لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان صدر د کابل په خونړۍ حمله د صدر ټرمپ د پیغام هرکلی وکړو


صدر ډانلډ ټرمپ او صدر اشرف غني
صدر ډانلډ ټرمپ او صدر اشرف غني

د افغانستان صدر اشرف غني د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د هغه پېغام هرکلی کړی دی چې هغه پکې د کابل د حملې غنده کړې او ویلي یې دي چې طالبانو بې گناه افغانان او پولیس په هدف کړې دي.

طالبانو د خالي، شنبې، په ورځ شوي حملې زمه واري په غاړه اخیستي ده.

افغان چارواکي وايي په حمله کې ١٠٣ کسان وژل ‍شوي او ٢٣٥ نور زخمیان دي.

د کابل د حملې په اړه صدر ټرمپ په ټویټر خپل پیغام کې وویل "طالبانو نن په کابل کې بې گناه افغانان او زړه ور پولېس په نخښه کړل."

ډانلډ ټرمپ زیاته کړه فکرونه او دعاگانې یې په حمله کې د ځپل شوو خلکو او د مرستندویه ادارو کسانو سره دي.

صدر ټرمپ وویل "مونږ به طالبان گټې ته نه پریږدو."

د صدر ټرمپ د پیغام په ځواب کې افغان صدر د خپل امریکايي هم منصب شکریه ادا کړه او وې ویل د ترهگرۍ خلاف جگړه کې به ورسره یوځای ودریږي.

صدر اشرف غني وویل "مونږ د نړي والې او سیمه ییزې ترهگرۍ خلاف یوځای ولاړ یوو. د افغانستان په مینه مېئن خلک به هیڅ کله هم ترهگرۍ او د ترهگرۍ ملاتړ کونکي بریا ته نه پرېږدي."

که څه هم صدر اشرف غني په خپل پېغام کې د کوم هیواد نوم وانخیستو خو افغان او امریکايي چارواکې د ډیر وخت راهسې وايي چې د طالبانو او د حقاني ډلې مشران په پاکستان کې میشته دي او د هلته نه په افغانستان کې د حملو سازشونه کوي.

پاکستان په خپله خاوره د وسله والو د موجودگۍ خبره ردوي.

د خالي په ورځ په کابل کې د خونړۍ حملې نه څو ورځ وړاندې د کابل په انټرکانټېننټل هوټل هم وسله والو حمله وکړه. افغان مامورینو د حملې پړه په حقاني ډلې اچولې ده.

د کابل د ورستۍ حملې غندنه د ملگرو ملتونو مشر انتونیو گوټیرسن هم وکړه. ملګرو ملتونو په يو ټويټ کې ويلي، " انتونيو ګېټريس په کابل کې د ترهګر بريد غندنه کوي، څوک چې په دغه بريد کې ککړ وي ضرور به د قانون منګولو ته راوستی شي."

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG