لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جم میټس: افغانستان په اړه د صدر ټرمپ د کوښښونونه مطمین یم


د جمعې په ورځ صدر ټرمپ په کیمپ ډیوډ کې د قامي سلامتیه چارواکو سره غونډه وکړه
د جمعې په ورځ صدر ټرمپ په کیمپ ډیوډ کې د قامي سلامتیه چارواکو سره غونډه وکړه

د امریکې د دفاع وزیر جم میټس ویلي افغانستان دپاره د نوي تگ لارې جوړولو په لړ کې د صدر ډانلډ ټرمپ د کوښښونونه مطمین دی.

د اتوار، یکشنبې، په ورځ په عمان کې جم میټس خبریالانو ته وویل د افغانستان په اړه د نوی تگ لارې تفصیل نشي څرگندولی ترڅو يي وایټ هاوس خپله اعلان نه وي کړی.

صدر ټرمپ د خالي، شنبې، په ورځ وویل حکومت يي د افغانستان په اړه خپلې تگ لارې ته حتمي شکل ورکړی دی.

د جمعې په ورځ صدر ټرمپ په کیمپ ډیوډ کې د قامي سلامتیه چارواکو سره غونډه وکړه. د غونډې ورسته ډانلډ ټرمپ په ټویټر یو پیغام کې وویل د پوځي مشرانو سره يي په کیمپ ډیوډ کې اهمه ورځ تیره کړه، په افغانستان او نورو مسلو يي گڼ شمیر فیصلې وکړې. هغه څه نور تفصیل وړاندې نه کړو.

د صدر ټرمپ پریس سیکریټري ساره هوکبي ویلي نوي تگ لاره به په جنوبي ایشیا کې د امریکې د مفاداتو تحفظ کوي او د تگ لارې تفصیلات به زر اعلان کړی شي.

د افغانستان د نوي تگ لارې په اړه حکومتي مامورینو ویلي په دې کې به د جنوبي ایشیا سیمې ته په عمومي توگه او پاکستان او هندوستان ته په خصوصي توگه کتنه کولی شي. په ممکنه لارو چارو کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په شمیره کې اضافه هم شامله ده او داسې هم کیدی شي چې امریکايي عسکر په مکمله توگه راویستلی شي او شخصي کمپنو ته هلته د امنیت ذمه وارۍ وسپارلی شي.

صدر ټرمپ ددفاع وزیر جم میټس ته اختیار ورکړی دی چې په افغانستان کې دې د امریکايي ځواکونو شمیره وټاکي خو تر دا وخت په دغه شمیره کې څه بدولون نه دی شوی.

دا وخت په افغانستان کې ٨۴٠٠ امریکايي او شا او خوا ٥٠٠٠ د نیټو ځواکونه پراته دي چې زیاتره د مشاورت او د تربيي دنده ترسره کوي. د امریکايي ځواکونو یوه داسې ډله هم په افغانستان کې شته چې د داعش او نورو وسله والو ډلو خلاف د جنگیدو ذمه واري ور په غاړه ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG