لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

روس، امریکا او افغانستان: طالبان دي تشدد کم کړي او اعتمادسازي دې وکړي


ضمیر کابلوف، حنیف اتمر، او زلمی خلیلزاد

افغان، روس، او امریکایي چارواکو د افغانستان د امن د پروسې په اړه یوه درې اړخیزه آنلاین ناسته کړې ده چې، د افغانستان د حکومت په قول، درې واړو اړخونو له طالبانو غوښتي دي چې د افغان حکومت لخوا د زرګونو طالبانو د خوشې کېدو په بدل کې دې دوی هم مثبت ګامونه واخلي، بندیان دې خوشې کړي او په تشدد کې دې کموالی راولي.

د افغانستان خارجه وزارت یو بیان جاري کړی او په هغه کې یې لیکلي چې د افغانستان د خارجه چارو وزیر محمد حنیف اتمر د ګل/دوشنبې په ورځ د افغانستان د سولې دپاره د امریکا له خاص استازي زلمي خلیلزاد او د افغانستان دپاره د روسیې خاص استازي ضمیر کابلوف سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کړي دي.

د بیان ترمخه، درې واړو چارواکو د دې خبرې هرکلی کړی چې دولت او طالبان د بین الافغاني مذاکراتو ژرترژره پیلېدو ته آمادګي څرګنده کړې ده. د افغانستان، امریکا او روس دغو درې چارواکو همدا راز ټینګار کړی دی چې په قطر کې د طالبانو سره شوې د امریکا د لوظنامې پر بنیاد، دوی هیله من دي چې د بین الافغاني مذاکراتو په همدې سر کې لا د یوې سرتاسري ډزبندۍ موضوع په اجنډا کې شامله وي.

د افغانستان د خارجه چارو وزارت همدا شان پخپل بیان کې ویلي چې د ګل ورځې د آنلاین غونډې درې واړه اړخونو، یعنې افغانستان، امریکا او روس، د تشدد پر کمېدو ټینګار وکړ، ځکه د دوی په وینا په دغسې یو حالت کې چې بین الافغاني مذاکرات په رانږدې کېدو ښکاري، د یو مثبت ماحول دپاره، اعتمادسازي ضروري ده.

افغان خارجه وزیر حنیف اتمر، د امریکا استازي زلمي خلیلزاد، او د روس استازي ضمیر کابلوف په دې خبرو کې پر دې ټکي هم اتفاق څرګند کړی چې د بین الافغاني مذاکراتو د حفاظت او کامیابۍ دپاره، په سیمه ییزه او نړېواله کچه همکاري ضروري ده. هغوی پر دې هم اتفاق څرګند کړی چې د افغانستان د امن د پروسې په اړه به په آینده کې بیا هم دغسې درې اړخیزې غونډې ولري.

د روس، امریکا او افغانستان چارواکو آنلاین غونډه وکړه
د روس، امریکا او افغانستان چارواکو آنلاین غونډه وکړه

د افغانستان د خارجه وزارت ویاند گران هېواد نن د نهې یا سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د دې آنلاین غونډې برخه والو بیا هم وعده وکړه چې د افغانستان د تېرو نولسو کلونو د لاسته راوړنو ملاتړ به کوي.

ټاکل شوې ده چې د روانې میاشتې تر پایه پورې به د قطر په سرښار دوحه کې د افغانستان د جمهوري دولت د مذاکراتي هیئت او د طالبانو ډلې د استازو ترمنځ مقدماتي ناسته ترسره شي.

د سولې په چارو کې د افغانستان د دولت وزارت، وي او اې ته ویلي چې د دغې ناستې دپاره آمادګي نیول شوي او د مذاکره چیانو د کروناوایرس ټېسټونه هم پیل شوي دي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د رائټرز خبري اېجنسۍ ته ویلي چې کله د خوشې شویو طالب بندیانو شمېر پنځه زرو ته ورسیږي، نو طالبان به په یوه هفته کې مذاکراتو ته حاضر شي. سهیل شاهین د نهې یا سې شنبې په ورځ هم په خپل ټویټر خبر ورکړ چې دوی د بشري خواخوږۍ او حسن نیت په توګه، درې زخمي شوي حکومتي عسکر له قیده خوشې کړي دي.

حکومت تر اوسه شاوخوا درې زره طالب بندیان له زندانونو خوشې کړي دي.

افغان حکومت ژمنه کړې چې ډېر ژر به دوه زره نور طالبان هم له زندانونو خوشې کړي، او دا کار ممکن د همدې هفتې تر پایه وشي.

XS
SM
MD
LG