لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي پوځ: افغانستان کې مو د عسکرو کموولو عمل شروع کړو


امریکې تېره میاشت په قطر کې د طالبانو سره د امن لوظنامه لاس لیک کړه چې ترمخه به یې امریکا په اینده ١۴ میاشتو کې د افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي او طالبان به ضمانت ورکوي چې افغانستان به د نورو هیوادونو خلاف د ترهگرۍ دپاره نه استعمالېږي
امریکې تېره میاشت په قطر کې د طالبانو سره د امن لوظنامه لاس لیک کړه چې ترمخه به یې امریکا په اینده ١۴ میاشتو کې د افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي او طالبان به ضمانت ورکوي چې افغانستان به د نورو هیوادونو خلاف د ترهگرۍ دپاره نه استعمالېږي

امریکايي پوځ د گل، دوشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل طالبانو سره د سولي لوظنامې او افغانستان سره د مشترکه اعلاميي دلاندې یې په هېواد کې د امریکايي عسکرو شمېر د کمولو مرحله وار عمل پېل کړو.

په افغانستان کې د امریکايي پوځ ویاند کرنل سني لګیټ لخوا په دغه بیان کې ویل شوي، په راتلونکو ١٣٥ ورځو کې به په افغانستان کې د امریکايي عسکرو شمېر ٨٦٠٠ ته راکم کړی شي. دا مهال په افغانستان کې ۱۳۰۰۰ امریکايي عسکر پرځاې دي.

بیان زیاتوي د پوځیانو د شمېر کموولو ترڅنگ به امریکايي ځواکونه د القاعده او داعش خلاف د عملیاتو او د افغان ځواکونو د ملاتړ او تربيي صلاحیت پرځای ساتي.

امریکې تېره میاشت په قطر کې د طالبانو سره د امن لوظنامه لاس لیک کړه چې ترمخه به یې امریکا په اینده ١۴ میاشتو کې د افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي او طالبان به ضمانت ورکوي چې افغانستان به د نورو هیوادونو خلاف د ترهگرۍ دپاره نه استعمالېږي.

د طالبانو سره د لوظنامې لاس لیک کېدلو سره سم امریکې او نیټو په یوه مشترکه اعلامیه کې افغانستان سره خپل ملاتړ تکرار کړو. د لوظنامې دلاندې به طالبان بین الافغاني مذاکراتو کې شرکت کوي.

ټاکل شوې وه چې بین الافغاني مذاکرات به دا هفته شروع کېدل خو د گل، دوشنبې، په ورځ په افغانستان کې د صدر اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي اختلافاتو له امله ددغو مذاکراتو مستقبل غیر یقیني وو.

د افغانستان صدر اشرف غني په دویم ځل صدارت ته د منتخب کېدو وروسته د گل، دوشنبې، په ورځ په یوه دستوره کې، د زلمي خلیلزاد، د ناټو او اروپایي اتحادیې د استازو په شمول گڼ شمېر خارجي استازو، د پارلیمنټ د دواړو مجلسونو او د قضا د نظام د مشرانو په وړاندې، سوگند واخیست. هم تیره ورځ د پاکستان وزیراعظم عمران خان د ټوېټر دلارې افغان صدر ته په سوگند پورته کولو مبارکي ورکړه

د ولسمشر غني سیاسي رقیب عبدالله عبدالله پخپل سر په یوه بله دستوره کې د پارلمان د یوه پخواني غړي په لاس سوگند اخیستی او ځان یې ولسمشر نومولی دی. د نوموړي په یاده دستوره کې امریکایي یا اروپایي استازي، او یا هم نور بهرني مېلمانه نه ترسترگو کېده، او نه ورته د اساسي قانون ترمخه، مشر قاضي سوگند ورکړی دی

پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزي او د هغه پلویان په دواړو دغو دستورو کې برخه نه وه اخیستې.

د اشرف غني او عبدالله عبدالله د لوړې دغه دستورې ځنډول شوي وې ځکه چې امریکې د دواړو حریفانو ترمنځ د اختلافاتو کمولو دپاره سفارتي کوښښونه کول خو د څو گنټو د ځنډ وروسته دغه دستورې ترسره شوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG