لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

آیا امریکې طالبانو سره په امن معاهده کې افغان مېرمنې د پامه غورځولي دي؟


امریکايي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبان مشر مرکچي ملا عبدالغني بردار په فېبرورۍ د سولې معاهده لاس لیک کړه
امریکايي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبان مشر مرکچي ملا عبدالغني بردار په فېبرورۍ د سولې معاهده لاس لیک کړه

په داسې مهال چې طالبانو سره د امن معاهدې دلاندې امریکې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېره کمه کړې ده د امریکې د کانګرس غړو او د صدر ډاڼلډ ټرمپ د حکومت مامورینو ترمنځ د افغان مېرمنو د اینده په اړه تاوده بحثونه شوي دي.

د کانګرس د نمایندګانو ایوان یا هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز غړی سټیون لېنچ چې د قامي سلامتیه په اړه د زېلي کمېټۍ مشر هم دی د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د مېرمنو، امن او امان په اړه د اورېدنې په مهال وویل صدر ټرمپ او د امریکې حکومت د افغان مېرمنو او انجلیو سره خپله ژمنه د لاسه ورکوي.

د مېساچوسټس ریاست نه د ډېموکرېټک پارټۍ غړي ښاغلي لېنچ وویل که څوک دا فکر کوي چې طالبان به مېرمنو ته مناسب احترام ورکړي نو دا به د هغه په وېنا د خام خیالۍ انتها وي او داسې په به وي چې افغان مېرمنې قصداً هېرې کړی شي.

سټیون لېنچ وویل طالبانو سره د امریکې د سولې په معاهده کې د افغان مېرمنو د حقونو د تحفظ دپاره هیڅ نشته بلکې د دې له امله د تېرو شلو کلونو هغه پرمختګ د خطر سره مخامخ شوی دی چې مېرمنې یې د دې جوګه کړي دي چې په سیاسي او شهري هلو ځلو کې په کامیابۍ برخه واخلي.

په نړیواله کچه د مېرمنو د مسلو دپاره امریکايي سفیرې کېلي کوري د کانګرس غړو ته وویل د امریکې حکومت دا خبره واضحه کړې ده چې په بین الافغاني مذاکراتو کې مېرمنو شرکت ډیر اهمیت لري. هغې وویل که چېرې افغان مېرمنې د مذاکراتو په میز کښې نني نو ډېر څه به په خطر کې شي.

کېلي کوري د افغان حکومت ستاینه وګړه چې مجوزه بین الافغاني خبرو کې د کښېناستو دپاره یې څلور مېرمنې نامزد کړي دي چې د ۲۱ کسېزې حکومتي پلاوي به ۲۰ فیصد برخه وي.

کېلي کوري وویل د افغانستان دوه مهمې استازې مېرمنې دي چې پکې په واشنګټن او ملګرو ملتونو د کې د افغانستان سفیرانې شاملې دي. کېلي کوري زیاته کړه چې د افغانستان د پارلېمنټ د څلورمې برخې نه زیات غړیتوب مېرمنې لري چې تناسب یې د امریکې په کانګرس د مېرمنو د ونډې نه زیات دی.

کېلي کوري وویل یوازې افغان حکومت او طالبان د افغان مېرمنو د حقونو د تحفظ ‌ذمه واري نه دي بلکې افغان مېرمنې به هم خپل حقونه د لاسه تلو ته پرېنږدي. هغه ومنله چې د انساني حقونو په اړه د طالبانو ماضي ښه نه دی پاتې شوي نو ځکه د افغانستان سړي هم د ښځو د حقونو دفاع وکړي.

د وي او ای د انګریزۍ څانګې خبریالا کارله باب په خپل رپورټ کې لیکي چې که په تېره لسیزه کې افغان مېرمنو د مساوي حقونو په لړ کې پرمختګ کړی دی خو په افغانستان او په خصوصي توګه د کابل نه لرې کلیوالو سیمو کې اوس مېرمنو د مخکې تګ دپاره حالات سخت دي.

طالبانو سره د امن معاهدې په دفاع کې امریکايي استازې کېلي کوري وویل هغه به نه دروغ ووايي او نه به په خوږه لهجه کې دا خبره وکړي، په افغانستان کې حالات انتهايي خراب دي خو هدف هلته امن راوستل دي ځکه چې د جنګ پرځای امن د افغان مېرمنو دپاره زیات ګټه ور دی.

د کانګرس غړو او د امرېکی د حکومت چارواکو د افغان مېرمنو د اینده په اړه په داسې حال کې خبرې کولې چې تېره هفته د افغانستان په غور ولایت کې ۱۵ کلنې افغان انجلۍ قمرګل د هغې په کور حمله کوونکو طالب وسله والو کې دوه ووژل. هغه مطبوعاتو ته ویلي چې طالبانو یې د حملې په مهال کور اوپلار ووژل. افغان مامورین هغې د تحفظ په خاطر قمرګل د کلي نه د ولایت مرکز ته منتقل کړې ده.

په افغانستان کې په سوشل مېډیا د قمر ګل په پراخه کچه ستاینه شوي ده او د غور والي نور محمد کوهنورد د شورو، چهارشنبې، په ورځ قمرګل سره د ملاقات په وخت هغې ته ډاډ ورکړو چې حکومت به یې په مکمله توګه ملاتړ کوي. هغه قمرګل ته وویل د افغانستان حکومت د هغې ستاینه کوي، افغان مېرمنې د هغې په اتلۍ، جرات او زړه ورتیا فخر کوي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شمېر او د مېرمنو د حقونو د تحفظ په سر د اختلافاتو په لړ کې د نماینده سټیون لینچ او د واکمن ریپبلیکن پارټۍ غړي ګلېن ګروتمېن ترمنځ تود بحث وشو.

ګلېن ګراتمېن وویل دا خبره د تضاد نه ډکه ده چې یو خوا خو د افغانستان او عراق نه د امریکايي عسکرو د وېستلو غوښتنې کیږي خو کله هلته د انساني او په خصوصي توګه د مېرمنو د حقونو صورتحال خراب شي نو بیا شکایت کیږي.

خو سټیون لېنچ وویل په افغانستان کې مېرمنو د حقونو د تحفظ دپاره هلته د امریکايي ځواکونو د موجودګۍ ضرورت نشته بلکې دا خبره طالبانو سره په معاهده کې راوچتول پکار وو.

د افغانستان په اړه په کانګرس کې دغه اورونه په داسې مهال کېدله چې تېره هفته د امریکې د مرکزي کمانډ مشر جنرل کېنېت فرېنک مېکینزي چې په افغانستان کې امریکايي ځواکونو مسولیت هم په غاړه لري، وي او ای ته یې په یوه مرکه کې وویل په افغانستان کې امریکايي ځواکونو شمېر د نور کمېدو نه وړاندې پکار ده چې بېن الافغاني مذاکرات شروع شي او طالبان دا اعتماد ورکړي کړي وسله والو ډلو ته به پناه نه ورکوي. "لېکن دا وخت دا خبره په اسانه توګه ما ته واضحه نه ده چې طالبانو په دې اړه څه مثبت ګامونه اخیستې دي، په دې علاقو کې."

جنرل مېکېنزي دا هم وویل چې طالبان امریکې سره د امن معاهدې ژمنې نه پوره کوي خو په قطر کې د طالبانو د دفتر ترجمان سهیل شاهین وویل چې طالبان لوظنامې سره په مکمله توګه ژمنه لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG