لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

زلمي خلیلزاد په افغانستان کې په "ټولوخواو " د تشدد د کموولو غږ کړی


زلمي خلیلزاد په افغانستان کې د امن په غرض کابل ته ورستی سفر په داسې حال کې وکړو په چې په ورستۍ موده کې په افغانستان کې د تشدد په پېښو کې اضافه شوي او صدر اشرف غني افغان امنیتي ځواکونو ته د طالبانو او نورو وسله والو ډلو خلاف د تعرضي عملیاتو امر کړی دی

په افغانستان کې د امن دپاره د امرېکې استازي زلمي خلیلزاد د افغان صدر اشرف غني او د روغي جوړي افغان ملي شورا مشر عبدالله الله سره په افغانستان کې د سولې بهیر د ګړندي کوولو په موضوع خبرې کړي او په "ټولو خواو" یې غږ کړی چې تاوتریخوالی دې کم کړي.

په کابل د امریکې سفارتخانې وویل شورو، چهارشنبې، په ورځ د اشرف غني او عبدالله عبدالله سره خبرو کې زلمي خلیلزاد "دواړو مشرانو ته د سیاسي هوکړه لیک او نوې ادارې په هکله چې له اوږدو خبرو اترو وروسته لاسلیک شوه، مبارکي وویل."

خلیلزاد غږ وکړو چې په افغانستان کې دې تشدد کم کړی شي چې د امن بهیر په وړاندې لاړ شي.

د امرېکې سفارت په خپل بیان کې وویل "ښاغلي خلیل زاد د سولې د پروسې ګړندي کولو په اړه خبرې وکړې او د ټولو خواو څخه یې غوښتنه وکړه ترڅو تاوتریخوالي کم او بندیانو خوشې کړي. سفیر خلیل زاد د متحده ایالاتو پر نظر کوم چې د سولې غوره لاره د ټولو خواو لپاره دا دي ترڅو په ګډه په بین الافغانی مذاکراتو کې د افغانستان د سیاسي راتلونکي په اړه یوې هوکړې ته ورسیږي، تاکید وکړ."

زلمي خلیلزاد په افغانستان کې د امن په غرض کابل ته ورستی سفر په داسې حال کې وکړو په چې په ورستۍ موده کې په افغانستان کې د تشدد په پېښو کې اضافه شوي او صدر اشرف غني افغان امنیتي ځواکونو ته د طالبانو او نورو وسله والو ډلو خلاف د تعرضي عملیاتو امر کړی دی.

د فېبرورۍ په میاشت کې د امریکې او د طالبانو د امن معاهدې وروسته افغان امنیتي خواکونو دفاعي دریځ خپل کړی و. د لوظنامې ترمخه د افغان حکومت او د طالبانو په ګډون بېن الافغاني افغان مذاکرات هم شروع کېدونکي وو او افغان حکومت او طالبانو به د یو بل قیدیان ازادول خو د سیاسي اختلافاتو او قیدیانو په تبادله د افغان حکومت او د طالبانو د تحفظاتو له امله په دغو برخو کې پرمختګ د ځنډ ښکار و.

د افغانستان د صدراتي ماڼۍ (ارګ) د جاري شوي بیان په حواله، زلمي خلیلزاد له ولسمشر محمد اشرف غني، د افغانستان له نایب صدرانو، د افغانستان د ملي امنیت (قامي سلامتیا) له سلاکار، او یو شمېر نورو جګپوړو افغان مشرانو سره کتلي دي او دواړو اړخونو د امن د پروسې په آینده ګامونو خبرې وکړې.

ویل کیږي چې افغان مشرانو او د امریکا خاص استازي دواړو د بین الافغاني مذاکراتو نه وړاندې، په افغانستان کې د اوربند (ډزبندۍ) په نافذېدو او یا د تشدد په کمېدو ټینګار کړی دی.

افغان حکومت وایي په دې کتنه کې زلمي خلیلزاد آمادګي ښودلې ده چې دا موضوع به طالبانو سره شریکه کړي.

په دې کتنه کې د افغانستان د حکومت له قیدخانو نه د طالبانو د خوشې کېدو په هکله هم خبرې شوي دي او ویل شوي چې د حکومت او طالبانو تخنیکي ټیمونه دې د زندانیانو د آزادولو په برخه کې په "یو واضح او معقول میکانیزم" باندې سره موافقه وکړي.

د امن خوشبیني که د جنګ تودېدل؟

خلیلزاد په داسې حال کې کابل ته تللی دی چې د افغان مشرانو ترمنځ سیاسي کړکیچ د یو تړون په لاسلیکېدو سره پای ته رسېدلی ښکاري. د تړون له مخې، ډاکټر عبدالله عبدالله اوس د سولې د پروسې مهم شخص دی، دا ځکه چې هغه د افغانستان د سولې او ملي روغې جوړې (مصالحې) عالي شورا مشر وټاکل شو.

بل اړخ ته د افغانستان دولت له طالبانو سره د بین الافغاني خبرو دپاره هیئت هم ټاکلی دی، او تر څنګ یې په سلګونه طالب بندیان له زندانونو خوشې کړي دي او وایي چې که طالبان مذاکراتو ته حاضر شي او تشدد کم کړي، نور بندیان به یې هم له زندانونو آزاد شي.

خلیلزاد هم د سیاسي تړون په هکله خوشبیني ښودلې او ډاکټر عبدالله ته یې ویلي چې زر تر زره دې د سولې چارې مخ ته بوزي. دې ټولو ټکیو ته په پام سره، په افغانستان کې د امن د پاره خوشبیني راښکاره شوې ده.

مګر بل اړخ ته د جنګ ویره هم په زیاتېدو ده او د تشدد پېښې تر پخوا سېوا شوي دي. طالبانو له امریکاییانو سره ډزبندي کړې ده، مګر په افغان ځواکونو یې خپلې حملې زیاتې کړي دي.

افغان پوځ هم چې څو میاشتې یې یوازې دفاع کوله، اوس د طالبانو په ضد حملې پیلې کړي دي. یوازې همدا سې شنبې/نهې په ورځ د دفاع وزارت وویل چې په کندز کې یې څلويښت طالبان ووژل.

د اختر په رارسېدو سره هم، نه طالبانو او نه حکومت تر اوسه د ډزبندۍ یا د اورکم (د تشدد د کمېدو) په اړه کوم اعلان کړی دی.

بل اړخ ته طالبانو په امریکا غږ کړی چې د قطر لوظنامې ته دې ژمن پاته شي ځکه د طالبانو په باور، د دې لوظنامې عملي کېدل د افغانستان د ستونزو غټه موضوع ده.

امریکا وایي د جولای تر ۱۵مې به په افغانستان کې خپل د پوځیانو شمېر ۸۶۰۰ ته راکم او له پنځو پوځي مرکزو یا اډو څخه به ووځي.

بلخوا دطالبانو مشر هیبت الله اخونزاده ویلي طالبان امریکا سره د قطر په تړون ولاړ دي اؤ امریکا هم باید دخپل مسولیت په سرته رسولو دا مهم فرصت دلاسه ورنکړي.

د وړوکي اختر په اړوند مطبوعاتو ته پخپل یو لیږلي پیغام کې دطالبانو مشر ویلي که چرې د دوحې په تړون داخلاص سره عمل وشي نو دا د ټولو خواؤ په ګټه تمامیږي.

XS
SM
MD
LG