لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرل کیمپبل: افغانستان به د پامه نه غورځوو


کال ٢٠٠١ کې افغانستان کې د القاعده او طالبانو خلاف کاروائي د شورو کیدو په وخت هیواد کې د ٥٠ هیوادونو شا او خوا ١۴٠٠٠٠ عسکر پرځائې کړی شوي وو. په تیرو ١٣ کلونو کې افغانستان کې ٣٥٠٠ خارجي عسکر وژل شوي دي چې پکې ٢٢٠٠ امریکائي پوځیان دي
کال ٢٠٠١ کې افغانستان کې د القاعده او طالبانو خلاف کاروائي د شورو کیدو په وخت هیواد کې د ٥٠ هیوادونو شا او خوا ١۴٠٠٠٠ عسکر پرځائې کړی شوي وو. په تیرو ١٣ کلونو کې افغانستان کې ٣٥٠٠ خارجي عسکر وژل شوي دي چې پکې ٢٢٠٠ امریکائي پوځیان دي

افغانستان کې د امریکائي او د نیټو ځواکونو مشر جنرل جان کیمپبل ویلي د هیواد ملاتړ به ائنده کې هم جاري ساتي او د بهرنو ځواکونو ستنیدو ورسته به هم افغانستان د پامه نه غورځوي.

امریکا او نیټو افغانستان کې خپل ١٣ کلن جنگ د اتوار یا شنبې په ورځ په رسمي توگه سر ته ورسولو. په دې لړ کې د کابل په پوځي مرکز کې دستوره وشوه.

د امریکائي او نیټو ځواکونو ستنیدو ورسته به هم ١٣٠٠٠ امریکائي عسکر افغانستان کې پرځائې کولی شي چې د افغان ځواکونو تربیه او د وسله والو خلاف کاروائیو کې به برخه اخلي.

د نوي کال په وړمبۍ ورځ به افغان ځواکونه په رسمي توگه د هیواد د امنیت ذمه وارۍ د نیټو او امریکائي عسکرو نه ترلاسه کوي.

د جنگ په رسمي توگه ختمولو دستورې ته وینا کې امریکائي جنرل جان کیمپبل وویل افغانستان سره همکاري به ائنده کې هم جاري ساتي. "زمونږ نوي ژمنه دا ده چې مونږ به د افغانستان په ائنده کې پنگي اچو. افغانستان سره به زمونږ ملاتړ جاري وي."

کال ٢٠٠١ کې افغانستان کې د القاعده او طالبانو خلاف کاروائي د شورو کیدو په وخت هیواد کې د ٥٠ هیوادونو شا او خوا ١۴٠٠٠٠ عسکر پرځائې کړی شوي وو.

په تیرو ١٣ کلونو کې افغانستان کې ٣٥٠٠ خارجي عسکر وژل شوي دي چې پکې ٢٢٠٠ امریکائي پوځیان دي.

امریکا افغانستان کې پوځي کاروائي د کال ٢٠٠١ د سپټمبر د ١١ مې نیټې حملو په ځواب کې شورو کړه چې پکې شا او خوا ٣٠٠٠ کسان وژل شوې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG