لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سټېټ ډپارټمنټ: افغانستان او نکاراګوا د انسانانو دغیرقانوني تګ راتګ په لړ کې تر ټولو زیاتې خلاف ورزۍ کړي


د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د انسانانو د قاچاق یا ټرېفیکنګ ان پرسنز په اړه د سټېټ ډپارټمنټ رپورټ شایع کړو
د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د انسانانو د قاچاق یا ټرېفیکنګ ان پرسنز په اړه د سټېټ ډپارټمنټ رپورټ شایع کړو

په نړیواله کچه د انسانو د غیرقانوني تګ راتګ په اړه خپل کلني رپورټ کې د امریکې خارجه وزارت افغانستان او نکارګوا د نورو ملکونو په مقابل کې تر ټولو زیات په خلاف ورزیو ککړ بللي دي او ویلي یې دي چې پاکستان د انسانانو د غیرقانوني تګ راتګ مخه نیولو په لړ کې بنیادي تقاضې نه پوره کوي.

د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د انسانانو د قاچاق یا ټرېفیکنګ ان پرسنز په اړه د سټېټ ډپارټمنټ رپورټ شایع کړو.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه د سټېټ ډپارټمنټ د سږ کال په رپورټ کې افغانستان او نکاره ګوا د انسانانو د غیرقانوني تګ راتګ په لړ کې د خلاف ورزیو په سر په دریمه درجه کې شامل کړي‌ دي چې تر ټولو لاندېنۍ درجه ده او له امله یې دواړه ملکونه د امریکې د غیر تجارتي او غیر انساني مرستې په برخه کې د بندیزونو سره مخامخ کیدلی شي. د بندیزونو فیصله به د امریکې صدر کوي، رویټرز وايي.

پاکستان د دویمې درجې په ملکونو کې شامل کړی شوی دی.

د سټېټ ډپارټمنټ په رپورټ کې وېل شوي چې که څه هم د پاکستان حکومت د انسانانو د غیر قانونی انتقال د مخنیوي دپاره کوښښونه کوي خو دغه هلې ځلې د بنیادي معیارونو سره سمی نه خوري. رپورټ وايي حکومت د خښتو په بټو کې خلکو نه په زرو د کار اخیستلو او جبري مشقت د مخه نیولو دپاره ګامونه پورته کړي دي خو حکومت په پراخه کچه دغه کوښښونه نه دي زیات کړي. رپورټ وايي د جنسي تیرېو په کېسونو کې د ملزمانو خلاف په ګامونو اخیستلو کې هم کمی لیدل کیږي.

د انساني قاچاق په اړه رپورټ د شایع کوولو په موقع د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو وویل کرونا وایرس له امله هم زیات خلک د انساني قاچاق د خطر سره مخامخ شوي دي. هغه وویل بې امني او انتهايي ضروري اسانتیاو ته د رسايي نشتوالی خلک انساني قاچاق ته نور هم څرګند کړي.

رویټرز وايي سعودي عرب چې وړاندې د انساني قاچاق په لړ کې د خراب ترینو ملکونو په فهرست کې شام و درجه بندي یې بهتره کړی شوه. رویټرز وویل د جبري مشقت او د ویغور مسلمانانو په اجتماعي توګه د بند ساتلو په سر چین په مستقل ډول د انساني قاچاق په لړ کې د بدترینو خلاف ورزیو په فهرست کې و.

رپورټ وايي بېجنګ د نورو مذهبي اقلیتونو په اړه هم اقدامات شرو کړي دي. خو چین دا خبره ردوي چې د ویغورو سره بدسلوک کوي، وايي په کېمپونو کې د تندروۍ د مخنیوي په لړ کې ویغورو ته مسلکي تربیه ورکول کیږي.

مایک پامپېیو په خپلو خبرو کې وویل د چین کمیونسټ ګوند او حکومتي کمپنۍ خپل شهریان مجبوروي چې د بوږنونکو حالاتو دلاندې په بېلټ اېنډ روډ یا د چین د سړک او کمربند منصوبو کې مشقت وکړي.

د پاکستان تر څنګ هانګ کانګ هم په دویمه درجه کې شامل کړی شوی دی. په دغه درجه بندۍ شامل ملکونو خصوصي نظر ساتل کیږي چې د انساني قاچاق په ضد دې قانون سازي وکړي.

سعودي عرب په دریمه درجه کې و خو رویټرز وايي درجه بندي یې بهتر کړی شوه او د سږ کال په رپورټ کې په د دویم فهرست په ملکونو کې شامل دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG