې ده چې پکې د افغانستان څخه د خارجي ځواکونو د انخلا او د ترهگرۍ د مخنیوي غوندې اهم موضوعات شامل دي.

خو طالبانو تر دا وخت د افغان حکومت سره نیغ په نیغه خبرو او د ډزې بندۍ نه ډډه کړې ده.

او د شورو، چهارشنبې، په ورځ د افغانستان په غزني ولایت کې د طالبانو په موټر بم چاودنه کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او ١٥ نور زخمیان شوي دي.

د افغان چارواکو ترمخه، مشکوک طالب حمله کونکي غلا شوی هموي موټر چې په چاودیدونکو موادو بار و د غزني مرکز کې یو امنیتي انگڼ په لوري روان و چې پولیس پرې راکټې وچلولې.

یو امنیتي چارواکي د وي او ای اشناڅانگې ته وویل حمله کونکي موټر کې چاودیدونکي مواد خلاص کړل.

د غزني د امنیت مشر رمضان علي محسني وویل په چاودنه کې دوه پولیس او یو ماشوم ووژل شو او ١٥ نور زخمیان شول چې ١٠ پکې ملکي کسان وو.

د افغانستان داخله وزارت په یو بیان کې وویل په پېښه کې څلور طالب حمله کونکي هم وژل شوې دي.

طالبانو په غزني کې د ځانمرگي حملې ذمه واري ومنله. طالب ترجمان ذبیح الله مجاهد ووېل په حمله کې د امنیتي ځواکونو په لسگونو عسکر ووژل شو. افغان چارواکي وايي طالبان اکثر په خپلو حملو کې حکومتي ځواکونو ته د زیاتو تلافاتو دعوې کوي کې زیاتره د حقیقت سره سمون نه خوري.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG