لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان

د هلمند د والي په طالبانو غږ: د جرگو په وطن کې جنگ د مسلې حل نه دی

د افغانستان د جنوبي هلمند ولایت والي، گورنر، په طالبانو غږ کړی چې جنگ نه دې لاس واخلي او د امن په خاطر دې مذاکراتو ته کښیني.

حیات الله حیات طالبانو ته د امن وړاندیز په داسې حال کې کړی دی چې امریکا به په ولایت کې طالبانو د پرمختگ مخه نیولو دپاره ٣٠٠ خصوصي میرین عسکر پرځای کوي.

د هوايي بمبارۍ په ملاتړ افغان امنیتي ځواکونو په هلمند کې طالبانو خلاف کاروايي تنده کړې ده. تیره هفته طالبانو د هلمند په سنگین ولسوالۍ د قبضې دعوه وکړه خو افغان مامورین دغه دعوه ردوي.

د افغان قواو د تیرې شپې په کاروايي کې چارواکې وايي گڼ شمیر وسله وال وژل شوي او د نشۍ توکو کارخانې يي تباه کړې دي.

د وایس اف امریکا سره په یوه مرکه کې حیات الله حیات وویل افغان ځواکونه د تیر کال په پرتله په بهتر ډول ځای پرځای کړی شوي دي او د هلمند مرکز لښکرگاه شا او خوا ولسوالۍ يي د طالبانو څخه پاکې کړې دي.

هغه وویل د هلمند په مرجا او گرمسیر ولسوالیو کې يي هم ځینې سیمې طالبانو نه بیا نیولي او زر به سنگین هم بیرته واخلي.

حیات الله حیات خوشبیني څرگنده کړه چې د امریکې عسکر به د طالبانو خلاف د افغان ځواکونو صلاحیت نور هم زیات کړي. خو هغه په دې خبره زور واچولو چې افغان ځواکونه به د طالبانو خلاف د عملیاتو مشري کوي او امریکايي عسکر به د مشاورت او د کومک کردار ادا کوي.

پینټگان یا د امریکې ددفاع وزارت د جنورۍ په میاشت کې په هلمند کې د میرین عسکرو دپرځای کولو اعلان کړی و.

حیات الله حیات په طالبانو غږ وکړو چې جنگ نه دې لاس په سر شي.

"ځما په خیال په افغانسان کې (د جنگ) حل یوازې په مذاکراتو کې دی. دا د جرگو او د مرکو وطن دی. ټولې مسلې، لوې او که وړې وي د مذاکراتو او د خبرو اترو د لارې حل کیدی شي،" حیات الله حیات وویل.

افغانستان نه د نړي والو ځواکونو د انخلا ورسته طالبانو خپل فعالیتونه زیات کړې دي او طالبانو د مذاکراتو میز ته د کښینولو کوښښونه تر دا وخت نه دي کامیاب شوي.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو په لړ کې روس د اپریل د میاشت په ١۴ مه نیټه د خبرو اترو انتظام کړی دی.

د ماسکو په دغه غونډه کې به د افغانستان، پاکستان، ایران، هندوستان، چین، د مرکزي ایشیا د ځیني ریاستونو او خپله د روس استازي برخه اخلي. امریکې ته هم په غونډه کې د شرکت بلنه ورکړی شوي وه خو د غونډې په شا د روس د ارادې او مقاصدو باندې د شکوکو په بنیاد واشنگټن د گډون نه انکار کړی دی.

د طالبانو یو ترجمان تیره هفته وویل په ماسکو کې کیدونکي غونډې په اړه څه خبره نشي کولی.

See all News Updates of the Day

د امریکا کلنی رپوټ: په افغانستان او پاکستان کې تېر کال د بشري حقونو په لسګونو سرغړونې شوې

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت په نړۍ کې د بشري حقونو د حالت په هکله تازه کلنی رپوټ کړی چې پکې یې د نړۍ د نورو لسګونو هېوادونو په ګډون د افغانستان او پاکستان حالت ته هم کتنه کړې او وایي تېر کال په دغو هېوادونو کې د بشري حقونو حالت نه دی بدل شوی.

دا رپوټ د اپریل پر 22مه خپور شوی او پکې په اوکراین کې روسي "یرغل"، په سوډان کې کورنۍ شخړه او د اسرایل او حماس جګړه په نړۍ کې د بشري حقونو د ځینو مهمو اندېښنو په توګه یادې شوې دي.

د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن د دوشنبې- ګل په ورځ په یوه آنلاین بیان کې وویل، "د دغو [رپوټونو] په را غونډولو کې موږ له مختلفو معتبرو او پر حقیقت ولاړو سرچینو څخه [معلومات] اخیستي، چې په هغه کې د حکومتي ادارو، غیرسرکاري تنظیمونو او رسنیو رپوټونه شامل دي".

پاکستان:

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت په کلني رپوټ کې تر ډېره د بشري حقونو هغه سرغړونې یادې شوې دي‌ چې د طالبانو په واکمنۍ کې یې ذکر کړې دي او ویلي یې دي په پاکستان کې تېر کال د بشري حقونو حالت چندانې نه دی بدل شوی.

په رپوټ کې ویل شوي چې په پاکستان کې یې تېر کال د ژوند په بېلابېلو څانګو کې د بشري حقونو د سرغړونو باوري رپوټونه تر لاسه کړي دي، خو وایي حکومت د هغو چارواکو د پېژندلو او سزا ورکولو لپاره ډېر کم ګامونه اخیستي چې کېدای شي په دغو سرغړونو کې لاس ولري.

په رپوټ کې د تېر کال په مهال په پاکستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په لړ کې ګڼ شمېر مسایلو ته اشاره شوې ده، چې په هغوی کې له عدالت پرته وژنې، د جبري لادرکۍ پېښې، د حکومت یا د هغه د ایجنټانو له خوا ظالمانه، غیرانساني او له سپکاوي ډک چلند، خپلسره ګرفتارۍ، سیاسي قید، د ازادۍ او مېډیا په ازادۍ شدید بندیزونه پکې شامل دي.

له دې پرته په رپوټ کې پر خبریالانو د تشدد، له جواز پرته د هغوی د نیولو او لادرکه کولو، سنسرشپ، د مذهب د سپکاوي خلاف قوانینو، د مذهبي اقلیتونو خلاف پېښې، د انټرنیټ پر ازادۍ شدیدې پابندۍ، د سوله ییزو غونډو په ازادۍ کې لاسوهنه، له ښځو سره توپیري چلند، جنسي تېري، د کم عمرۍ او جبري ودونو، پر همجنس پرستانو او نرښځیانو د تشدد پېښې شاملې دي.

په رپوټ کې دا هم ویل شوي چې په هېواد کې د خلکو د تښتونو او جبري لادرکۍ پېښې شوې دي، د استخباراتي ادارو، پولیسو او امنیتي ځواکونو ځینو چارواکو په ممکنه توګه خلک نیولي او د هغوی د ځای له ښکاره کولو یې انکار کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت په رپوټ کې د پاکستان د بشري حقونو د تنظیمونو د رپوټونو په بنیاد ویل شوي، چارواکو له کومې وجې یا وارنټ پرته د بشري حقونو پښتانه، سیندي او بلوڅ فعالان نیولي او لادرکه کړي دي.

رپوټ وایي د حقونو تنظیم پښتون تحفظ موومنټ تېر کال د انصاف لپاره او د امنیتي ادارو د ناوړه چلند خلاف سترې سوله ییزې احتجاجي مظاهرې او لاریونونه وکړل، خو وایي امنیتي ادارو د دوی په لسګونو کسان ونیول او د دوی خلاف یې مقدمې جوړې کړې.

په حکومتي کچه د دغو سرغړونو د مخنیوي د هڅو په اړه په رپوټ کې ویل شوي، د تېر کال په نومبر کې نګران مرکزي حکومت د لادرکه خلکو د مقدمو د حل کولو لپاره د کورنیو چارو وزارت په مشرۍ درې کسیزه کمېټۍ جوړه کړې وه.

وایي د لادرکه خلکو لپاره په اګست کې د حکومتي کمیشن د رپوټ له مخې له 2011م کال څخه تر اوسه کمیشن ته د رپوټ شویو 9,967 لادرکه کسانو په مقدمو کې د 7,714 کسانو مقدمې حل شوې او د 2,253 کسانو مقدمې لا روانې دي.

د امریکې په دې تازه رپوټ کې ویل شوي په پاکستان کې د وسلوالو تنظیمونو او نورو غیرریاستي عناصر له خوا د تشدد، ناوړه چلند، ټولنیز او مذهبي زغم د نشتوالي او لاقانونیت کلچر وده کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لا تر اوسه په دې تازه رپوټ کې د بشري حقونو، د بیان د ازادۍ او نورو شدید سرغړونو دعوو ته څه جواب نه دی ویلی، خو پخوا یې دا ډول رپوټ رد کړي او دعوه یې کړې چې په هېواد کې د ټولو خلکو حقونه خوندي دي.

افغانستان:

په رپوټ کې راغلي چې د طالبانو د فرمانونو له کبله د تعلیم او کار لپاره د افغان مېرمنو او نجونو لاسرسی لا پسې محدود شوی او هغوی یواځې د کورنیو کارونو لپاره محدودې شوې دي:

"د ښځو او نجونو د تعلیم او کار په برخه کې فرمانونه او حکمونه نه دي بدل کړای شوي او نه پکې نرمښت راوستل شوی دی".

د بهرنیو چارو وزارت ویلي طالبانو داسې فرمانونه خپاره کړي چې هم د تېر جمهوري حکومت په دورې کې د ښځو او نجونو د حقونو لپاره له جوړو قوانینو سره په ټکر کې دي او هم په نړیوالو کنونشنونو کې د افغانستان له ذمه واریو سره په تضاد کې دي.

د بهرنیو چارو وزارت په رپوټ کې ویل شوي، تېر کال یې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په هکله د "اعتبار وړ" رپوټونه تر لاسه کړي چې وایي وژنې، شدید بدني اذیتونه، په زندانونو کې سخت او ژوند ته خطر لرونکي حالات پکې شامل دي:

"غیرمنصفانه قید او تښتونې، لادرکه کول، د عدلیې په ازادۍ کې سنجیده ستونځې، سیاسي بندیان، د خلکو په شخصي ژوند کې خپلسره او غیرقانوني مداخلې، د خپلوانو په ممکنه جرمونو د هغوی خپلوانو ته سزاګانې پکې شاملې دي".

په رپوټ کې همدارنګه ویل شوي چې طالبانو تېر کال په افغانستان کې د بیان او مطبوعاتو پر آزادۍ شدید محدودیتونه لګولي وو چې وایي په هغوی کې د خبریالانو بندي کول او له هغوی سره تشدد کول هم پکې شامل دي.

د بهرنیو چارو وزارت په کلني رپوټ کې دا هم ویل شوي چې تېر کال په افغانستان کې په سوله ییزه توګه د خلکو د راټولېدو په آزادۍ کې د پام وړ لاسوهنه شوې، په مذهبي آزادۍ، د خلکو په ګرځېدو راګرځیدو او د هیواد پرېښودو په حقونو هم سخت محدودیتونه لګول شوي وو.

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د بشري حقونو د حالت په اړه د امریکې د بهرنیو چارو وزارت رپوټ ته په خپل بیړني غبرګون کې ویلي، لوېدیځ هیوادونه دې پر افغانانو خپل کلتور نه تپي، وایي د افغانستان خلک مسلمانان دي او د هغوی حقوق د شریعت په بنیاد تعریف کیږي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د اپریل پر 23مه د افغانستان سرکاري رېډیو آر ټي‌ اې سره په مرکه کې ویلي، هغه څه چې په امریکا او لوېدیځو هیوادونو کې د بشري حقونو د ارزښتونو په توګه تعریف کیږي شاید په افغانستان کې هغه ډول تعریف نه شي:

"دا چې امریکا او یا کوم بل لوېدیځ هیواد د بشري حقونو په تړاو خبرې کوي، هغوی دې لوېدیځ کلتور پر نورو هیوادونو نه تحمیل کوي. کوم څه چې په امریکا کې بشري حقونو په نوم تعریف کيږي شاید په افغانستان کې هغسې نه اوسي".

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت په کلني رپوټ کې راغلي چې تېر کال په افغانستان کې په پراخه توګه د قانون واکمني له پامه غورځول شوې وه او هغو کسانو ته رسمي معافیت ورکړل شوی وو او په خلاف یې کوم اقدام نه دی شوی چې بشري حقونه یې تر پښو لاندې کړي وو.

د پاکستان د خزانې وزیر د ملک د اقتصاد ښه کېدو تمه څرګنده کړې ‏

د پاکستان د خزانې وزير محمد اورنګزېب تمه څرګنده کړې، چې د روان مالي کال ‏‎2023/24‎‏ اخره پورې به د پاکستان غېر ملکي زر مبادله ذخيره لس اربه ‏ډالرو ته ورسيږي.‏

نوموړي په اسلام اباد کې يوې غونډې ته په وينا کې دا خبره په داسې وخت کې کړې چې د پاکستان حکومت نړیوالې مالياتي ادارې (آی اېم اېف) ته د نورې ‏قرضې يا پور خواست کړی دی.‏

اورنګزېب په اسلام اباد کې د [پرمختيا دپاره مرستو] د سرخط لاندې جوړې غونډې ته په وينا کې ویلي، د نړيوالې مالياتي ادارې نه به درېم قسط زر ‏ترلاسه شي.

هغه ويلي د پاکستان د ونډو بازار په ريکارډ کچه په بره تللی، او په غېر ملکي زر مبادله ذخيره کې د مارکیټ د فعاليتونو له امله اضافه شوې ‏ده.‏

نوموړي زياته کړې، د کرکيلې په برخه کې پينځه فيصده اضافه کيږي، او روان کال د فصلونو پيداوار هم سېوا شوی دی.‏

د خزانې د وزير په خبره، که غواړو چې اقتصاد پياوړی شي، نو په ټېکس يا ماليه کې به اضافه کول وي. هغه ويلي، په ملک دننه د علاقايي هيوادونو په ‏مقابله کې د ماليې شرحه تر ټولو کمه نخښه فيصده ده. او د توانايۍ د تاوان کمولو په برخه کې اصلاحاتو ته اړتیا ده.‏

محمد اورنګزېب ويلي، حکومت د ګرانۍ قابو کولو دپاره او د ټولنې کمزورې طبقې سره د ښېکړې دپاره اقدامات کوي. ‏

هغه زياته کړې، نړيوالې مالياتي ادارې ته یې د اوږدې مودې پور دپاره خواست کړی دی، حکومت غواړي چې غټ اقتصاد ته ثبات ترلاسه شي، بله دا چې ‏د ملک دننه اصلاحات عملي کړل شي.‏

هغه تمه څرګنده کړې، روان مالي کال به د ګرانۍ شرحه ‏‎24‎‏ فيصده وي او مالياتي خساره به په خپل حد کې پاتې شي.‏

د پاکستان مرکزي بېنک [سټېټ بېنک] ويلي، روان مالي کال د پاکستان کرنټ اکاونټ خساره ‏‎50‎کروړه او ‏‎80‎‏ لکه ډالرو ته راټيټه شوې ده، تېر مالي کال ‏هم په دې موده کرنټ اکاونټ خساره څلور اربه او ‏‎50‎‏ کروړ ډالره وه.‏

د سټېټ بېنک د شمېرو ترمخه، د روان کال ‏‎2024‎‏ د مارچ په میاشت کې کرنټ اکاونټ خساره ‏‎61 ‎کروړه ‏‎90‎‏ لکه ډالره ريکارډ کړل شوې وه.‏

د بېنک ترمخه، د تېر کال ‏‎2023‎‏ په مارچ کې کرنټ اکاونټ خساره ‏‎53‎‏ کروړه او ‏‎70‎لکه ډالره ریکارډ کړل شوې وه.‏

د ایراني صدر د سفر په مهال کراچۍ او لاهور کې عامې رخصتياني اعلان شوي

د ايراني صدر ابراهيم رييسي د سفر په مهال د پاکستان په دوو غټو ښارونو کې نن د نهې- سه شنبې په ورځ عامې رخصتيانې اعلان شوې دي.‏

د ايران صدر ابراهيم رييسي د ‏‎22‎م نه تر ‏‎24‎م اپرېل پورې د لوړ پوړي پلاوي سره د پاکستان په سفر دی.‏

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ويلي، د ایران صدر به د پاکستان په سفر کې لاهور او کراچۍ ته ورځي او د صوبې د مشرانو سره به ويني.‏

د پاکستاني مطبوعاتو ترمخه، د پنجاب حکومت په يوه اعلاميه کې اعلان کړی نن د نهې- سه شنبې په ورځ به په لاهور کې عامه رخصتي وي.‏

له دې وړاندې د کراچۍ کمشنر سيد حسن نقوي هم د ايران د صدر د سفر په مهال په کراچۍ کې په ټولو تعليمي ادارو کې په ‏‎23‎م اپرېل د عامې رخصتۍ ‏اعلان کړی وو.‏

ويل شوي په کراچۍ کې د یوې اوونۍ دپاره په ډرون الوځولو هم بنديز لګول شوی دی.‏

دا بنديزونه په داسې وخت کې لګول شوي چې په ‏‎19‎م اپرېل کراچۍ کې د جاپاني وګړو په يو ګاډي ځانمرګی بريد شوی وو.‏

پوليس چارواکو ویلي وو، په دغه برید کې بهرني وګړي خوندي وتلي، دوه نور کسان پکې وژل شوي او دوه ژوبل شوي وو.‏

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په کراچۍ کې دغه ترهګر بريد غندلی او ويلي يې وو، پاکستان د بهرنيانو وګړو د ساتنې يقيني کولو دپاره ژمن دی.‏

ویل شوي وو، پاکستان به د خپلو نړيوالو همکارانو سره په ګډه د هر ډول ترهګرۍ د مخنيوي دپاره کار ته دوام ورکوي.‏

تر دې وړاندې په 26م مارچ د خېبر پښتونخوا بشام سیمه کې د چینایي اينجنیرانو په یوه قافله هم ځانمرګي برید شوی وو، پینځه چینایي انجنیران او د ‏هغوي یو پاکستانی ډرایور پکې وژل شوي وو.‏

جنوبي وزيرستان: د ماين په چاودنه کې دوه ماشوم وروڼه ژوبل شوي

‎د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلعې بر جنوبي وزيرستان کې د ځمکني ماين چاودنه شوې، دوه ماشومان وروڼه يې ژوبل کړي ‏دي.‏

‎انتظامیه دا پېښه تاييد کړې او ويلي يې دي، پېښه د تیارزه تحصیل په کنډې غر سیمه کې شوې ده. ‏
‎د تیارزه پولیس تاڼې چارواکي وایي چاودنه کې دوه وروڼه موسا خان او یارک خان ژوبل شوي، تنکي ماشومان دي.‏

‎د پولیسو په وینا د چاودنې وروسته سمدستي د پېښې ځای ته رسېدلي دي په دې پېښه کې ژوبل ماشومان مولې خان سرای سیمه کې روغتون ته وړل ‏شوي او پولیسو دې پېښې پلتنې پېل کړې دي. ‏

د روغتون چارواکي وايي د يارک د زخمونو حالت معمولي دی او موسا خان یوه پښه پرې شوې او عملیاتو دپاره ډیره اسماعیل خان کې پوځي روغتون ته ‏وړل شوی دی. ‏

د روغتون چارواکو ويلي، هغه ټول عمر د پاره په یوه پښه معزوره شوی دی.‏

د علاقې نه منتخب د صوبايي پارلیمان غړي محمد اصف خان مسید په دې پېښه اندېښنه کړې او وي او اې ډیوه ته یې ويلي، د متاثره کورنۍ سره د ‏مرستو د پاره یې د صوبې وزیر اعلا علي امین ګنډاپور ته سپارښتنه کړې ده.‏

د علاقې خلک وايي ځمکني ماین چاودونو یې ژوند ستونزمن کړی او د پاکۍ غوښتنه کوي. ‏

د تیارزه تحصیل چیرمېن شاه فیصل غازي وویل علاقه یې د وړاندې نه ورستې پاتې ده او ځمکني چاودنو خلک ذهني خراب کړي دي او ژوند پکې په ټپه ‏ودرېدلی دی.‏

هغه وویل دغلته غټ غټ مارکیټونه او بازارونه نشته خلک د خرڅ خوراک د پاره څاروي ساتي خو ماين چاودنو په خلکو کې سخته ويره خوره کړې ده.‏

په ورستيو کلونو کې د پاکستان پوځ د افغانستان سره په پوله جنوبي او شمالي وزیرستان کې د وسله والو خلاف عملیات کړي او يلي يې دي چې سیمه یې ‏د وسله والو نه خالي کړې ده خو د سیمې اوسيدونکي وايي د علاقې امنیت د تسلۍ وړ نه دی. ‏

‎د اپریل په 13مه قبایلي ضلعې شمالي وزیرستان کې د ځمکني ماین چاودنې درې تنکي ماشومان وژلي او یو یې ژوبل کړی وو.‏

پاکستان او ايران متفق شوي چې دوه اړخيزه تجارت به لس اربه ډالرو ته رسوي

پاکستان او ايران د دوه اړخيزه تجارت حجم لس اربه ډالرو ته سېوا کولو باندې اتفاق کړی دی، د امنيت، ‏ساينس او ټېکنالوجۍ سره یې په نورو برخو کې په مرستو سېوا کولو یادداښتونه هم لاسليک کړي دي.‏

د ايران صدر ابراهيم رييسي د ګل/ دوشنبې په ورځ په درې ورځني سفر پاکستان ته رسېدلی دی. هغه د پاکستان ‏د صدر اصف علي زرداري، وزيراعظم شهباز شريف او نورو لوړ پوړو مشرانو سره هم ليدلي دي.‏

د ايران صدر په داسې وخت کې د پاکستان سفر کړی چې په اسرايل د ايران نېغ په نېغه حملې وروسته په منځني ‏ختيځ کې حالات کړکېچن دي، هم د روان کال په جنورۍ کې پاکستان او ايران د يو بل په خاوره حملې کړې وې، ‏د دواړو ملکونو اړيکې ترينګلې شوې او بیا یې زر د اړيکو په ځای کولو ویلي وو.‏

پاکستان وايي، د ايران د صدر د پاکستان سفر د وړاندې نه ټاکل شوی د مينځني ختيځ د حالاتو سره یې هیڅ ‏تعلق نشته.‏

د يران د صدر سره د ليدو او په څو يادداښتونو د لاسليک وروسته مطبوعاتو سره په خبرو کې د پاکستان ‏وزيراعظم شهباز شریف ویلي، د اقتصادي پرمختيا او اړيکو په اړه پرېکړې کړي او هغه به ښکاره شي.‏

د ایران صدر ويلي، په ليدنه کې یې په سياسي، اقتصادي او تجارتي اړيکو کې د ممکنه حده پورې سېوا کولو ‏باندې اتفاق کړی دی.‏

هغه ویلي، پاکستان او ايران د ترهګرۍ پرضد جنګيږي، د دواړو ترمنځ مرستو اړينه ده.‏

هغه زياته کړې، د پاکستان او ايران ترمنځ د تجارتي او اقتصادي مرستو حجم ډېر کم دی، پرېکړه یې کړې په ‏لومړي پړاو کې به دا حجم لس اربه ډالرو ته سېوا کولی شي.‏

د پاکستان د وزیراعظم دفتر د ليدنې په اړه ویلي، دواړو مشرانو په ليدنه کې دوه اړيکو ته د ودې ورکولو ‏ترڅنګ په مختلفو برخو کې په مرستو سېوا کولو او ترهګرۍ په مخنيوي بحث کړی دی.‏

ويل شوي، د ايران صدر به په سفر کې د کراچۍ او لاهور سفر هم وکړي.‏

د پوهانو په خبره ښيي، د ايران د صدر په سفر کې به نوموړی د پاکستان سره د ايران – پاکستان ګېس پايپ ‏لاين په منصوبه هم خبرې وکړي.‏

د ايران – پاکستان ګېس پايپ لاين منصوبه د لسو کلونو راهسې د ځنډ ښکار ده، امریکې پاکستان ته په ډاګه ‏ویلي، دغه منصوبه مخ په وړاندې نه بوځي کنه د بنديزونو سره مخ کېدی شي.‏

نور کتل

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
XS
SM
MD
LG