لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د افغانستان په جنګ کې ۱۹۰۹ امریکايي عسکر وژل شوي دي، د امریکې حکومت اداره وايي 


د سيګار په رپورټ کې وېل شوي چې د امریکې او طالبانو ترمنځ د فېبرورۍ په ۲۹ نېټه د امن معاهدې نه پس طالبانو په امریکايي او نړیوالې ځواکونو حملې بندې کړې خو په افغان امنیتي ځواکونو یې بریدنه تند کړل

د کال ۲۰۰۱ د اکتوبر د لومړۍ نېټې نه د سږ کال د اپرېل د میاشت پورې د افغانستان په جنګ کې ۱۹۰۹ امریکايي عسکر وژل شوي دي. دا خبره په افغانستان کې د بیا رغونې هلو ځلو د څار د امریکې حکومت ادارې سیګار خپل ورستي رپورټ کې کړې ده.

د سیګار ترمخه په افغانستان کې د امریکې ورستي جنګي پوځي تلفات د سږ کال د جنورۍ او فېبروۍ په میاشتو کې شوي وو. د جنورۍ په ۱۱ په کندهار ولایت کې د سړک د غاړې بم چاودېدو له امله دوه امریکايي عسکر ووژل شو او د فېبرورۍ په اتمه نېټه په ننګرهار ولایت کې د افغان پوځ په درېشۍ کې مسلح تن دوه امریکايي عسکر ووژل. درې نور امریکايي په غېر جنګي پېښو کې سږ کال ووژل شوو.

د رېزلوټ سپورټ ، ار ایس، یا په افغانستان کې د امریکايي او نړیوالو ځواکونو د ادارې ترمخه د سږ کال د جنورۍ نه تر د مارچ د میاشت پورې د افغان امنیتي ځواکونو دننه ۱۷ حملې وشوي چې له امله یې د ۵۴ عسکرو مرګ ژوبله رامنځته شوه.

سیګار په خپل رپورټ کې وویل په افغانستان کې امریکې او نېټو پوځي ماموریت د سږ کال په دریو میاشتو کې د وسله والو د حملو په اړه معلومات څرګند نکړل ځکه چې دغه معلومات د امریکې او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو برخه وبلل شوه. سيګار وویل د دغو معلوماتو په بنیاد په افغانستان کې د ناارامه سیمو او هلته د تشدد کچه معلومېږي.

د سيګار په رپورټ کې وېل شوي چې د امریکې او طالبانو ترمنځ د فېبرورۍ په ۲۹ نېټه د امن معاهدې نه پس طالبانو په امریکايي او نړیوالې ځواکونو حملې بندې کړې خو په افغان امنیتي ځواکونو یې بریدنه تند کړل.
سيګار په خپل رپورټ کې وايي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما د زیاترو ملکي تلفاتو ‌‌ذمه واري په طالبانو، د داعش خراسان څانګې او په نورو وسله والو ډلو اچوي. یوناما وايي په کال ۲۰۱۹ کې ۶۷۴۴۷ ملکې تلفات رامنځته شوي وو چې ۴۷ فیصد پکې د طالبانو دلاسه، ۱۲ فیصد د داعش خران او د درې فیصد د نورو نامعلومه وسله والو په غاړه وو. د ۲۰۱۸ په مقال کې تېر کال طالبانو دلاسه د تلفاتو په کچه کې ۲۱ فیصد اضافه شوي وه.

XS
SM
MD
LG