لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان:امریکايي ځواکونو طالبانو ضد هوايي بمباري شمالي سیمو ته غځولې


په افغانستان کې امریکايي ځواکونو د طالبانو خلاف د هوايي بمبارۍ کمپاین د هیواد شمالي سیمو او د چین او تاجکستان سره نژدې سرحدي علاقو ته غځولی دی چې د وسلوالو مالي سرچینې، د تربيي مرکزونه او د ملاتړ اډاڼې تباه کړي.

امریکايي پوځ د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل په تیرو ٩٦ گنټو کې امریکايي جنگي جهازونو په بدخشان ولایت د چین او د تاجکستان سرحد سره نژدې په طالبانو بمباري کړې ده چې دا رنگ وسلوال د ترهگر حملو تربیه وه نکړی شي.

امریکايي پوځ وویل د طالبانو خلاف بمبارۍ کې د هوايي پوځ بي ففټي ټو یا بي ٥٢ نومې جهازونو ٢۴ انتهايي جدید بمونه وغورځول چې یو ریکارډ دی.

په اعلان کې دا هم وویل شو چې د هوايي بمبارۍ د کمپاین د پیل کیدو راهسې د طالبانو ٣٠ مېلینه د امدن سرچېنې تباه کړی شوي دي.

په افغانستان کې د امریکايي او نېټو ځواکونو مشر جنرل جان نکلسن
په افغانستان کې د امریکايي او نېټو ځواکونو مشر جنرل جان نکلسن

په افغانستان کې د نېټو او د امریکايي ځواکونو مشر جنرل جان نکلسن وویل "طالبانو سره د پټیدو ځای نشته...هېڅ یوه ډله چې دې هېواد ته تباهي راوړل غواړي دلته به د پناه ځای وه نه مومي."

د امریکايي پوځ اعلان وايي په هوايي بمبارۍ کې د هغه موټرې هم تباه کړی شوې چې د افغان عسکرو نه پټې شوي وې او طالبانو پکې بمونه لگول.

د گل، دوشنبې، په ورځ امریکايي پوځ وویل ۴٠٠٠ نوي تربیه کړی شوي افغان عسکر به د ژمي په ختمیدو په قامي پوځ کې ورشامل شي.

د طالبانو خلاف جنگي فشار په داسې حال کې زیات شوی چې امریکايي صدر ډانلډ ټرمپ طالبانو سره د مذاکراتو امکان رد کړی دی. په کابل کې د ورستیو بریدونو ورسته، هغه وویل طالبان ملکي کسان وژني نو ځکه ورسره خبرې نشي کیدی.

افغان صدر اشرف غني هم ویلي طالبانو سره به مذاکرات نه کوي.

بلخوا، د طالبانو ترجمان زبیح الله مجاهد وي او ای ته ویلي افغان حکومت د مذاکراتو اختیار نه لري. هغه وویل صدر ټرمپ د جنگ لاره غوره کړې ده او طالبانو ورته تیار دي.

امریکايي ځواکونو د نومبر د میاشت راهسې د طالبانو پرضد هوايي بمباري شورو کړې ده. په دغه وخت صدر ډانلډ ټرمپ د افغانستان دپاره خپله نوي تگلاره هم اعلان کړه چې زیاتره توجه یې په جنوبي افغانستان کې د طالبانو خلاف په عملیاتو وه چې هلته د نشۍ توکو فابریکې تباه کړی شي او دا رنگ د وسلوالو مالي سرچینې لمنځه یوړل شي.

د نیټو قواؤ په ملاتړ افغان ځواکونو هم په طالبانو خپل فشار دوامداره ساتلی دی.

په طالبانو د هوايي بمبارۍ په اړه د امریکايي ځواکونو د اعلان نه وړاندې طالبانو په سوشل میډیا په خپله پروپیگینډه کې داسې وډیوگانې خپرې کړې وې چې وسلوال پکې د واورو په سیمه کې د روزنې په مهال ښودل کیږي.

د بدخشان په شمول د افغانستان په یو شمیر شمالي ولایتونو کې د ژمي په موسم کې واوره کیږي.

د امریکايي پوځ د اندازې ترمخه، د افغانستان ۴۴ فیصد برخه د طالبانو په قبضه کې ده او په کال ٢٠١٧ کې طالبانو افغان ځواکونو ته درانه تلفات اړولې دي. د افغانستان د دفاع وزارت امریکايي همکاران د تلفاتو په اړه معلومات د شائع کولو نه منع کړې دي.

د امریکې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ترمخه، تیره کال ١٠٠٠٠ افغان عسکر وژل شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

ماهرین په کور د ساتل شوو څاروو د ښه صحت دپاره شنه ګیاه اهمه بلي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG