لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکې يو ځل بيا د سي پېک په پروژه ټکونه کړي


د سويلي اسيا دپاره د امريکا د بهرنيو چارو استازې اېلس ويلز يو ځل بيا د پاکستان او چين د اقتصادي پروژې (سي پېک) په روڼتيا ټکونه کړي او ادعا يې کړې په دې پروژه کې د چین د پانګونې سره به په پاکستان د قرضونو بوج نور سېوا شي.

د ځايي میډيا ترمخه اېلس وېلز د نهې، سه شنبې په ورځ په اسلام اباد کې د پوهانو او مدني ټولنې د غړو سره په ليدنه کې ويلي، په سي پېک پروژه کې د هغو شرکتونو (کمپنيانو) سره تړونونه يا معاهدې شوي کومې چې د نړيوال بېنک په تور نوملړ کې شاملې دي.

وېلز د پاکستان د قرضونو په اړوند ويلي د چين پېسې د پاکستان مرسته نه کوي، پاکستان په پروژه کې ګرانې قرضې اخيستي دي. هغې د کراچۍ او پېښور ترمنځ د اورګاډي، رېل د پټړۍ د پروژې اېم اېل ون په اړوند هم ويلي حکومت بايد په دې غټه پروژه کې روڼتيا وکړي.

امریکايي استازې دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي څو ورځې وړاندې د واشنګټن سفر کړی او ويلي يې ؤ د امریکايي چارواکو سره په ليدنو کې يې په دوه اړخيزه اړیکو ښه کولو او تجارت ترڅنګ په نورو موضوعاتو خبرې کړې وې.

دا لمړی ځل نه دی چې اېلس وېلز په سي پېک پروژه ټکونه کړي دي، اغلې د تېر کال نومبر په مياشت کې هم د امریکا په څيړنيزه اداره وډ رو وېلسن کې په يوه غونډه کې ويلي ؤ، سي پېک به د پاکستان اقتصاد نور هم خراب کړي ګټې به ترې بيجنګ پورته کړي.

د پاکستان د خارجه چارو وزیر شاه محمود قریشی هغه وخت د سی پیک په منصوبه د امریکې اندېښنې رد کړي او ویلي یې ؤ چې سي پېک د لوبې اړولو او د پاکستان د اقتصادي ترقۍ یوه منصوبه ده، او که امریکا غواړي، نو د سي پېک لاندې د ځانګړي اقتصادي زون په جوړښت کې شامېلېدی شي.

د امریکايي استازې د سي پېک پروژې په اړوند اندېښنو ته هغه وخت په اسلام اباد کې د چين سفير هم غبرګون څرګند کړی او ویلي يې ؤ چين چاته په سياسي بنيادونو قرضې نه ورکوي او زياته کړې يې وه د سي پېک په منصوبو کې ٧٥٠٠٠ پاکستانیان دا وخت کار کوي او د کال ٢٠٣٠ پورې به دوه اشاریه درې مېلین پاکستانیان په سي پېک کې زورګارونه ترلاسه کړی شي.

د امریکايي استازې تازه څرګندونو ته په سمدستي ډول د پاکستان کوم غبرګون مخې ته نه دی او پاکستان د سي پېک پروژې ته د ګېم چېنجر يا د سيمې د قسمت بدلوؤنکې پروژې نوم ورکوي.

XS
SM
MD
LG