لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خليلزاد: سوله کې پرمختگ شوی خو هاتهي (فيل) په يوه نمړۍ کې نه خوړل کيږي


زلمی خلیلزاد په کابلکې د افغان خبریالانو سره په یوه غونډه کې خبرې کوي
زلمی خلیلزاد په کابلکې د افغان خبریالانو سره په یوه غونډه کې خبرې کوي

د افغان سولې د پاره د امريکا ځانگړي استازي زلمي خليلزاد ويلي د ترهگرۍ مخنيوي او د پوځيانو د ويستلو په اړه پرمختگ شوی خو دا په دې مانا نه دی چې کار خلاص شو.

په امريکا کې د زيارت په سحر په څلورو بيل بيل ټويټ پيغامونو کې ښاغلي خليلزاد د روانو خبرو په اړه د شک کونکو د وخت نه وړاندې قضاوتونو ته خبرداری ورکوي او وايي افغان جگړه ۴٠ کاله عمر لري او حل يې ساده نه دی.

"تاسو په يوه نمړۍ کې هاتهي نه شئ خوړلی. هم دغه شان په يوه ناسته کې دا قضييه نه حل کيږي."

ښاغلی خليلزاد وايي (طالبانو سره په خبرو کې) د ترهگرۍ په مخنيوي او د افغانستان نه د پوځيانو د ويستلو په اړه لوی پرمختگ شوی خو مونږه دا دواړه مسلې تر اوسه سر ته نه دي رسولي.

"مونږ ته به اوس هم په نورو مهمو موضوگانو لکه د مثال په توگه د افغانانو خپل منځي خبرې او په بشپړه ډزبندۍ باندې کار کول دي."

ښاغلي خليلزاد زياته کړې د سولې لور ته مزل په نيغه لار د منډې وهلو په شان عمل نه دی. دا پېچلې او حساسې خبرې کول دي او هر څه ولس ته ښکاره کېدلی نه شي.

"دا د افغانانو د پاره يوه داسې شېبه ده چې د خپلو زړو زخمونو تداوی شروع کړي او د خپل هېواد د پاره نوې لاره خپله کړي."

ښاغلی خليلزاد وايی (په دې لوبه کې) ډېر لوبغاړي، ډېرې مسلې دي او ډېر څه په حرکت کې دي خو مونږ ټول په سمه لار روان يو.

په اخر کې وايی د امريکا صدر ټرمپ ويلي چې د سولې خبرې په ښه لور روانې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG