لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ډانلډ ټرمپ ویلي د افغانستان په اړه په خپله تگ لاره به زر فیصله وکړي


سینیټر جان مکین پاکستان د پخواني وزیراعظم نوازشریف سره. سینیټر مکین تیره میاشت د پاکستان دوره کړي وه او په شمالي وزیرسیتان ته هم تلی و
سینیټر جان مکین پاکستان د پخواني وزیراعظم نوازشریف سره. سینیټر مکین تیره میاشت د پاکستان دوره کړي وه او په شمالي وزیرسیتان ته هم تلی و

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ویلي دي د افغانستان په اړه د خپل حکومت نوي تگ لار به زر اعلان کړي.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ صدر ټرمپ یو خبري کانفرنس ته وویل زر به د افغانستان په اړه په خپله تگ لاره پریکړه وکړي. "دا به ځما دپاره لویه فیصله وي."

صدر ټرمپ د افغانستان د تگ لارې په موضوع په داسې حال کې خبرې کړې دي چې د امریکې د سینیټ یو وتلي غړي جنگ ځپلي هیواد دپاره خپله سټریټیجي اعلان کړه.

سینیټر جان مکین د تجویز وايي په افغانستان کې دې امریکايي ځواکونو ته د طالبانو، داعش او د نورو ډلو خلاف د عملیاتو زیات واک اخیتار وکړی شي او تندلارو ته په پناه ورکولو دې په پاکستان سفارتي فشار، پوځي او اقتصادي فشار واچولی شي.

د واک من ریپلیکن پارټۍ سره تعلق لرونکي سینیټر جان مکین چې د سینیټ د پوځي چارو د کمیټۍ مشر هم دی وايي په افغانستان کې "د کامیابۍ په تگ لاره" به د سپټمبر په میاشت کې ووټونه اچول کیږي. سینیټ ته به په سپټمبر کې امریکې د دفاعي اخراجاتو بل وړاندې کولی شي.

په خپله مجوزه تگ لاره کې سینیټر جان مکین غوښتنه کوي چې په افغانستان کې دې د ترهگرو خلاف اضافي ځواکونه پرځای کړی شي، امریکايي پوځي مشیران دي د جگړې په سرخطونو کې د افغان افسرانو سره څنگ په څنگ موجود وي او امریکايي کمانډرانو ته دې د طالبانو، داعش او نورو ډلو خلاف د عملیاتو په پراخه کچه اختیارات ورکړی شي.

سینیټر جان مکین وویل د تگ لارې هدف يي په امریکا، د امریکې په اتحادیانو او د امریکې په بنیادي مفاداتو ترهگرو د حملو صلاحیت ختمول دي.

سینیټر جان مکین تجوز کړی دی چې تر څو "پاکستان د طالبانو او د حقاني ډلې په شمول د وسله والو ډلو ملاتړ کوي او پناه ورکوي" نو د سفارتي، عسکري او اقتصادي طریقو دې ورته سزا ورکړی شي.

په طالبانو کې د حقاني ډله تر ټولو مضبوط تنظیم دی او ویل کیږي چې د پاکستاني استخباراتو سره د ١٩٨٠ د لسیزې راهسې په افغانستان کې د پخواني سویت خلاف د جنگ د وخت راهسې ژور روابط لري.

پاکستان په خپله خاوره د طالبانو او د نورو افغان مخالفه ډلو د موجودگۍ خبره ردوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG