لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرل نکلسن: د طالبانو سره نیغ په نیغه خبرو ته تیار یوو


طالبانو په قطر کې د مذاکراتو په خاطر دفتر پرانسلی دی
طالبانو په قطر کې د مذاکراتو په خاطر دفتر پرانسلی دی

په افغانستان کې د نېټو او امریکايي ځواکونو مشر جنرل جان نکلسن ویلي امریکا د افغانستان طالبانو سره نیغ په نیغه مذاکراتو ته تیاره ده.

په کندهار کې د گل، دوشنبې، په ورځ د افغان مامورینو او د قبایلي مشرانو یوې غونډې په موقع جنرل نکلسن امید څرگند کړو چې طالبان به دا خبره "احساس" کړي او د امن بهیر په وړاندې بوتللو کې به کردار ادا کړي.

جنرل نکلسن طالبانو سره د مذاکراتو خبره په داسې حال کې وکړه چې د امریکې خارجه وزیز مایک پامپېیو تیره هفته د کابل د سفر په مهال افغان صدر اشرف غنی ته ډاډ ورکړو چې د طالبانو سره د سولې خبرې پېل کولو به یې امریکا ملاتړ کوي.

د مایک پامپېیو خبرو ته په اشاره جنرل نکلسن وویل "زمونږ خارجه وزیر ښاغلي پامپېیو ویلي امریکا د طالبانو سره خبرو ته او د نړیوالو ځواکونو په رول غور کولو ته تیاره ده."

جنرل نکلسن چې د کال ٢٠١٦ راهسې په افغانستان کې د امریکايي او د نېټو عسکرو مشر دی وویل "او مونږ امید کوو چې دوی (طالبان) به دا خبره احساس کړي او ددې د لارې به د امن بهیر په وړاندې بوتلو کې مرسته وشي."

د طالبانو سره د خبرو په اړه د جنرل نکلسن وینا په داسې مهال مخې ته راغلې چې د امریکې نیویارک ټایمز اخبار په یو رپورټ کې وویل چې د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ لوړ رتبه سفارتکارانو ته امر کړې چې په افغانستان کې د امن د کوښښونو په لړ کې د طالبانو سره د نیغ په نیغه مذاکرات لارې دې ولټول شي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ترمخه، صدر ټرمپ امریکایي ډیپلوماتانو ته لارښوونه کړې چې د افغانستان د سولې مذاکراتو د پیلولو په خاطر دې له طالبانو سره نیغ په نیویارک ټایمز ویلي چې څو تنو افغان او امریکایي چارواکو د دغې خبرې پخلی ورته کړی دی.

د افغان صدر یو ویاند، شاه حسین مرتضوي، امریکا غږ ته وویل چې کابل تر اوسه له امریکایي چارواکو څخه رسما" د دغسې لارښوونې په هکله څه نه دي اوریدلي او کله چې د ټرمپ حکومت په رسمي توگه د دې تصمیم اعلان وکړي، نو بیا به کابل په اړه یې نظر څرگند کړي.

بل پلو د افغانستان د سولې عالي شورا وایي چې هر هیواد کولای شي له طالبانو سره تماس ونیسي او هغوی د سولې مذاکراتو ته وهڅوي، خو د سولې مذاکرات به د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو ترمنځ وي.

د سولې د عالي شورا ویاند، سید احسان طاهري، امریکا غږ ته وویل: "موږ د هر هغه اقدام ملاتړ کوو چې د همکارۍ په کچه وي او د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د خبرو امکان برابر کړي."

پاکستاني څیړونکي باور کوي چې که چیرې امریکا او طالبان په رښتیا د یو بل سره نیغ په نیغه خبرو ته چمتو شي، نو دا به د افغانستان لپاره لویه خبره وي.

پر افغان چارو نظر لرونکي صحافي او څیړنکار، رحیم الله یوسفزی ډیوه ریډیو سره په خبرو کې وویل چې امریکې د طالبانو سره د نیغ په نیغه خبرو شرط منلی، او اوس به دا کتل وي چې طالبان د امریکې دغه وړاندیز ته څنگه عکس العمل ښایي.

ښاغلي یوسفزي زیاته کړله: "زما په خیال باندې، اوس به پر طالبانو باندې یو قسمه فشار راځي چې هغوی د دې مثبت جواب ورکړي. او که اوس هغوی ددې انکار کوي، نو بیا طالبانو باندې به انتقاد کیږي چې هغوی خبرې نه کول غواړي."

بلخوا د افغانستان دپاره د پاکستان پخوانی سفیر او څېړونکی رستم شاه مومند وایي، دا ړومبی ځل نه دی چې امریکا به د افغان طالبانو سره نیغ په نیغه خبرې وکړي. د ښاغلي رستم شاه مومند په وینا، په قطر کې چې د افغان طالبانو کوم استازي ناست دي، د هغوی او امریکې ترمنځ څو څو واري نیغ په نیغه خبرې شوي.

نیویارک ټایمز په خپل رپورټ کې وویل چې امریکا به د پاکستان نه هم غواړي چې طالبان د مذاکراتو مېز په راکش کولو کې کردار ادا کړي.

پاکستان په سمدستي توگه د نیویارک ټایمز په رپورټ په حکومتي کچه څه نه دي ویلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG