لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې د کانګرس غړي وايي امریکا په افغانستان کې باید پوځي او استخباراتي موجودګي وساتي


ځیني څیړونکي دا پوښتنه کوي چې د فېبرورۍ په ۲۹ په قطر کې د امریکې او طالبانو ترمنځ لاس لیک شوي معاهده په اصل کې د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د انخلا منصوبه خو نه ده؟
ځیني څیړونکي دا پوښتنه کوي چې د فېبرورۍ په ۲۹ په قطر کې د امریکې او طالبانو ترمنځ لاس لیک شوي معاهده په اصل کې د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د انخلا منصوبه خو نه ده؟

د امریکې د کانګرس یوې غړي ويلي چې امریکا په افغانستان کې باید ځینې پوځي او استخباراتي موجودګي پرځای وساتي چې دا ډول القاعده او داعش د امریکې په ضد د حملو دپاره مرکزونه ترلاسه نکړي.

د امریکې د کانګرس د نمایندګانو ایوان د پوځي چارو کمیټۍ غړي مېرمن لېز چېني وايي امریکې ته پکار دي چې په افغانستان کې پوځي او استخباراتي موجودګي ولري.

لېز چېني اېسوسي ایټېډ پرېس خبري ادارې ته وویل "افغانستان نه د امریکايي ځواکونو راویستل به جنګ ختم نکړي دا به ترهګرو ته ګټه ورکړي."

ای پي د مېرمن چېني خبرې په هغه رپورټ کې شاملې کړي دي چې وايي امریکا به د طالبانو سره د امن معاهدې د شرایطو سره سم د افغانستان نه خپل ځواکونه وباسي، په داسې حال کې چې په هېواد کې په تشدد کې اضافه شوي ده او افغان حکومت او طالبان ناکامه شوي دي چې خپل منځو کې خبرې شروع کړي.

اېسوسي اېټیډ پرېس خبري اداره د جمعې په ورځ په خپل رپورټ کې ووویل امریکايي مامورین به د خپلو لوظونوسره سم د جولايي د نیمايي پورې په افغانستان کې د امریکايي عسکرو شمېر ۸۶۰۰ ته را کم کړي او د اینده کال د سپرلي د موسم پورې په ټول امریکايي او اتحادي ځواکونه د افغانستان څخه وتلي وي او دا رنګ به د امریکې د تاریخ تر ټولو اوږد جنګ ختم شوی وي.

خو رپورټ وايي په افغانستان کې د امن امکانات ډیر روښانه نه ښکاري او په افغانستان کې د خونړیو حملو وروسته افغان صدر اشرف غني افغان عسکرو ته د طالبانو او نورو وسله والو ډلو خلاف د بریدونو امر ورکړی دی.

ځیني څیړونکي دا پوښتنه کوي چې د فېبرورۍ په ۲۹ په قطر کې د امریکې او طالبانو ترمنځ لاس لیک شوي معاهده په اصل کې د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د انخلا منصوبه خو نه ده؟ د صدر ډانلډ ټرمپ حکومت دغه معاهده د خبرو دلارې ترلاسه شوي امن په لړ کې "یو فیصله کن ګام" بللی دی.

صدر ټرمپ د خارجي جنګونو نه د ځواکونو د بېرته راوستلو ژمنې کړي او ای پي وايي که څه هم افغان حکومت په ډاګه د امریکې او د طالبانو د معاهدې حمایت کړي خو واشنګټن دا نظر لري چې ګنې افغان حکومت د دې موقع ګټه نه ده پورته کړې چې د امن خبرې شروع کړي.

طالبانو سره د امن معاهده د دستخط کېدو په موقع وایټ هاوس وویل "صدر ټرمپ لوظ کړی و چې زمونږ ځواکونو به د سمندر پورې نه راولي او دغه لوظ پوره کوي."

د لوظنامې ترمخه د مارچ د میاشت د لسمې نېټې نه به بین الافغاني مذاکرات شروع کېدل خو وه نشول. ای پي وايي د بین الافغاني خبرو نه شروع کېدلو یو سبب د قیدیانو په تبادله د افغان حکومت او طالبانو اختلافات هم دي.

د کولمبیا یونیورسټۍ د نړیوالو چارو استاذ سټیون برېډل چې په کابل کې د امریکايي کمانډرانو مشیر هم پاتې شوی دی طالبانو سره امن معاهده په اصل کې د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو په انخلا پرده اچول دي. هغه وویل د معاهدې دلاندې امریکې خپل ټول اثر دلاسه ورکړو او په بدل کې یې هېڅ هم ترلاسه نکړل.

په کال ۲۰۰۱ کې په امریکا کې د سپټمبر د ۱۱ نېټې د حملو نه وروسته کله راهسې چې د طالبانو حکومت نسکور شو نو امریکا د افغانستان مالي مرسته کوي.

ای پي د امریکې د حکومت چارواکو له قوله وايي واشنګټن د افغانستان په امنیتي ځواکونو ۸۶ ارب ډالر لګولي دي او اوس هم هرکال څلور ارب ډالر په افغان امنیتي ځواکونو مصرفوي.

ای پي وايي که څه هم د صدر ټرمپ حکومت په بین الافغاني مذاکراتو کې د پرمختګ په نه کېدو مایوسي څرګنده خو طالبانو سره د معاهدې ماتوولو دړکه یې هم نه ده کړې.

ای پي وايي د مارچ په میاشت کې امریکايي ځواکونو په افغانستان کې د طالبانو په ضد په داسې مهال هوايي بمباري وکړه چې څو ګنټې وړاندې صدر ټرمپ د طالبانو مشر مرکچي ملا عبدالغني برادر سره په ټېلې فون خبرې وکړې او دغه خبرې یې ښې وبللې.

ای پي وايي امریکايي مامورینو طالبانو سره د امن لوظنامې ترتېب افغانستان څخه د انخلا دپاره جوړ کړی و خو غرض یې په افغانستان کې سوله یقیني کول نه وه.

ای پي وايي امریکا طالبانو سره معاهدې ته په دې نظر هم کتنه کوی چې د دې دلارې په د داعش خلاف د طالبانو ملاتړ ترلاسه کړي.

د معاهدې دلاندې به طالبان دا یقیني کوي چې د افغانستان خاوره به د ترهګرۍ دپاره نه استعمالیږي او ترمخه به یې نه یوازې امریکايي عسکر د افغانستان څخه وځي بلکې استخباراتي مامورین، سکیورټي کانټریکټرز، تربیه کوونکي او مشیران به هم انخلا کوي. هم دغه ډول د نیټو عسکر په هم د افغانستان څخه ستنېږي.

په عین حال کې طالبانو ویلي په افغانستان کې بې درکه شوی امریکايي شهري مارک فرېریکس دوی سره نه دی. ای پي وايي په قطر کې مېشته د طالبانو ترجمان سهیل شاهین د اتوار، یکشنبې، په ورځ خبري ادارې ته وویل دوی د بې درکه شوي امریکايي په اړه هیڅ معلومات نلري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG