لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي رپورټ: پرامنه طالبانو ته به په ټولنه کې د تحفظ باور ورکول وي


رپورټ وايي په افغانستان کې د امریکايي تگلارې بنیادي هدف دا خبره یقیني کول دي چې ترهگر په افغانستان بیا د پناه ځای ترلاسه کړي او په امریکا او د امریکې په مفاداتو حملې وه نکړي. "په افغانستان کې زمونږ حتمي هدف د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ د مذاکراتو دلارې سیاسي حل ترلاسه کول دي
رپورټ وايي په افغانستان کې د امریکايي تگلارې بنیادي هدف دا خبره یقیني کول دي چې ترهگر په افغانستان بیا د پناه ځای ترلاسه کړي او په امریکا او د امریکې په مفاداتو حملې وه نکړي. "په افغانستان کې زمونږ حتمي هدف د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ د مذاکراتو دلارې سیاسي حل ترلاسه کول دي

د امریکې د دفاع وزارت په یو رپورټ کې ویلي چې افغان طالبان به په داسې صورت کې وسله غورځوي او د تشدد نه به په شا کیږي چې په ټولنه کې د شاملېدو وروسته د تحفظ ضمانت ولري.

پېنټگان یا د دفاع وزارت دغه رپورټ کانگرس ته وړاندې کړی دی او پکې د کال ٢٠١٨ د جون د میاشت څخه د نومبر د میاشت پورې په افغانستان کې د صورتحال جاج اخیستل شوی دی.

رپورټ کې ویل شوې دي چې هغه وسله وال چې وسله وغورځوي او د تشدد نه لاس په سر شي، په ټولنه کې یې شاملول د سولې او مفاهمت بنیادي برخه ده او ځینې طالبان به د جنگ نه تنگ شوي وي او وسله غورځولو ته به تیار وي خو په ټولنه کې به یوازې په دې شرط بیرته شاملېږي چې د تحفظ ضمانت ورکړی شي او دا باور ولري چې د خپلو کورنیو د پالنې دپاره به مناسب معاش گټلی شي.

رپورټ وايي په مقامي کچه په ورکوټې پېمانه رهبرانو طالبانو په ټولنه کې د بېرته شاملولو په دغه رنگ پروگرامونه تیارولو کار پېل کړی دی خو افغان حکومت په قامي کچه داسې پروگرام نه لري.

رپورټ وايي د افغانستان عسکري صورتحال کې دا مهال "جمود" دی، د افغانستان شهري سیمې او د ولایتونو مرکزونه د افغان امنیتي ځواکونو په کنټرول کې دي خو په پراخه کچه کلي والې سیمې د طالبانو د اثر د لاندې دي او طالبان په هغه سیمو کې حملې کوي چرته چې د امنیت گامونه کمزوري دي.

رپورټ وايي په افغانستان کې د امریکايي تگلارې بنیادي هدف دا خبره یقیني کول دي چې ترهگر په افغانستان بیا د پناه ځای ترلاسه کړي او په امریکا او د امریکې په مفاداتو حملې وه نکړي. "په افغانستان کې زمونږ حتمي هدف د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ د مذاکراتو دلارې سیاسي حل ترلاسه کول دي."

رپورټ لیکي چې په افغانستان کې د ترهگرۍ خلاف د امریکايي کوښښونو مقصد القاعده او داعش ته ماتی ورکول دي او دا خبره یقیني کول دي چې ترهگر په افغانستان کې بیان پټن ځایونه قامی نه کړي. رپورټ وايي د دې کوښښونو په نتیجه کې د کال ٢٠٠١ د اکتوبر د میاشت راهسې په امریکا کې دننه او بهر د امریکايي مفاداتو خلاف کومه لویه حمله نه ده شوي خو د افغانستان او پاکستان په سیمه کې د ٢٠ نه زیاتو وسله والو ډلو د موجودگۍ په له امله امریکا به د افغانستان په ملاتړ په دغه ډلو نظر ساتي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG