لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زلمی خلیلزاد وايي بین الافغان مذاکرات شروع کېدل د امریکې او طالبانو د امن معاهدې اهم ټکی دی 


اېسوسي اېټېډپرېس خبري اداره وايي په کابل کې د افغانستان د سولې عالې‌ شورا د جمعې په ورځ وویل د طالب قیدیانو په فهرست کار لا دوام لري
اېسوسي اېټېډپرېس خبري اداره وايي په کابل کې د افغانستان د سولې عالې‌ شورا د جمعې په ورځ وویل د طالب قیدیانو په فهرست کار لا دوام لري

په افغانستان کې مفاهمت دپاره امریکايي استازي زلمي خلیلزاد د جمعې په ورځ په واشنګټن کې یوې انلاین غونډې ته وویل په افغانستان کې د امن په غرض د افغانانو ترمنځ خبرې شروع کېدل د امریکې او طالبانو د لوظنامې اهم عنصر دی بلخوا طالبانو ویلي که افغان حکومت او طالبان د قیدیانو د ازادولو بهېر سر ته ورسوي نو دوی بېن الافغان مذاکرات د لوی اختر وروسته شروع کولی شي.

د وي او ای اشنا څانګې د رپورټ ترمخه ښاغلي خلیلزاد په واشنګټن کې د یو اېس انسټېټیوف پيس په انتظام په افغانستان کې امن په موضوع غوڼدې ته وویل په افغانستان کې د تاو تریخوالي کمېدل او د افغان حکومت لخوا د ځېنې بندیانو ازادول د سولې د پروسې په لار کې دوه ستر خنډونه دي.

هغه په خپلو خبرو کې "د تروریزم سره د مبارزې هڅې، له افغانستان څخه د امریکايي قواو وتل، د افغانانو ترمېنځ د سولې خبرې اترې پيل او د یو جامع اوربند په اړه هوکړه لېک، د طالبانو او امریکا ترمېنځ د سولې د تړون" مهم عناصر یاد کړل.

افغان حکومت سره د قېدیانو په تبادله او بین الافغان مذاکراتو د شروع کوولو په اړه د طالبانو ورستی دریځ په قطر کې د طالبانو د دفتر ترجمان سهیل شاهین د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په ټوېټر څرګند کړو." د بندیانو د خلاصون د پروسې له تکمیل سره سم اسلامي امارت تیار دی چې له اختر وروسته پیوسته بېن الافغاني مزاکرات پېل کړي."

اېسوسي اېټېډپرېس خبري اداره وايي په کابل کې د افغانستان د سولې عالې‌ شورا د جمعې په ورځ وویل د طالب قیدیانو په فهرست کار لا دوام لري.

د ای پي ترمخه د افغانستان د قامي سلامتیه شورا ترجمان جاوېد فېصل مخکې ویلي طالبان چې د کومو ۶۰۰ قیدیانو ازادي غواړي هغوی په سنګینو جرمونو کې سزا شوي دي او حکومت تیار نه دی چې ازاد یې کړي.

سهیل شاهین په خپل ټوېټر پیغام کې وویل "اسلامي امارت اماده دی چې تر راتلونکي لوی اختر پورې د مقابل لوري پاتې بندیان په دې شرط خوشي کړي چې زمونږ پاتې بندیان هم د لست سره سم راخلاص شي. "
ای پي په خپل رپورټ کې وايي دا خبره ډیر امکان نلري چې د لوی اختر نه وړاندې به فریقېنو ترمنځ د بندیوانو تبادله مکمل کړی شي.

د فېبرورۍ په میاشت کې د امریکې او طالبانو ترمنځ شوي معاهدې دلاندې به افغان حکومت ۵۰۰۰ زره طالب قیدیان ازادوي او طالبان به ۱۰۰۰ د حکومت بندیوان خلاصوي. د معاهدې ترمخه دواړه خوا به د بین الافغان مذاکراتو د شروع کېدو نه وړاندې د قیدیانو تبادله سر ته رسوي.

ای پي وايي طالبان مجوزه بېن الافغان مذاکراتو دپاره ۲۰ کسیزه پلاوې نامزد کړی دی او طالب چارواکو په دې اړه خبري ادارې ته ویلي د دوې مذاکراتي ډله بااختیاره دې او د طالبانو په نمایندګۍ فېصلې کولی شی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG