لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

طالبان وايي، د بې درکه امریکايي په اړه معلومات نه لري


امریکايي چارواکو او د کورنۍ غړو یې ویلي، چې فریریچ د جنورۍ په وروستیو کې تښتول شوی دی

طالبانو د جمعې په ورځ ویلي، دوی امریکا ته دا پیغام رسولی، چې دغې ډلې په افغانستان کې کوم امریکايي له ځان سره نه دی برمته کړی.

زلمي خلیلزاد هم دا منلې ده چې ده د طالبانو د قطر مشرانو سره په لیدنه کې د امریکايي قراردادي مارک فریریچ د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.‌

امریکايي چارواکو او د کورنۍ غړو یې ویلي، چې فریریچ د جنورۍ په وروستیو کې تښتول شوی دی.

تر هغې راوروسته هېڅ کومې ډلې ددغې پېښې پړه نه منلې.

د طالبانو ویاند سهیل شاهین د جمعې په ورځ ویلي، "هو ډاکټر خلیلزاد د هغه د خوشېدو غوښتنه کړې او هغه ورته غوښتنه زمونږ په تېرې لیدنې کې هم کړې وه خو زمونږ لخوا ورته بیا هم وویل شول چې مارک فریریچ له مونږ سره نشته او نه هم مونږ نیولی دی."

XS
SM
MD
LG