لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې امریکايي عسکر وژل شوی


 د دې نه وړاندې افغان مامورینو په غیر رسمي ډول مطبوعاتو ته د مېدان وردک ولسوالۍ په میدان شهر کې د ملي امنیت په مرکز حمله کې د مرگ ژوبلې زیاته شمېره ښودلې وه
د دې نه وړاندې افغان مامورینو په غیر رسمي ډول مطبوعاتو ته د مېدان وردک ولسوالۍ په میدان شهر کې د ملي امنیت په مرکز حمله کې د مرگ ژوبلې زیاته شمېره ښودلې وه

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو یو عسکر د نهې، سه شنبې، په ورځ ووژل شو.

امریکايي پوځ په یو بیان کې وویل عسکر یې په جگړه کې وژل شوی دی او د پېښې تحقیقات پېل کړی شوې دي.

امریکايي پوځ د خپل عسکر د وژل کېدو خبر په داسې حال کې ورکړی دی چې افغان مامورینو وویل یوه ورځ وړاندې د ملي امنیت په مرکز د طالبانو په حمله کې ٣٦ تنان وژل شوي او ٥٨ نور زخمیان دي.

د دې نه وړاندې افغان مامورینو په غیر رسمي ډول مطبوعاتو ته د مېدان وردک ولسوالۍ په میدان شهر کې د ملي امنیت په مرکز حمله کې د مرگ ژوبلې زیاته شمېره ښودلې وه. رویټرز خبري ادارې د افغان مامورینو له قوله ویلي وو چې حمله کې تر د ١٢٦ پورې تنان ووژل شو.

طالبانو د میدارن وردک حملې ذمه واري په غاړه اخېستې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG