لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جېم مېټس: افغانستان به بې رحمه غلیمانو ته نه پریږدي


جېم مېټس د افغان صدر اشرف غني سره گډ خبري کانفرنس ته هم ونیا وکړه
جېم مېټس د افغان صدر اشرف غني سره گډ خبري کانفرنس ته هم ونیا وکړه

د امریکا ددفاع وزیر جېم مېټس نن کابل کې ویلي افغانستان به داسې بې رحمه غلیمانو ته نه پریږدي چې د وژنو دلارې د واک ترلاسه کولو هڅې کوي. نوموړي ویلي طالبانو سره یوه لار ده او هغه دا چې د خبرو اترو دلارې سوله وکړي.

د افغانستان د ناڅاپه سفر په وخت جېم میټس وویل امریکا به افغانستان نه پرېږدي چې یو ځل بیا د نړیوالو ترهګرو ځاله شي. نوموړی د هند له سفر ورسته نیغ کابل ته تللی. نوموړي ویلي وو د اسلام آباد سفر به نه کوي.

دا د افغانستان په اړه د ټرمپ لخوا د نوي تګلارې تر اعلانېدو راهیسې کابل ته د ټرمپ د کابینې د یوه غړي لومړنی سفر دی.

ماټیس له ولسمشر اشرف غني او د ناټو له مشر سره په کابل کې یوې ګډې خبري غونډې ته وویل:

(مونږ به په ګډه هغه هیلې له منځه یوسو چې القاعده، داعش، حقاني او یا طالبان دې د جګړې او وژنو له لیارې بریالي شي. زه طالبانو ته یوځل بیا وایم چې یواځې د خبرو اترو له لیارې بریالي کیدای شي. مونږ د ټولو هغو هرکلی کوو چې د یوه راتلونکي سولیز افغانستان لپاره ژمن وي. مونږ د افغانستان په مشرۍ د سولې او پخلاینې د بهیر ملاتړ کوو. څومره ژر چې طالبان سوله وکړي نو هومره ژر به وژنې ودریږي.)

د ناټو مشر وویل ناټو به افغانستان په سختو حالاتو کې پرې نږدي او مونږ په خپلو ژمنو باندې ولاړ یو له همدې امله له ناټو سره د نړیوالو لخوا د پراخې مرستې هرکلی کوو په ځانګړې توګه د امریکا لخوا افغانستان ته د نورو سرتیرو د لېږلو له غږ سره.

(مونږ په افغانستان کې د پاتې کېدو په قیمت پوهیږو خو له افغانستان څخه د وتلو بیه به تر هغې هم زیاته او ګرانه وي. که ناټو له افغانستان څخه ژر ووځي نو افغانستان بیرته په یوې نا امنې سیمې او د نړیوالو ترهګرو په ځالې باندې بدلېدای شي. تیر ځل چې داسې شوي وه نو پایله یې د سپټمبر د یولسمې برید وه چې په ترڅ کې یې کابو ۳۰۰۰ کسان ووژل شول. مونږ نشو پرېښودای چې داسې بیا څه وشي.)

نوموړي وړاندې وویل ناټو ژمنه ده چې تر ۲۰۲۰ میلادي کاله پورې به افغان امنیتي ځواکونو ته مالي لګښتونه او مرستې ورکوي چې هر کال کابو یو میلیارد ډالره کېږي.

ده زیاته کړه مونږ پدې برخه کې ژمن یو او هیله لرو چې افغان حکومت به هم په خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.

ده دا هم وویل چې طالبان باید پدې پوه شي چې د جګړې له لیارې یې نه شي ګټلای خو د خبرو اترو له لیارې زیات څه ترلاسه کولای شي.

د ناټو مشر وویل زه افغان حکومت دې ته هڅوم چې د سولې او خبرواترو لپاره زمینه برابره کړي.

په ورته وخت کې کابل ته د ماټیس د رسېدو څخه یواځې څو ساعته وروسته د کابل هوايي ډګر ته نږدې شپږ راکټونه لګېدلی چې دا پدغه جګړه ځپلي هېواد کې د روانې نا امنۍ یوه ښکاره بیلګه ده.

تر دې مهاله ددغو راکټونو له امله د ممکنه اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي خو طالبانو یې پړه په غاړه اخیستې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG